• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

درناوی

Home ادبدرناوی
استاد نجیب منلی
استاد نجیب منلی

درناوی

-ليکنه: نجیب منلی

– ګونا ټوله زما ده.
که ما د اجمل خټک په جنازه کې د افغانستان د دولتي پلاوي د ګډون کیسه نه وای لیکلې، استاد شپون ته به پلمه په لاس نه ورتله چې پر اجمل څه ولیکي.
اوس چې استاد شپون هر څه ولیکل، د هغه خپل نظر دی او لکه بل هر انسان چې د نظر څرګندولو حق لري، استاد شپون هم دا حق لري.
اجمل خټک زما د کلي ملک نذیر نه دی چې څوک یې له ښو او بدو نه وي خبر. اجمل خټک زما د کلي معلم اورنګ نه دی چې له خپلې کورنۍ پرته یې کړه وړه د ټولنې پر نورو غړو چندان اثر نه ښندي.
اجمل خټک د شلمې پېړۍ د افغاني تاریخ یوه پېژندل شوې سیاسي څېره ده. که هر څوک هر څه ووایي خو له دې خبرې انکار نه کېږي چې اجمل خټک د دوو دولتونو تر چتر لاندې تنظیم شوو ملتونو پر ژوند، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اثر ښندلی دی. دا اثر به د چا خوښېږي او د چا به نه خوښېږي.
د اجمل سیاسي شخصیت د ده د افکارو زېږنده ده. دا افکار به څوک مني، څوک به یې نه مني.
اجمل خټک چې سیاسي ډګر ته راننوتی دی، دا یې منلې ده چې د چا به ورسره جوړه وي او د چا به ورسره نه وي جوړه.
هغه انسانان چې ډ ټولنې د مشرۍ چاره په غاړه اخلي دا یې منلې وي چې ښکنځل به هم ورته کېږي، ستایل کېږي به هم او په منصفانه او غیر منصفانه ډول، د دروغجنو تورونو او مستندو حقایقو له مخې به محاکمه کېږي هم.
اجمل دغسې یو مشر و. که پر ما ګران و، که زه یې مبارزې ته درناوی کوم، که زه یې په یوه یا دوه ناستو کې، چې ورسره لرلې مې دي، په مثبت ډول متأثره کړی یم دا زما کار دی. همدغه راز که بل څوک د اجمل عقاید، مبارزه او شخصیت په بل ډول ارزوي، خپل کار یې دی. نه زه اجمل ته په درناوي ښه سړی کېږم، نه هغه بل کس اجمل ته په ښکنځلو بد سړی کېږي. نه زه په دې بد سړی یم چې اجمل مې خوښېږي او نه هغه بل کس، یوازې په دې چې اجمل یې بد ایسي، ښه سړی دی.
اول خو، اجمل بت نه دی چې څوک سجدې ورته وکړي. بیا که احیاناً بت هم شي، داسې خلک به هم وي چې د دغه بت د ماتولو غوښتنه لري.
هغو دوستانو ته چې د استاد شپانه خبرې یې نه دي خوښې شوې، په ډېر درناوي وایم چې هیچا ورته د اجمل د مدافع وکیل وظیفه نه ده ورسپارلې. استاد چې څه ویل، ویې ویل. دا یې حق دی. که بل څوک راځي او د استاد برعکس، د اجمل ستاینه کوي، هم حق یې دی. را دې شي، چې هر څه یې پر زړه وي و دې یې وایي.
په دې پلمه چې استاد شپانه د اجمل له غرور څخه سر ټکولی، یا یې د اجمل یو ملګری د چا جاسوس بللی، هېڅوک حق نه لري چې استاد ته بې ادبي وکړي.
موږ باید دا زغم پیدا کړو چې عقاید، حتی مقدسات مو تر پوښتنې لاندې راشي او بیا هم خپل انساني هویت وساتو، دعقل او منطق په مرسته د خپل نظر ننګه وکړو او د نورو نظریاتو ته، که هر څومره زموږ له خپل نظر سره په ټکر کې هم وي، درناوی وکړو.
[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

نحیب منلی Najib Manalai
نحیب منلی

ناممکن اظهار

Feb 5, 2015

لیکوال: نجیب منلی په کټ کې پروت یم. د سر[...]

استاد نجیب منلی
استاد نجیب منلی

غچ

Mar 7, 2015

خوښه مو چې غلا یې بولئ او که په لاښو[...]

استاد نجیب منلی
استاد نجیب منلی

پښتو، فرانسوي سیند

May 26, 2015

نجیب منلی په پاریس کې د L’ASIATHEQUE, maison des langues[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022