لیکنه: نورالله غازي يار
دروېش درانی هغه شاعر دی، چې د پښتون کوږ فکر ته يې تر ټولو سم پام کړی دی، دا د يو شاعر مسئوليت هم دی، چې د خپل ولس هغه اړخ ته پام وګرځوي، چې د اولس د ژوند ګلرنګي او بدرنګي يې پکې نغښتي وي. مونږ ځيني داسي شاعران هم لرو، چې دوی د پښتنو هغه پښتونواله چې درانی صاحب پرې طنز کوي، ستايلې ده؛ خو دروېش درانی د نن زمانې شاعر دی، دی خپل وروسته پاتې اولس هم ويني او نننۍ تيزه بدليدونګې نړۍ هم، درانی صيب په دې پوهېږي، چې زما د قوم د وروسته پاتېوالي تر ټولو لوی لامل د دوی کوږ فکر دی. پښتانه لکه د جهالت د دور قريش د پلار نيکه سرچپه قانون مني، او د هغوی د فکر په لاس د تراشلو دودونو لمانځنه او پالنه کوي، ورور او تربور ته د دښنه په سترګه ګوري، ښځه ( يا د کور يا د ګور) ګڼي، دوی په دې وياړي، چې جنګيالي اوتوريالي دي، خو نه يې پر خپله خاوره واک وموندو او نه يې توره له لاسه پرېوته، ښامار دوی له پښو وغورځوي؛ خولالونه د نورو لاسونو ته ورشي، دوی ځانونو ته تر ټولو کلک مومينان وايي؛ خو په عمل کې تر بني اسرائيلو هم ورتېر دي، قرآن په څو ټوټو کې نغښتی پر لوړ ځای ايښودلی خوښوي؛ خو ځان يې پر مانا نه پوهوي. د ځان لپاره پردۍ ځمکې پر قرآنونو خپلوي؛ خو نور د دنيا نه؛ بلکې د جنت شوقيان دي. له خدايه ډېر زامن غواړي؛ خو د الله اکبر نه مخکې يې غوږ ته د ټوپک غږ ور رسوي، زامن د دې لپاره غواړي، چې مټ يې پرې قوي وي، د بل تربور پر وړاندې يې وجنګوي او تر ټولو نر سړی هغه ګڼي، چې په بستر کې نه؛ بلکې د بل تر بور پر وړاندې په سنګر کې ومري. دوی عدل او بښنې ته چندان په ښه سترګه نه ګوري، هر بښونکي ته د بي غيرته فکر کوي، دوی د غچ اخيستو فکر بيخي له دماغه نه کاږي. . . راځئ نور يې د دروېش صيب په شعر کې ووينو:
ځيني پښتانه دې ته خوشالېږي، چې پر تربور يې بد حال وي، چې هر کله دښمن او يا بله کومه بلا د بل پښتون تر خوني ورځي، له دې حاله يې نور تربوران خبر وي؛ خو دوی نه غواړي، چې نوموړی وړاندې له دې موصيبته خبر کړي او يا دی د هغه دښمن او بلا پر وړاندې ورسره ودرېږي، چې کله يې دښته او يا بله بلا تر دروازې راورسېږي؛ نو خپل تربور له حاله خبر کړي، چې بيا يې دی په خوند خوند ننداره کوي او پر هغه چپه غويبلې ګرځي:
په حال خبرو خلکو هلته زه په حال خبر کړم
چې دښمنان تر دروازې واړه راورسيدل
د ځينو خو بس همدا کار دی، چې چېرته بلا او مصبت ګوري؛ نو د بل پښتون د کوڅې لار ورښيي:
ددې ځای د څه وګړو بل څه کار بې له دې نشته
چې زما د کوڅې لاره سمه وښيي بلا ته.
