ژباړه: سیف خوستی
که هیله لرئ چې ماشوم په راتلونکې کې هوښیار وي، او د(آی کیو) اندازه یې مالومه کړئ؛ کولای شئ له ځینو لارو دا کار ترسره کړئ.
دکتر مریم پور شمس چې دارواپوهنې ډاکټره ده؛ وایي: کولای شو چې (هوښیارتیا) داسي تعریف کړو:(( هوښیارتیا، داستدلال او قضاوت کولو قوه ده))یاني دهوش یو څښتن کس هغه چاته ویلای شو چې وکړای شي له خپل چاپیریال سره ځان برابر کړي. طبیعي هوش له ۹۰ تر ۱۱۰ لسو بلل کیږی خو تر دې پورته بیا دډیر هوش څښتن بلل کیږي.
دهوښیارتیا بیلابیلې خواوې باید وپیژنو.
هوش په بیلابیلو ډولونو لکه: په ریاضي کې، منطق کې، موسیقی کې او نورو.. بیلابیلو برخو ویشل کیږي او په یوه ځانګړې برخه پورې ندی تړل شوی. یانې داسي نده چې که یو څوک په ریاضی کې تکړه دی نو په نورو برخو کې به هم هوښیار وي. که غواړو چې په وړکتوب کې د یوه ماشوم هوښیارتیا مالومه کړو، نو د هوش لپاره ځیني ټاکل شوي عوامل باید وپلټوو. داسي نده چې دهوښیارتیا ټول عوامل دې ولري. که ماشوم دهوښیارتیا دیو یا څو عواملو څښتن وي، دا نوپدې مانا نده چې هغه ډیر هوښیاروبولو.
دیوه هوښیار ماشوم ځانګړنې:
یو هوښیارماشوم تر نورو ژر په پښو کیږي، ژر خبرې زده کوي، که غواړي څه ووايي نورو ته خپل مطلب ښه رسولای شي. دا ډول ماشومان د خپلو نورو همځولو په پرتله جملې پوره ویلی شي.همدارنګه د هوښیارو ماشومانو دتخیل قوه ډیره وي او ډیري پوښتنې کوي. هغه ماشومان چې دري کلنی ته رسیږي دخپل چاپیریال په اړه حساس وي، مالومات ژر ټولوي او په یاد کې یې کیني. دا نښانې په هوښیارو او ډیرو هوښیارو ماشومانو کې دښوونځي تر عمر مخکې راڅرګندیږي.
دښونځي په عمر کې دهوښیارتیا نښې:
ځیني ماشومان هغه مهال چې ښونځي ته دتلو شي، دځینو نښو څښتن وي چې کولای شو هوښیارتیا یې وپیژنو. دبیلګې په توګه دوي دنورو ټولګیوالو په پرتله ښه ځلیږي. دښه یاد څښتن وي، چې کولای شي ښوونځي ته ترتلو مخکې او دښوونځي دعمر پر وخت مو پام ورواوړي. دوي په اسانی سره دیوې موضوع د اجزاوو(برخو) ترمینځ اړیکه ژر موندلای شي.
یو معمولي کس دځوانۍ پروخت دکنایو او متلونو په مانا پوهیږي، خو هوښیار ماشوم په کم عمر کې دمتلونو او کنایو مانا درک کولای شي. دهوښیارو ماشومانو یوه بله ځانګړنه دلوبو پر وخت څرګندیږي. دبیلګې په توګه: کوم وخت چې دی له نورو همځولو سره لوبې کوي، دا يې خوښیږي چې نورو ته امر او لارښوونه وکړي.
