• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

دغه قوانين د نوې مياشتې له پیل سره عملي کېږي (سپټمبر)

Home بلجيمدغه قوانين د نوې مياشتې له پیل سره عملي کېږي (سپټمبر)
دغه قوانين د نوې مياشتې له پیل سره عملي کېږي (سپټمبر)

دغه قوانين د نوې مياشتې له پیل سره عملي کېږي (سپټمبر)

د ښوونځیو په ځينو ټولګیو کې د تلیفون په کارولو بندیز په ولونیا او بروکسل کې تر دریم منځني ښوونځیو پورې او په فلندر کې په مشروط ډول عملي کېږي.
په بروکسل کې د عامه ترانسپورت د ټکېټونو بیې لوړېږي، د یوې ورځې ترانسپورت تکېټ به پنځوس سنټه قيمته شي. یو طرفه ټکېټ به لس ایرو سنټه قيمته شي.
هر هغه څوک چې خپل موټر پر وخت تخنیکي معاینه نه کړي په لومړي قدم کې ۹،۸۰ ایرو جریمه کېږي او دا جریمه تر ۳۵ ایرو پورې لوړېدای شي.
په ټولو اروپايي هوايي ډګرونو کې په لاسي بکس کې د مایعاتو په لېږد کې چې کومه نرمي راغلې وه هغه له منځه ځي او بېرته د مایعاتو په لیږد محدودیت عملي کېږي. وروسته له دې یو کس یوازې کولای شي سل میلي ليتره اوبلن مواد چې په پلاستیکي کڅوړه کې له CT scanner څخه به تېرېږي، کولای شي له ځان سره الوتکې ته یوسي.
هغه کسانو ته چې په کور کې یې د موټر چارچرولو ستېشن نصبولو ۴۵ فيصده مالیاتي تخفیف ورکول کېده، له دې وروسته دا تخفیف په بشپړ ډول له منځه ځي. حکومت دا کار په دې خاطر کاوه چې تر څو ډېر خلک برېښنايي موټرو کارولو ته وهڅوي.
د نوي قانون له مخې ښوونځیو ته اجازه ورکول کېږي چې هغه ماشومان چې نور ماشومان او یا ښوونکي ځوروي له نورو زده کوونکو بیل کړي، د سختې جزا ورکول لا هم په ټولو ښوونځیو کې منع دي.
هغه زده کوونکي چې د فلندر په ښوونځیو کې د BSO یا مسلکي منځني ښوونځي وايي دریم ټول‍ګي ته د تېر په څېر په اتومات ډول نشي تلای. ښوونکی یې باید دریم ټولګي ته د ت‍ موافقه ورکړي. دا ټولکۍ په ۱۵ کلنۍ کې ویل کېږي.
د منځنیو ښوونځیو زده کوونکو والدینو ته د ماشوم د پاملرنې پیسې اوس ټولو والدینو ته ورکول کېږي. وړاندې محدودو والدینو ته د ماشوم تر ۱۸ کلنۍ پورې ورکول کېدې.
د ځوانانو په شرط وهلو بنديز په ډېرو برخو کې له نورو محدودیتونو سره مخ شو، دا قانون ځوانان تر ۲۱ کلنۍ پورې په ډېرو لوبو کې له شرط وهلو یا قمار څخه را ګرځوي. اوس ځیني نورې لوبې هم منع شوي چې ځوانان یې تر ۲۱ کلنې پورې نشي کولای.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d