پښتانه چې ډېری يې بدۍ او يا له بل کلي سره پخوانۍ لانجې او تربرنۍ لري؛ نو له ځانونو هسکې هسکې کلاوې راچاپېروي او د کلا په څلورو کونجونو برجونه جوړوي، په هر برج کې د ټوپکو د ويشتو لپاره ترکشونه . يا چې چېرته د کوم سيلاب پر وړاندې، چې بل کلي ته مخامخ وي، استنادي ديوالونه ( ننګښي) جوړوي؛ نو تر ټولو اړين کار يې د ترکشونو پرېښودل وي. نو دوی چې په خپلو منځونو کې بدۍ او تربرنۍ لري، کله چې له بل دښمن سره چې د ټول قوم ګډ دښمن وي، جنګېږي؛ نو له دښمن نه يې ويره نه کېږي؛ دوی له خپلو همسنګرو نه وېرېږي، دوی سنګر تر ټولو وړ ځای بولي، چې هغه کس چې دوی يې مرګ ته ايښي وي، په همدي ځای کې يې مړ په خپله کړي او بدي يې پر ګډ دښمن ورواړوي. نو پښتانه چې هر وخت د بل ګډ دښمن پر وړاندې په مورچل کې ناست وي، دښمن ته نه وي وارخطا؛ بلکې له خپل څنګلوري همسنګره يې ويره کېږي:
دښمن ته وارخطا نه وو له خپله وېرېدل
چې ناست وو په مورچل کې يوله بله وېرېدل.
پښتانه نه غواړي، چې دښمن او يا بل تربور ته ټيټ راشي، دوی که دښمن له ځانه څو چنده زورور هم وويني، خپله کمزوري نه ورښکاره کوي، هڅه يې دا وي، چې خپله کمزوري پټه وساتي، په زړه کې د دښمن له ځواکمنتوبه وېرېږي؛ خو په ظاهره نه غواړي چې له دې وېرې يې دښمن خبر شي، چې دا بيا د دوی تر ټولو لوی بې غيرتوب ګڼل کېږي، ځان مرګ ته ورکوي؛ خو دښمن ته خپل ډډ نه څرګندوي:
زه وېرېږمه که نه ته ښه خبر يې
خو دښمن و ته مې وايه نه وېرېږي.
پښتنو ته چې دښمن له ځان څخه ځواکمن ورښکاره شي؛ نو بيا يې په سر کې د اتفاق او يوالې فکر راولاړ شي، پر خپلو خپلوانو لاس ووهي، پخوانۍ لانجې او شخړې سره يوې خواته کړي او د دښمن پر وړاندې په ګډه ودرېږي، چې کله بل دښمن د دوی پر وړاندې نه وي موجود؛ نو بيا له خپل او تربور سره دښمني پالي. پښتون چې سيال او تربور ونه لري، ځان ورته ديګان ښکاري، متل کوي: خبره کوه د خدای لپاره(!)، دبی وهه د ورور عزيز لپاره:
ما به غوښتل چې دا خبر دښمن ته هم ورسي
چې به کوم خپل او کوم قريب راسره روغه وکړه
دلته چې هر څوک د دښمن د بښنې خبره وکړي، نور خپل خپلوان او ځيني دوستان يې خبره په خوله کې وروچه کړي، هغوی ورته وايي، که له تا ميراته وي، نو مونږ خو ځان ته بي غيرتي نه شو اړولی، په پښتنو کې بښنه يوازې د هغو خلکو کار دی، چې په ټولنه کې کمزوري پيژندل کېږي، نه يې تر څنګ ځواکمن ميړونه وي او نه ورسره بنډل بنډل لوټونه، په پښتنو کې چې څوک دښمن وبښي، کشره طبقه يې هم له پيغوره نه خلاصېږي، هغوی ته هم پيغور ورکول کېږي: (که داسي شی وې خپل مړی دې وګته!. . . ) پښتون چې خپل انتقام په ښه ډول وا نه خلي د پيغور خبره بلل کېږي. له ښه ډول انتقامه مطلب دا چې له خپل (للو پنجو) سره داسې څوک مخی کوي، چې په کلي ولس کې د نوم او نښان څښتن وي:
دروېشه! زه وايم پښېمانه دښمن وبښمه
مګر ياران وايي خبره د بدل به کوې
پښتانه ان د سر په بيه هم نه غواړي، چې چاته ټيټ ورښکاره شي، زړه يې غواړي، چې وبښل شي؛ خو په خټه کې اغښلی غيرت اوغرور يې نه پرېږدي، چې د ښمن ته د خپل ژوند په باب زارۍ وکړي:
هسې د ده به هم زړه غواړې چې نن وبښل شي
مګر دښمن ته د خپل ژوند په باب زاري نه کوي.