دهوښیارتیا ټسټ(( وکسلر)):
که میندو او پلرونو دا پاس ښودل شوي نښې، په خپلو اولادونو کې وموندلي، کولای شي یوه ارواپوه ته ورشي او دهوښیارتیا ځيني تسټونه ترسره کړي. دبیلګې په توګه ((ویکسلر)) یا دهوښیارتیا یو هغه ټسټ دی چې پرماشومانو ترسره کیږي. پدي ټسټ کې د یوه ماشوم د هوښیارتیا بیلابیلې خواووې سنجول کيږي، او تر ډیره يې د پیژندلو پر جلا جلا خواوو تمرکز کیږي. البته نشو کولای چې د هوښیارتیا ټولې خواووې دهمدي ټسټ له لارې ومومو. مثلا: حرکت، د هوښیارتیا یوه خوا ده. دا ماشومان ددي ډول هوښیارتیا په لرلو سره کولای شي په فوټبال کې ډیري بریاوي خپلې کړي، چې نشو کولای په ټسټ کولو سره یې وپیژنو.
دجنین پر وخت دهوش زیاتوالی علمي ندی:
ډیر خلک باور لري چې د بلاربښت پر مهال د ځینو کارونو په ترسره کولو سره کیدای شي، دماشوم هوښیارتیا زیاته کړي خو تر اوسه ددي کار لپاره کوم علمي دلیل ندی موندل شوی. البته کولای شو چې له ماشوم سره په ډیرو خبرو کولو هغه ژر خبرې زده کړي.
هغه ماشومان چې قرآن کریم او یا هم شعرونه لولي او یادوي يي، د لغتونو زیرمه يي زیاتیږي او ښي خبري کولای شي. دا کار له علمي پلوه هم منل شویدی او د اولادونو په روزنه کې اغیزمن تمامیږي.
له نورو نه دهوښیارو ماشومانو بیلتون اخلاقي ندی:
زما په نظر له نورو ماشومانو نه د هوښیارو او ځیرکو ماشومانو بیلول، هم له علمي پلوه او هم له اخلاقي پلوه ښه کار ندی. دا هم دهوښیارو ماشومانو او هم د ناهوښیارو لپاره ښه نده. زه ددي پلوي یم چې دا ډول ماشومان دې په عادي ښوونځیو کې له خپلو همځلو سره یو ځای درس ووایي. هوښیار ماشوم باید دا زده کړي چې له نورو سره دده توپیر کومه برترې نده، بلکه دا یو ځانګړی نعمت دی.
روزنه زښته ډیره اړینه ده:
که مور او پلار د خپل اولاد ټولې خواووې وپيژني، او سم یې رهنمایې کړي، لوړو پوړیو ته به ورسیږي. میندې او پلرونه د ښه چاپیریال په جوړولو سره کولای شي چې د ماشومانو هوښیارتیا سمه رهبرې کړي. که د ماشوم لپاره دودې چاپیریال سم نه وي، وبه نکړای شي چې له هوښیارتیا یې ښې پایلې تر لاسه کړي. نه یواځې د هوښیارو ماشومانو لپاره بلکه دهغو ماشومانو لپاره هم چې له ذهني پلوه تکړه ندي، باید ښه چاپیریال جوړ کړل شي. ددې کار په کولو سره د هغوي هوښیارتیا ډیریږي ځکه هوښیارتیا هم ارثې ده اوهم محیطې.له زیږیدلو سره سم باید له هغوي سره د اړیکو مناسب چاپیریال جوړ کړل شي.له هغوي سره مینه، زړه سوی، او خبرې خپله ښې اغیزې لري.
ځیني میندې او پلرونه فکر کوي چې خپل اولادونه ځانګړو ښوونځیو او د زده کړو مرکزونو ته ولیږي ترڅو هوښیار واوسي، خو داسی نده. مور او پلار کولای شي د هغوي دروزنې لپاره مناسب چاپیریال رامنیځته کړي او وړتیاوي یې رابرسیره کړي.
که ماشوم له یوې ځانګړې موضوع سره مینه ښيې، مور او پلار د يې له هغه سره تړلي کتابونه ورکړي تر څو يې ذهنې اړتیا پوره شي.
[review]