ژباړه:وږمه وردګ
دا د (١٥مې) پېړۍ د وروستيو كلونو رښتنې كيسه ده.
نورنبرگ ته نږدې په يوه واړه كلي كې يوه كورنۍ چې (١٨) زامن يې درلودل، اوسېده. د دې لويې كورنۍ لپاره پلار مجبور و چې په ورځ كې (١٨) ساعته هر سخت كار ته تن وركړي.
په همدې حال كې اسفباك البرشت دورر او ورور يې البرت (د ١٨ كسيزې كورنۍ دوه زامن) بل څه غوښتل؛ دوى دواړو هيله درلوده چې په راتلونكې كې پياوړي نقاشان شي، خو پر دې هم ښه پوهېدل چې پلار به يې هېڅكله ونه توانېږي چې دوى د زده كړو لپاره نورنبرگ ته واستوي.
يوه شپه د خوب په ځاى كې تر اوږده بحث وروسته دواړو وروڼو پرېكړه وكړه چې په سيكه پچه واچوي. بايلونكى به د جنوب كانونو ته د كار لپاره ځي او د پچې گټونكي ورور سره به مالي مرسته كوي څو د هنرونو په اكاډمۍ كې زده كړې وكړي او كله چې تر څلورو كلونو وروسته د هغه ورور زده كړې پاى ته ورسېدې نو بايد د خپلو نقاشيو په پلورلو سره د بل ورور د زده كړو لپاره هم مالي زمينه برابره كړي.
د يكشنبې پر سهار دواړه يوې كليسا ته ولاړل، هلته يې په سكه پچه واچوله، البرشت دورر پچه وگټله او نورنبرگ ته ولاړ؛ البرت د جنوب خطرناكو كانونو ته ولاړ او څلور كاله يې پرله پسې كار وكړ څو د خپل ورور لگښت چې د هنرونو په اكاډمۍ كې يې زده كړې كولې، پوره كړي.
د وخت په تېرېدو سره د البرشت نقاشۍ تر استادانو يې لا ښې او غوره شوې، ده تر فراغته پورې ډېرې پيسې د خپلو حرفه يي نقاشيو له لارې وګټلې.
كله چې دا ځوان هنرمند بېرته كلي ته راغى، نو د البرشت كورنۍ د ده د برياليتوب او بېرته راتگ لپاره يوه مېلمستيا جوړه كړه؛ د ماښام له ډوډۍ وروسته البرشت ودرېد او يو گېلاس شربت يې خپل ورور ته چې كلونه يې د ده لپاره كار وكړ څو خپلو هيلو ته ورسېږي، ونيوه او وې ويل:
– البرته! زما گرانه وروره، اوس ستا وار دى چې نورنبرگ ته ولاړ شې او خپله هيله پوره كړې، دا ځل به زه له تا سره مالي مرسته كوم.
ټولو راغلو مېلمنو مخونه البرت ته واړول؛ البرت د مېلمستا د مېز په اخر كې ناست و، اوښكې يې له سترگو وڅڅېدې، سر يې ښكته واچوه او په ارامۍ يې وويل:
– نه!
له ځايه پاڅېده او ودرېد، اوښكې يې پاكې كړې، بيا يې وويل:
– نه وروره! زه نه شم كولاى نورنبرگ ته ولاړ شم، نور ناوخته شوى. وگوره! په كانونو كې څلور كاله كار كولو زما له لاسونو څه جوړ كړي، د گوتو هډوكي مې څو ځله مات شول، ښى لاس مې تل په درد وي، دومره درد چې ان يو گېلاس شربت په لاس كې نه شم نيولى، زه به قلم څنگه په لاس كې نيسم؟ نه وروره! زما لپاره نور ډېر ناوخته دى.
يوه ورځ البرشت دورر د خپل ورور د ټولو زحمتونو د منندويۍ لپاره چې ده ته يې گاللي وو؛ د هغه ډنگر لاسونه او وچې گوتې يې چې اسمان ته نيولې وې، نقاشي كړې.
ده خپله دا نقاشي يوازې (لاسونه) ونوموله خو كله چې خلكو دا نقاشي وليده نو د البرشت احساسات يې درك كړل او د ده دا شهكار يې (دعاكوونكي لاسونه) ونومولو.
له دې پېښې نه (٤٥٠) كاله تېرېږي، اوسمهال هم د البرشت دورر عالي نقاشۍ، قلمكارۍ او حكاكۍ د نړۍ په لويو موزيمونو كې نندارې ته اېښودل شوې دي.