• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

درک سافټوير Darrak software

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهدرک سافټوير Darrak software
درک سافټوير Darrak software

درک سافټوير Darrak software

اغاملوک سهار / مژده هاشمي
په افغانستان کي ترافیکي ستونزې له جنګ څخه ورسته د تلفاتو ،زیانونو دوهم لوی عامل ده. د دې د مخنیوي لپاره کوم سیستم موجود نه و، کاغذې سيسټم يې جوابګوي نه وو.ورسره په دې سکټور کې پراخ ادارې فساد وو. نو موږ دواړو په دې کار پیل کړ چي څنګه واکولای شو چي د موبايل،تابلیت د اپلیکیشن له لاری دا ستونزه حل کړو. له پنڅو میاشتو وروسته موږ په دې وتوانېدو  چی له خپلی مفکوري د افغانستان د اقصادې،تعلیمې سوي سره سم داسی اپلیکشن جور کړو چي د موبایل ټابلیټ څخه کار وکړي. دا په افغانستان کي تر ټولو لوی اسانتیا او شفافیت وې، چي موږ وکولاي شو چي له اوسني شرایطو سره برابر ترافیکي سیستم کنټرول کړو د هر ډول پيښو په کنټرول کې خلګ پوليس ګډه همکارې وکړې. د دي اپلیکیشن په واسطه موږ کولای شو انلاین او افلاین(بې له انټرنټ څخه) توګه له موبایل څخه دا کار سرته ورسوو. خو په میاشت او یا له هغه څخه په زیاته موده کي موږ د اپلیکیشن اپډیټ ته ضرورت لرو. په ترافیکي سیسټم کي به دا تر ټولو ډېر سهولت او شفافیت رامنځته کړي. هغه ترافیکي هارډویر سیسټم چي د هغه لپاره په سلګونو ميليونه  ډالر مصرفېږې د هغوي مخه به نیول شي، ځکه د هارډویر سیسټم د تطبیق لپاره اول د ټولو پلیتونو  بدل شې او  پايې(سکنرونه) نصب شې او د هارډویر د تطبیق لپاره تر لسو کلونو پوری وخت نسي.
د دې اپلیکیشن استفاده  کوونکي دوه ډوله دی، یو عام خلک یا شهروندان دی چی هغه کولای شی یوازې پیښي ريپورټ کړی خو نور نشي کولای چي د موټر پلیت وپلټي.
او دوهمه ډله یی ټرافیکی پولیس دي، دا ټرافیکو پولیس هلته اکونت لري او د هغوې هر یوه اکوونټ له جوړولو وروسته د اډمين له خوا تاييد کېږي ، که تایید شوی نه وې هغه نه شي  کولای لاګ این یا داخل شی کله چي د دوې اکوونټ وریفای یا تایيد شو د هغه وروسته کولای شي د پلیت په سرچ کولو د موټر د خاوند پروفایل ، دموتر مشخصات معلوم کړې او د هغه د چلوونکي په اړه کوم شک ولري هغه ایډیت او هغه ریپورت کړې.
نو نه یوازې په دې خاطر چي ترافیک به د پلیټ په سرچ کولو د موتر مشخصات معلوم کړي بلکې  وبه ګوري چي د دغه موټر تاریخچه او ورسره د چلوونکي  تاریخچه هم کتلای شي، او که موټر کوم مشکل سره مخ شوی وي نو ژر تر ژره به د هغه ریپورت په تاریخچه یا history  کي ولیکل شي، که هر چېرته ځي نو هغه پیښه به په ده پسي ثبت شوې وي نو دا به تر تولو اسانه لاره وي تر څو وکولای شو د هیواد په هره برخه کی د موټر یا  د حمل نقل وسایل کنترول کړو.
د اپلیکشن په استفاده کولو سره هغه په زرګونه موټرونه چي په هیواد کي غیر قانوني یا بې پلېټه ګرځي او  یا هم غیري قانوني کړنې کوې کنترول شي او عام خلک په دې کي همکاري وکولاي شي هغه دټکر, غلا, شکمنې… پېښې د عکس د اخیستلو په واسطه او نورو ځانګړنو په ذکر کولو سره د ترافیکو ریاست ته ریفورټ کولاي شې.
د اډمین یا د کنټرول په برخه کي خاص کسانو ته دا اجازه ورکړل سوې ده چي سیسټم ته داخل سې یا یو ترافیک پولیس په سیسټم کی ور اضافه کړي یا د موټر پليټ اضافه او د پلیټ په ځانکړنو کي تغیر راولي. خو د سیسټم په داخل کي ټول هغه ترافیک پولیس چي اکوڼټونه ولري په اساني سره کولای سې چي له یو بل سره په اړیکه کي سې، مثلآ که د کابل په یوه سیمه کي پېښه صورت ونیسې د هغې سیمي ترافيک په ډېره اساني سره کولاي سې هغه د بلي سیمی له ترافیک سره شریک کړي ترڅو شکمن موټر,کس زر تر زره ونیول سې.

darak-1-lomritob-com darak-2-lomritob-com darak-3-lomritob-com

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

لمر سافټویر

لمر سافټویر

Apr 24, 2016

لیکنه: اغا ملوک سهار [quote]لمر یو ټولنیز پراخ پوستکالی دی[...]

کم خو سیسټیماټیک

کم خو سیسټیماټیک

Oct 27, 2016

لیکنه: اغاملوک سهار اوس مهال په نړۍ اکثریت خلګ غواړي[...]

په کانکور کې که بریالی سو څه وکړو؟ یا که ناکام سو څه وکړو؟

Aug 7, 2018

لیکنه: اغاملوک سهار تیره ورځ د کانکور نتایج اعلان سو،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022