لیکنه: مقتصد ستړی
ماشومان له یوه نه یوه شي څخه وېره لري، که هغه په حیواناتو کښې وي یا کوچنۍ خوځندې، د شپې په تیاره کښې یا ځیني وخت ماشومانو په خوبونو کښې هم وېره او ډار احساسوي.
د ماشومانو ډار د هغوئ په چاپیریال پورې اړه لري، والدین دې خپل ماشومان وپوهوي، ډاډ دې ورکړي تر څو ماشوم له خپل چاپیریال څخه په ډاډه زړه خوند واخلي.
د خوب کولو مخکې دي والدین ماشومانو ته خوندورې او په زړه پورې کیسې ور واروري، تر څو دماشومان په ذهن کښې تر خوب دمخه خوندور او ارام چاپیریال خوندې شي، فکر یي له ویرې او ډار څخه د خوښۍ لور ته واوړي له دې سره نه دا چې ماشوم به ارام خوب وکړي بلکې ارام او پوره خوب د ماشوم د صحت لپاره هم ډېر ګټور دی.
اکثر وخت مور او پلار، یا په ښوونځي کښې استادان ماشوم ته د سزا ورکولو په وخت د ډار کیسې او خبرې کوي دا کړنې دماشوم په ذهن منفي اغېز کوي، ماشوم نا خوندي احساسوي.
د ماشومانو سره د چاپیریال پیژندنې په وخت کښې مرسته وکړئ، بلکې دا دلویانو مسولیت دی چې له ماشومانو سره د هغوئ په کړو وړو کښې مرسته وکړي له خطر څخه یي وژغوري تر څو ماشوم په ډاډه زړه له خپل چاپیریال سره پوه او بلد شي.
د ماشوم سره مینه کول د ماشوم مینه راپاروي، ددې پرځای چې له یو څه یي وویروئ په مناسب ډول یي وپوهوئ ماشوم پخپله تر لویانو هوښیار دی ډېر ژر کولای شي ښه او بد درک کړي.
وېره او ډار یي د شاته پاتې کیدلو سبب ګرځي، د نورو همزلو د مسخرو او ټوکو سره مخامخ کیدلی شي، ذهن کمزوری او پر ځان یي باور کمېږي.
اکثر والدین ماشومان له کوره دباندې لوبو کولو ته نه پرېږدي؛ دا کړنې د ماشوم لپاره بې ځایه پريکړه ده، ماشوم پرېږدئ چې ازادانه وګرځي، له طبیعت څخه خوند واخلي، ژوند وکړي او ارمتیا حس کړي .
#ماشومان