۱- د لوړې کالورۍ لرونکی غذایي رژیم
څېړنو ښودلې چې غوړ، خواږه او پېک شوي خواړه د وخت په تېرېدو سره د مغز د زړښت لامل کېږي. په ټاکلې اندازه خواږه د مغز لپاره ګټور دي، خو که زیات شي بیا د ګټې پر ځای تاوان رسوي، چې روغتیاپالان الزایمر ته د شکرې ناروغۍ درېیمه نمونه هم وایي.
۲- په ګڼه ګوڼه او ککړه هوا کې ژوند
ککړه هوا د ژر زړښت اصلي لامل بلل کېږي. څېړنو ښودلې چې ککړه هوا د وینې د مکروبي کېدو لامل کېږي او دغه چاره مغزي سکتې ته لاره هواروي. پر دې سربېره، ککړه هوا د وخت په تېرېدو سره د مغز حجم کموي او دغه څه د مغز د زړښت اصلي نښه بلل کېدای شي.
۳- سټرېس
له سټرېس څخه ډک ژوند پر مغز منفي اثر کوي. سټرېس مغزي سلولونه له وخت مخکې زړوي. پر دې سربېره هغه هورمونونه، چې د سټرېس په پایله کې ترشح کېږي مغز ته زیان رسوي.
۴- بې خوبي اوکم خوبي
کم خوبي او بې خوبي د وخت په تېرېدو سره د مغز حجم کموي او د الزایمر ناروغۍ ته لاره هواروي. خوب د مغزي سلولونو د جوړېدو لپاره تر ټولو ښه پړاو دی.
۵- ډېر ځای پر ځای کېناستل
لږ ګرځېدل او ډېر کېناستل د زړه د ناروغیو، شکرې، سرطان او ژر مړینې لامل کېږي. پر دې سر بېره ډېر ځای پر ځای کېناستل د مغز هغه برخې چې له حافظې سره تړلې وي منقبضې کوي او د مغز د فعالیت مخه ډب کوي.
You also might be interested in
لیکنه: حمیدالله حمیدي د ملا له اذان سره یې سم[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي له ډېرې پخوا زمانې راهیسې شات د[...]
چغندر، چې د افغانستان په عمده کرنیزو محصولاتو کې راځي،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی