ژباړه: حضرت عثمان نوري
هوښیار خلک د راتلونکی ژوند په اړه د پام وړ او اړین امکانات ځان ته چمتو کوي، البته هغه څوک چې وغواړي، بریالیتوب او مخته تګ وکړي؛ نو ددې لپاره لازمه ده چې په خپل ځان مسؤلیتونه ومني، ځکه مسؤلیت په نښه کول دا اسانه کار نه دی، نو له همدې امله دلته شپاړس (۱۶) ځانګړنې شته چې تاسې له کار کولو منع کوي.
لومړی: د هر چا په خوښه کار کول
ستاسو د خوښۍ او اطمینان احساس ممکن د نورو سره توپیر ولري، تاسو نور د خپلې خوښې مالک نه یاست. کله چې احساساتي (ذهني خلک) د هغه څه په اړه چې دوی یې کوي او تاسې ورسره سروکار لرئ، که د هغوېو په خوښه کار ونه کړئ؛ ممکن اجازه درنه کړي، ځکه دا ممکنه ده چې کله تاسې غبرګون ښکاره کوئ، له متقابل ځواب سره مخ کیږئ، او هغه ځواب ستاسو د څښتن (مالک) دی.
دوهم: بار بار بخښنه او بیا ځلې غلطي کول
هوښیار خلک ژر بخښنه کوي، مګر دا د دې معنا نه لري، چې دوی دې تېروتنه په بشپړ ډول هېره کړې وي. که تاسې تېروتنه وکړئ، باید ژر تر ژره یې جبران کړئ او په راتلونکې کې ترې لاس واخلئ. تاسې بخښنه غواړئ؛ ځکه دا کار تاسې ته اجازه درکوي چې مخته ولاړ شئ.
دریم: شخړه کول
که تاسې د کاري چاپیریال په داخل کې له جګړو او شخړو سره مخ کېدلئ، له حوصلې او پام کار واخلئ، ځکه هوښیار خلک له بې باورۍ ډاریږي، او له همدې امله د جنګ سره په حوصلې او آرامۍ مبارزه کوي؛ ځکه دوی پوهیږی که له سختۍ کار واخلي، ورته په زیان تمامیږي.
څلورم: داسې کارونو ته لومړیتوب ورکول چې تر نورو مهم نه وي
هوښیار خلک ښه والي (کیفیت او کمیت) ته لومړیتوب ورکوي، ځکه له دوی سره د بریاوو فکر وي. که په کارځای کې مو بېلابېل اړین کارونه تر سترګو کېدل، لومړی ترې اړین کارونه رامخته کړئ، ځکه دا کار ستاسې مخه هواروي او تاسې د ناکامۍ له احساس څخه ژغوري.
پنځم: تېرې ناکامۍ په یاد راوړل
زیات خلک په خپل ځان باور نه لري، او د خپل راتلونکي کار (پلان) په اړه سوچ او فکر کوي؛ کیدای شي دوی په تېرو پلانونو کې پاتې راغلي وي. که تاسې هم تېرې تېروتنې په یاد راوړئ؛ په یاد ولرئ چې دا ستاسې مخه دب کوي. تاسې په دې باوري اوسئ، چې په راتلونکې کې به ښه پایله ترلاسه کوئ.
شپږم: د ستونزو پر وړاندې مقاومت نه کول
تاسو چې هر چېرته بوخت یاست، په خپل کار ډېر تمرکز وکړئ؛ خپل احساسات کنټرول کړئ. همداراز کله چې له ستونزو سره مخامخ کېدلئ، وار دمخه یې حل کړئ. که ستاسې کاري وخت بې ځایه ضایع کېدلو؛ نو مخنیوی یې وکړئ او خپل کار په تقسیم اوقات منظم کړئ.
اووم: په دنده داسې خلک ګمارل چې منفي فکر لري
که تاسې په کارځای کې داسې اشخاص په دندو وګمارئ، چې دوی منفي فکر او احساساتي چلند ولري، نو د دوېو دا عمل ستاسې د کار مخه ډب کولی شي، ځکه هغه کار چې په ډېر فشار او فکر باندې کیږي، د هغه کار سره چې په خپله خوښه وشي، ډېر توپیر لري. د کار ځای اړوند ټول غړي ممکن تاسې ته په شکایت راشي چې له ادارې(شرکت) غړو سره یې چلند ښه نه دی، تاسې باید د شکایت کوونکو شکایت په ښه غور سره واورئ او ځوابوونکې پرېکړه پرې وکړئ.
