ژباړه: رفيع الله آرمان
دبهداشت روان ملي موسسې په وينا په هرو پنځوامريکايانو کې يو يې له رواني ناروغۍ کړيږي. په داسې حال کې چې ډيری وګړي خپلې ستونزې پټې ساتي اونه خوښوي چې بل څوک دپرې خبرشي. دغه وګړي يا له بيماربدن څخه رنځيږي ياخو نه پوهيږي چې څه وکړي. په تاسف سره ډيری خلک چې کله خپلې بيمارۍ ته متوجه کيږي دشرم يا غوسې احساس کوي، همدا رنګه دا ډول کسان دنورو له قضاوت اوپريکړونه هم ويره لري هغوی ددې لپاره چې خپل دوستان له لاسه ورکوي اويا له نورو سره ښې اړيکې نه لري تشويشي اوناراحته وي.
که څه هم په اوسنۍ ټولنه کې ډيری خلک له بيماريواو رواني ستونزو نه کافي خبر لري خولاهم په دې ډول بيمارۍ اخته کيدل ورته ننګ اوشرم دی، له هغه ځای نه چې ددغه بيمارۍ په هکله غلط تصور وجودلري. هيله ده چې وتوانيږو په لاندې څو کرښو کې لا ډيره پوهه په دې مورد در کړو
لاندې هغه پنځه مورده څيړو چې روح او روان ته سدمه رسوي
۱ په مطلق شرايطو کې فکر کول
ډيری وخت ځينې خلک دتور اوسپين زيړي په مبتلاکيدو فکر کوي. هغوی ددغه دوو نظريو ترمنځ هيڅ حدپه پام کې نه نيسي چې دی په رښتيا هم رواني ناروغ دی اوکه روغ رمټ دی. که څه هم تاسو همدا اوس ښه احساس نه لرئ اوله رواني ناروغۍ نه نالښت لرئ مګر دا په دې معنی نه ده چې تاسو په بشپړه توګه بيمارياستۍ. په ياد ولرئ دهرڅه په اړه چې فکر کوئ همغه در رسيږي نو په دې اساس هرڅومره چې مثبت فکر کوئ کولی شئ چې ډار، اضطراب اوستړيا له ځانه لرې کړئ او آرامه ژوند ولرئ. خپل فکرتر سوال لاندې راولئ، له خپل ځانه پوښتنه وکړئ آيا دغه واقيعه حقيقت لري؟ ډيری وختونه زموږ افکار کولی شي چې زموږ دبدن کنټرول په بشپړه توګه په خپل لاس کې واخلي. نو چې داسې ده هڅه وکړئ له خپل فکر نه پرله پسې پوښتنې وکړئ اومه هيروئ چې ډيری انسانان خپل ځان دبيمارۍ اوذهني سلامتيا ترمنځ ځايوي .
۲ ځان بايلونکی فرض کول يا دا چې هيڅکله به ونه توانيږئ چې رواني حالت به موښه شي
ډيری هغه کسان چې په رواني اوروهي ستونزو اخته دي په دې باور دي چې هميشه به په همدې وضيعت کې اوسي اوهيڅکله به داميدډيوه ونه لري.دا ډول تور اوسپين فکرونه کولی شي دغه کسان لا په ناهيلي تور اوسپين انسان بدل کړي . نو په دې اساس مو ذهن ته د دا ډول افکارو د داخليدو اجازه مه ورکوئ. که څه هم ذهني آرامتيا ته رسيدل يوڅه وخت غواړي، هڅې اوتلاتش ته اړتيا ولري خو دا هيڅ کله په دې معنی نه شي کيدلی چې بيرته عادي ژوند ته دراستنيدلو لاره شتون نه لري. تاسو کولی شې چې خپله سلامتيا په بشپړه توګه بيرته په لاس راوړئ خو بايد اراده وکړئ. دخپل ژوند کنټرول بايد په لاس کې واخلئ او وکولی شئ چې شرايط دځان په ګټه وڅرخوئ. په ياد ولرئ چې يقين اوبارو لرل کټ مټ دليدلو په شان دي، که تاسو يو خوشاله، سالم اوښکلی ژوندتصورکړی همدغه موضوع په حقيقت بدليږي. هيڅکله مه تسليميږئ ځکه په ژوند کې هرشی دپلټنې ارزښت لري
۳ په دې خبره يقين درلودل چې نشم کولی په يوازې توګه دغه ستونزه حل کړم
په داسې حال کې چې درمل کولی شي درواني ناروغ وضيعت ته ښه والی ورکړي خو ډير دغه موارد اوږداومضرفهرست له ځان سره لري چې کولی شي شخص ته جانبي عوارض پيدا کړي. همدا رنګه ډيری دغه درمل ډيرژر اعتياد هم له ځانه سره لري، ډير هغه کسان چې ترې ګټه اخلي په ډيرې سختۍ سره کولی شي چې ځان ترې خلاص کړي. ترسره شوي مطالعې څرګندوي چې دحواسو ځيرکتيا اوتمرکزله درملو ډير ګټور دي اوکولی شي چې دمعجزې په شکل د اضطراب او خستګۍ په ناروغۍ باندې اغيز اودرملنه وکړي ، همدا رنګه خوړنيزرژيم، ښه روابط، ښه بوختيا اوځان ته پاملرنه کولی شي روهي ناروغۍ راکمې کړي. تاسو ډير قدرمن ياست نو په همدې اساس دکيمياوي درملوکارولو پرځای دخپل ژوند سبک تغير کړئ بيا وګورئ چې روهي ستونزې مو څنګه ورکيږي. بس يوازې په همدومره آسانۍ اوسادګۍ سره!
۴ کله چې مرستې ته اړتيا لرئ له بل چامرسته نه غواړئ
دروحي ستونز په خاطر چې کوم ننګ وجودلري ډيری روهي ناروغان دشرم اوډار احساس کوي په همدې اساس له نورو مرسته نه غواړي. هغوی په چوپتياکې درديږي وروسته دستونزې له لويدو يوه متخصص ته مراجعه کوي، په داسې حال کې تاسو نه بايد د اضطراب اوخستګۍ په خاطردشرم احساس وکړئ ځکه ډيری دلوړسندخاوندان په ټولنه کې شته چې دروهي ناروغيودا ډول تجربې په خپل ژوند کې لري، بايد زده کړئ چې په يوازې ځان سره نشی کولی چې دژوند ټولو ستونزو ته رسيدنه وکړئ. دوستان، ملګري اوحتاطبيب کولی شي چي له تاسو سره کمک وکړي چې ښه حس ولرئ، شک مه کوئ
۵ دنورو پر وړاندې دکمترۍ احساس لرئ
بايد په ياد ولرئ چې تاسو دنورو په پرتله کم ارزښت نه لرئ. هر انسان ددې خاورينې ځمکې په کره کې ديوه ځانګړي ارزښت اومقام درلودونکی دی. له ځان سره مينه وکړئ ځکه دغه موضوع له تاسو سره مرسته کوي چې دبيماريو پروړاندې عاجله تداوي وکړئ. اضطراب، خستګي اوډار په متواتره توګه انسانان ترتاثيرلاندې راولي، مګر دحواسو تمرکز، دحقيقت منل او له ځان سره مينه کولی شي چې ښه درمل واوسي. مه هيروئ چې ډيری کسان ممکن همدا ستونزه ولري، هرسړی ممکن په ژوند کې له ستونزو سره مبارزه وکړي، نو په دې اساس هيڅوک له بل چانه کم نه دی. هيڅکله ځان کم مه احساسوئ. تاسو دټولنې دنورو وګړو په څير ځان ته حقوق لرئ نو په دې اساس دروهي ستونزې د درلودلو له امله خپل ځان له دې حق نه مه محروموئ. ډيری کسان په ژوند کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کيږي خو دا موضوع دهمغه کس په کمترۍ دلالت نه کوي، په حقيقت کې همدا ستونزې دي چې له تاسو نه يوځواکمن، تکړه اوښکلی انسان جوړوي. تل په ياد ولرئ چې الماس د ډير فشار اوزور په نتيجه کې په لاس راځي اوهمدغه امر هغه په يوه قيمتي ډبره بدل کړی دی. هغه جګړه چې ستاسو په دننه کې شتون لري کولی شي چې تاسو په يوه باارزښته، زړور اومنطقي انسان بدل کړي. نو په ځان باور ولرئ، اجازه مه ورکوئ چې دغه ستونزې ستاسو داخلي (درونی) ارزښت کم کړي