په نورو ټولنو کې چې شتمن خلک زيات شي، خلک ورته خوښ وي، چې ګواکې دی به د ټولنې له بې وزله کسانو سره لاس يوسي او د ټولنې د پرمختګ لامل به وګرځي؛ خو د پښتنو په سيمه کې چې د چا شتمني زياته شي، لومړی خو هغه پر نورو ښه نه لګېږي، په زړه کې يې ورسره رخه پيدا شي او بل د بې وزلې طبقې ترې يو ډول وېره کېږي، دوی ته د ټولنې هر شتمن کس يو ښامار ښکاري؛ ځکه چې هغوی تل خپل شته په دې لږوي، چې بل کمزوری کړي، له پښو يې وغورځوي او د ځان محتاجه يې کړي. د پيسو او شتو په زور پر نورو هغه کانې کوي، چې په يو کتاب کې هم نه وي روا:
چې وي پرت په خزانه هغه خو مار وي
دوی به ولې له بډايه نه وېرېږي
زمونږ هر کار او هر عمل بې ګټې او بې موخې دی، څه چې کوو، فکر پرې نه کوو، د زړه په سترګو ورته نه ګورو، له تعقل نه نه؛ بلکې له تشدد نه کار اخلو. مګر په نورې نړۍ کې پاڅونونه او خځښتونه د يوه هدف لپاره وي، ټول د همغه ټاکلي هدف پر لور ورځغلي؛ په پايله کې ښاماران له منځه ولاړ شي، غمي او لالونه د دوی په لاسونو کې پرېوزي؛ خو پښتنو ته چې لالونه او غمي ورپاتې شي، بيا په خپلو منځونو سره پرې خوري، چې دا خوړل بيا د ښاماره تر خوړلو هم زهرجن وي. دوی ته ويراني اوويجاړي خوند ورکوي، دې ته هم نه ګوري، چې دا کومه ويراني چې زه جوړوم، ماته يې خېر ډېر دی او که شر، دوی ديوالونه ورانوي؛ خو په دې نه پوهېږي، چې د دې ديوالو تر شا به ماران وي، غمي وي او که بل څه؟؟:
ديوال مودی په وړاندې نړوو يې پوه پرې نه يو
غمي به وي، ماران به وي که څه به يې وي شا ته.