اتم: بغض او کینه ساتل
په کارځای کې له منفي احساساتو او له ګړندي چلند څخه استفاده مه کوئ، ځکه د ادارې غړي ستاسې د تېزو خبرو په جریان کې غبرګون ښيي او دا ستاسو په زیان تمامیږي. تاسې باید له ملګرو سره په ښکاره او پټ ډول بغض (کینه) ونه ساتئ.
نهم: دا کار کولی شم او دا کار نه شم کولی
د دې لپاره چې تاسو نه ووایاست ډیر ستونزمن کار دی؛ آن ډیر احتمال لري چې تاسو فشار او حتی له خفګان سره مخ شئ. ويل کيږي چې (نه) د واقعي خلکو لپاره لويه ننګونه ده. هیڅ یو پیاوړی کلمه نه ده او ډېری اشخاص غواړي چې باید ورسره مخامخ نه شي.
لسم: پېسې (بودیجه) په غېر ضروري لګښتونو مصرفول
د مالي چارو وړتیا وړتیا او د غیر ضروري لګښتونو څخه مخنیوی کول ستاسو په سم مدیریت دلالت کوي. په واقعیت کې دا د حیرانتیا خبره ده چې د بودیجې بې ځایه لګښت وکړئ او ارزونه یې دې ونه شي. تاسې باید د پېسو اندازه (مقدار) وساتئ او د ضرورت په اساس ترې ګټه واخلئ.
یوولسم: په نورو کارکوونکو تکیه کول
که تاسې په کوم چا تکیه کول غواړئ؛ دا کار یواځې ستاسو د بې ځواکۍ په تمرکز دلالت کوي، ځکه هوښیار خلک خپله زحمت وباسي خو نورو ته تکلیف نه ورکوي. یعنې تاسې د نورو د اوږو پيټي مه جوړیږئ.
دولسم: مسؤلیت نه منل
ځيرک خلک که څه هم تېروتنې نه کوي او که ويې کړي، تر نورو یې ژر جبرانولی شي. که تاسې په کارځای کې مسؤلیت ونه منئ؛ کار مو له ځنډ سره مخ کیږي؛ ځکه ممکن تاسې صلاحیت ونه لرئ، خو مسؤلیت ولرئ. دا یو څرګند حقیقت دی چې مسؤلیت نه منل غېر قانوني کار دی. که تاسې په دې برخه کې ځيرک واوسئ؛ بیا تاسې د یو منظم ژوند شپې او ورځې تېروئ.
دریارلسم: ډېرې هیلې درلودل
کله چې تاسو خپل کارځای کې د بېلابېلو شیانو هیله او تمه درلوده، ورو ورو دا ستاسو په بوخیتاوو منفي اغېزه کولی شي. تاسې باید سمارټ (هوښیار) اوسئ. که تاسې د کومو شېانو تمه ودرلوده، چارې مو ټکنۍ کیږی.
څوارلسم: په هر څه سترګې پټول
ستاسې بریالیتوب ستاسې په ریښتونولۍ کې نغښتی دی. یعنې که تاسې د کاري بوختیاوو سربېره خپل کار ته سم پام ونه کړئ، ددې امکان شته چې نور (د کار ځای غړي) تاسې ته ستاسو کارونه در په نښه کړي. باید هر څه ته ښه متوجه او خپل کارته پوره پاملرنه وکړئ.
پینځلسم: د نورو له تېروتنو درس نه اخیستل
دا ښکاره خبره ده چې تاسو تل د کنترول لاندې هر څه نه شئ ترسره کولی، ځکه انسان له لارښوونو پرته مخته نه شي تللی. سرغړوونکي خلک تل د بخښنې په لټه کې وي، خو له خپلو تېروتنو درس نه اخلي.
نه یواځې دا ډول چلند د دوی د ښه راتلونکي او بریالیتوب مخه نیسي؛ بلکې دا ډول خلک د نورو د پامه هم بدي راتلی شي.
شپاړسم: راتلونکي ته هیله مندي نه لرل
عمل د الفاظو په پرتله تر ټولو ښه پلان دی. تاسې په پراخه کچه منفیات او ناوړه احساس مه کاروئ؛ بلکې خپل شان او شوکت (دبدبې) ته په ښه نظر وګورئ. که تاسې راتلونکي ته هیله مندي ونه لرئ، خپل ځان مو په خپله د بې باورۍ کندې ته ګوزار کړی. باور او اعتماد د سوکاله راتلونکي لپاره خورا مهم دی.