په بلجيم کې د ترافیکي قوانینو له مخې په مبايل کې خبرې کول لويه يا درنه تېروتنه ګڼل کېږي. چې له امله يې له چلوونکي سم د لاسه لېسنس اخيستل کېږي.
په بلجيم کې د جون میاشتې له پيل د جولاى مياشتې تر پايه ترافیکي کنترول روان دى.
ددې کنترول په بهير کې د جولاى تر 15 مې پورې په ويست فلندر کې تقريباً پنځه سوه لېسنسونه له چلوونکو اخيستل شوي دي.
د داسې تېروتنې په وخت کې پولیس له چلوونکي سم د لاسه لېسنس اخلي او له 175 تر 500 ايرو جريمه هم ورکولاى شي.
ددې تېروتنې مجرم باید محکمې ته وغوښتل شي، محکمه د 15 ورځو لپاره د موټر نه چلولو او تر 500 ايرو جريمه ورکوي.
تاسې يا ستاسې کوم ملګرى تر دې کنترول لاندې راغلى؟