مونږ د خپلو مشرانو بې غوري هم نشو مالومولی، ټول ولس دده له لاسه لوټ شي، پر مونږ چې ټول عمر د خپلو نا اهلو مشرانو جادويي سيوری خپور دی، خبره د خپل خېر دپاره نه؛ بلکې د مشر د خېر لپاره کوو او وايو: (نه، اولس دده له لاسه نه دی لوټ شوی، دی غريب خو په هغه وخت کې ويده و):
له غفلته چې يې واړه اولس لوټ شو
دی دا مشر بې قصوره دی ويده و
مونږ ته ځان هر وخت په حقه ښکاري، له سلګونو کلونو نه راپاتې شويو ځمکو باندې جنګېږو اومړي پرې کوو، په دې فکر نه کوو، چې ايا دا ځمکه چې زه دومره پرې ټينګ ولاړ يم، دا رښتيا زما دی او که نيکونو او پلورنو مو دا هم له نورو غصب کړې. بس تل ځان په حقه ګڼو له ورور او يا بل تربور سره د شيطان په لمسه جنګ کوو؛ خو مرسته پکې له خدايه غواړو، د لښکر مخ ته په دې موخه يوازې ورځو، چې ګواکې خدای زمونږ پر خوا دی:
ستا نوم يې واخيست او له دره ووت
د لښکر مخ ته بې لښکره ووت
مونږ ځانونو ته تر ټولو کلک مسلمان وايو، خپله پښتونواله هم له اسلام سره ورته ګڼو، خو بدۍ ته بيا هيڅکله د پای ټکی نه ږدو، سل کاله ورسته چې خپل پلار وګټو هم بل راته وايي چې بېړه دې پکې وکړه، مونږ له انتقام نه دا غوره ګڼو، چې د دښمن ټوله کورنۍ وترهېږي، که انتقام ژر واخيستلی شي يو پکې ومري؛ خو نور د ارامۍ ساه واخلي. مونږ چې ځانونه کلک مسلمان ګڼو اوعقيدوي خلک بلل کېږو، له خدايه هيڅ ويره نه کوو، دا فکر نه کوو، چې راځه نور خو دې عمر هم پای ته رسيدونکی دی، نور به دې بديو ته د پای ټکی کېږدم، راتلونکی نسل به هم له بلا وژغورم او تياره قبر ته به هم په سپين مخ لاړ شم:
چې په بدو کې تر پايه نه وېرېږي
دا امت هم اوس له خدايه نه وېرېږي
مرګ چې د ارامۍ شی دی، له غذابونو او ستونزو نه د خلاصۍ لار؛ مونږ نه غواړو چې دښمن موهم په مرګ رانه ارامي ومومي، مونږ بس له دې نه خوند اخلو چې دښمن په اور کې سوزي او مونږ ورته ګورو، د دښمن په هکله وايو: (مرګ مې هم نه پرې لورېږي):
مونږ يو په هر حال کې پلويان د ژوند
غوښتی مو دښمن ته هم مرګی نه دی
پر مونږ چې کومه ټکه راپرېوزي او يا له کومې ستونزې سره مخ شو؛ نو د ځان په فکر کې نه وو؛ بلکې تربور او ګاونډی مو په زړه کې ګرځي ، زړه کې وايو: هغه به ښه راباندې خوشال وي او يا چې له کومې خوشالۍ سره مخ کېږو؛ نو وايو: د پلاني به ښه زامن مړه شوي وي:
خدای چې راکړې خوشحالي واخيسته بيرته رانه
هلته زما د ګاونډي پرېشاني ورکه شوه.
مونږ ته ميړه او منلی کس هغه دی، چې په توره کې تکړه وي، د سنګر او د ډګر سړی وي. هغه چې قلم لري، څوک ورته په درنه سترګه نه ګوري، هغوی په دې اړ کوي، چې بايد د قلم پر ځای په لاس کې توره (ټوپک) واخلي:
مونږ غواړو چې هغوی ته هم په ګوتو ورکړو توره
دروېشه! خاوندان چې د قلم راځي په مخه
په نورو ټولنو کې شاعر ته خلک ډېر په درنه سترګه کوري، د ده د فکر پر څراغونو د خيال تياره ګوټونه رڼا کوي، له سندرو او خبرو يې خوندونه او پندونه راټولوي؛ خو مونږ شاعر يوازې (شعر جوړونکی ګڼو) او بس، نور يې د سړيو له شماره او کتاره باسو؛ ځکه چې هغه داسې خبرې راته کوي، چې زمونږ د پلار و نيکه نه راپاتې شويو دودونو پورې خندا دی، داسې څه وايي، چې زمونږ غيرت او پښتو پرې زيانمنېږي:
دروېشه! خلکو وم يوازې يو شاعر منلی
نور يې ويستلی د سړيو له شماره وم زه.
پای