ژباړه: سیف خوستی ـ
دماشومانو ژبه خپلې پیچلتیاوې لري. په ځانګړې توګه هغه وخت چې دوي نوي خبرې زده کوي. دا مهال باید تاسودهغوي هغه ژبه درک کړئ چې ددوي احساسات بیانوي. لکه: غصه، خوشالې، غوښتنې، او نور…
نړۍ ته نوی راغلی ماشوم:
آیا ستاسو باور کیږي؟ دا پیښه ممکن دماشوم له زیږیدو څو ورځې وروسته وشي. ستاسو ماشوم دزیږون په څو لومړنیو ورځو کې ستاسو د غږونو په وړاندي غبرګون ښیي. هغه دخپلو احساساتو دښکاره کولو لپاره غږکوي او ستاسو دځواب په تمه دی. دا ټول ډیر ساده بریښي. کله چې ماشوم ژاړي، هغه وږی دی او له میندو نه خوراک غواړي. هغه ورو ورو دا زده کوي چې د غږونو نه په استفادې سره خپل چاپیریال خبر کړي. ښایې تاسو ته به ددې باور سخت وي چې ستاسو ماشوم له زیږیدلوسره سم دا هڅه کوي تر څو ورسره په اړیکه کې شئ. په ځانګړې توګه له مور او پلار سره چې دی ورته اړتیا لري.
کله چې ماشوم د دوو میاشتو کیږي:
ماشوم په دوه میاشتنی کې ځیني ځانګړي غږونه زده کوي. هغه دې خوشالی پر وخت (غاړه) کوي او دا ددې نښه ده چې هغه خوښ دی. کله چې مور او پلار په همدي وخت کې له هغه سره خبرې کوي، ماشوم زده کوي چې له نورو سره څنګه خبرې وکړي او ورسره اړیکه جوړه کړي. د خبرو پر مهال باید د ماشوم سترګو ته وکتل شي. پدي کار سره تاسو هغوي ته ورزده کوئ چې دخبرو او سترګو اړیکه څنګه زده کړي. په درې میاشتنی کې باید له ماشوم سره دخبرو کولو ډول، په آرامی او هوښیاری سره تغییر شي.
دبیلګې په توګه کله چې مور په ماشومانه ژبه له هغه نه پوښتې چې: نن څنګه يې؟ نه باید سمدستي ورنه بله پوښتنه وکړي، لږ صبر وکړئ چې ماشوم مو ځوابي غبرګون وښیي. ممکن دده ځواب خندا او یا هم موسکا وي. دی پدې سره زده کوي چې دمور پوښتنې ته ځواب ورکړي.
مهمه دا نده چې هغه دې ستاسو دټولو خبرو په مانا وپوهیږي، بلکه مهمه داده چې هغه ستاسو دخبرو په وړاندي غبرګون وښیي او دا داړیکو په ورزده کولو کې د هغه لپاره ښه ګام دی.
کله چې هغه د درو میاشتو کیږي:
دا مهال دماشوم دسترګو دتمرکز قوت زیاتیږي. هغه څه چې ده ته جالب وبریښي، سترګې پکې ګنډي. په ځانګړي توګه دلوبو په شیانو او یا هم نورو کې چې رنګونه يې تیز وي. دا وخت میندې او پلرونه کولای شي چې هغوي ته دلوبو شیان ورنږدي کړي او دهغه په باره کې وسره خبرې وکړي. مثلا یوه نانځکه؛ چې دهغوي سترګو ته يې ونیسي او ټکان وکړي او ورته ووايې: دا نانځکه وګوره!
دا کار له ماشومانو سره مرسته کوي ترڅو له (کولو) سره د(ویلو) اړیکه زده کړي. دا داړیکو دټینګولو لپاره لومړنی اصل دی. هیر مو نشي چې له ماشوم سره مخامخ خبري کول تر ټول ډیر اړین دي. څیړونکي باوري دي؛ د هر هغه څه په باره کې چې ستاسو دماشومانو پام وراړوي، ورسره پرې مخامخ خبري وکړئ.
که چیري تاسو دماشوم تر شپږ میاشتنی پوري دغو خبرو ته ډیر پام وکړئ؛ دی به د اړیکو جوړولو په برخه کې ډیر څه زده کړي. باور مو وشه چې دا دماشوم ترخوراک، کالیو بدلولو، پاک ساتلو، لمبولو، او دناروغی تر علاج کولو کمې خبري ندي.
څو مهم ټکي:
ځیني لارې چارې شته چې که میندي او پلرونه ورته پام وکړي، نوي زیږیدلي ماشومان به لا ښې او ژر خبري زده کړي. ددغو لارو چارو اصل له ماشوم سره مخامخ خبري کول دي ترڅو داړیکو جوړول او له نورو سره دخبرو کول زده کړي.
۱ـ داړیکو جوړولو لپاره مو له ماشوم سره خبري کول دیوه اصل په توګه ومنئ. مثلا کوم وخت چې هغه لمبوئ، ډوډۍ ورکوئ، یا ورسره لوبې کوئ. پدې وختونو کې له هغه سره خبري هم وکړئ.
۲ ـ کله چې هغه کوم غږ کوي یا خپل لاس او پښه خوځوي، په خبرو او خندا سره ځواب ورکړئ. هغه درسره داړیکې لپاره خپله برخه کار کړیدی او اوس ستاسو وار دی.
۳ ـ له ماشومانو نه پوښتنې وکړئ، هماغه ډول لکه څنګه چې له یوه لوی کس نه پوښته کوئ. سره له دې چې هغه تاسو ته معقول ځواب نشي درکولای خو که یې درته وخندل نو؛ دا یې دځواب درکولو لپاره یوه هڅه ده او دستاینې وړ دی.
۴ ـ کولای شئ، هغه ته کتاب ولولئ او یا هم په کتاب کې انځورونه وروښیئ او دهغه په باب ورسره خبري وکړئ. له هغه نه تر دې ډیره تمه مه کوئ چې درته لاس او یا پښه وخوځوي. دا هم ډیره اړینه ده چې ماشوم مو لوستل او غوږ نیول زده کړي، چې دا پخپله داړیکوجوړولو په برخه کې مهم اصل دی. پدې برخه کې هم خپله هڅه وکړئ.