ژباړه: ساحل منګل
ټول خلک دافکر کوي ،چې که ډيرې پیسې ولري ،نو ټولې وسوسې او اسټرس به ېې له منځه لاړ شي او نيکمرغي ته به ورسيږي .په ځينې وختونو کې بيا د ډيرو پيسو لاس ته راوړل ذهني ستونزې رامنځ ته کوي .دمثال په ډول :که بې کاره ياست او يا مو درته حقوق نه وي رسيدلي ،احتمالا تر هغه وخته پورې په هغې آمد ته ،چې په هغه حساب وکړې نه ېې رسيدلی ستاسو اسټرس له منځه نه ځي .مګر دډيرو خلکو لپاره دپيسو لرل ددې لامل کيږي ،چې نه دخپل ژوند سليقې ته بدلون ورکړي ،نه ېې اسټرس کم شي او نه پکې هم خوشاله وي .نو په ياد ولرئ ،چې هيڅوک هم دمالي اسټرس څخه خوندي ندي حتی لوی لوی سرمايه داره خلک.
لاندې لس لارې چارې دي ،چې تاسو سره داسټرس يا ذهني فشار په ټيټولو او يا له منځه وړلو کې مرسته کولای شي.
۱ ژبې ته مو بدلون ورکړئ .
شايد دغه خبره تاسو ته يو کليشه او ساده په نظر درشي ،خو له خپلې ژبې او خبرو څخه مثبته ګټه اخيستنه کولای شي تاسو سره په مالي مسايلو کې مرسته وکړي .دمثال په ډول : هيڅ کله دا مه واياست ،چې (نه شم کولای زياتې پيسې ذخيره کړم،يا مې مصارف را کم کړم) ددې پرځای وواياست زه خپلې پيسې ذخيره کولای شم او خپل مصارف هم کمولی شم.په ژبه کې مو دغه بدلون ستاسې دمالي بحران په کمېدوکې لومړنی ګام دی .
۲ خپل فکري چارچوب ته مو بدلون ورکړئ.
ستاسې کړه وړه نسبت ستاسو لګښت او دهغې په اړه خبرې کول کولای شي ستاسې احساس ته بدلون ورکړي .په مقابل کې هغه حس ،چې دپيسو په اړه ېې لری ،په ډير شدت سره تاسو په مدريت او کنټرول باندې ډير اثر غورځوي .په ياد ولرئ ،چې عمل کول همېشه دفکر او عقېدې څخه بهتر دی .
۳ خپل ځواک مو وپيژنئ .
په کلي ډول کله ،چې خلک تصور وکړي ،چې د دوی موقيعت له کنټروله وتلی دی داخبره ډير زيات اسټرس رامنځ ته کوي .نو همدا علت دی ،چې زيات خلک په الوتکه کې د نا ارامۍ احساس کوي .دخپلو پيسو په اړه،همېشه دبدلون قدرت لری، له دې لارې بايد دا تشخيص کړئ ،چې بيلابېل انتخابه په مخ کې لرۍ او کولای شی ،چې مالي ستونزې مو راکمې کړی .
۴ پر مثبتو خواو تمرکز وکړئ.
ددې پر ځای ،چې دخپلو لګښتونو په اړه فکر وکړی په دې فکر وکړئ ،چې کوم څه دي چې تاسو ېې لری او يا درته راځي .وګورئ ،چې کوم ښه اړخونه لری،له خپلو ستونزو سره ارامۍ برخورد وکړئ او تصميم ونيسئ ،چې دخپلو ستونزو څخه دبلې ورځې لپاره صرف درس او تجربه واخلی.
۵ په حال کې ژوند وکړئ .
ډير وختونه مالي اسټرس دهغه فکر په کولو رامنځ ته کيږي ،چې ممکن په راتلونکې کې رامنځ ته شي .مونږ په تير پورې اړوند نه يو،نه ورسره کومه اړيکه لرو او نه راته څه راکولای شي .ډير خلک دتير ژوند دناوخوالو پيټی اوس هم پر سر وړي ،چې انسان ته هيڅ هم په لاس نه ورکوي .نن ژوند وکړئ سباته پلان جوړ کړئ.
۶ دماتې فکر مو له ځانه لرې کړئ.
هيڅ وخت ددې تصور ونکړئ ،چې يوه مالي ستونزه ستاسې دشخصي کمزوی له امله رامنځ ته شوې.ستاسو موقيعت که هر څه وي ،خپل ځان ته دا ورپه ياده کړئ ،چې په نړۍ کې ملينونه کسان دي ،چې دمالي بحران سره مخامخ شوي ، نه يوازې زه .
۷ورځنۍ چارې مو تنظيمې کړئ.
ددې لپاره ،چې په سالمه طريقه له خپل ذهن څخه اسټرس لرې کړی ،يو جدي تصميم ونيسی.له خپلو ماشومانو سره لوبې،منډه وهل ،لامبو، يوه لوبه کول او يا تعقيبول ،موسيقي او يا نور سالم مصروفيت ،چې ددې ټولو ترسره کول ستاسو دذهني فشار په له منځه وړلو کې ډيره مرسته کولای شي.
۸مالي مرسته وغواړئ .
له يوه ښه دوست یا دکورنۍ له کوم غړي سره خبرې او يا کوم مالي متخصص کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي ،لګښتونه او دحل لارې په خپله بر رسي کړئ.له دې کسانو سره خبرې کول تاسې ته ذهني سکون او روحي ډاډ در کوي او تاسو پر ځان باندې باور زياتيږي .
۹ خپل پورونه مو کم کړئ.
که پورونه مو داسترس درامنځ ته کېدو لامل شوي وي ،نو دخپلو تلونکو او راتلونکو پيسو لپاره يوه برنامه جوړه کړئ تر څو وکولای شی په سم ډول له پورونه څخه خلاص شی.کوښښ وکړئ ،چې په سلو کې څلوېښت پيسې ذخيره کړی.
۱۰ خريد وکړئ.
دخپلو پيسو ديوې برخې څخه داسې څه واخلئ ،چې که څه هم ورته په راتلونکې کي زياته اړتيا نلری خو بيرته پلور ېې درته ګټور تماميږي .په دې کار سره ستاسو ذهن اراميږي او دا ډاډ تر لاسه کولای شی ،چې دمالي بحران په وخت کې په يو څه تکيه کولای شی.
You also might be interested in
ژباړه: عطا محمد میاخېل کله وخت داسې احساس کووم،[...]
لیکنه: نسرین محمدي ژباړه: حمیدالله حميدي په تېر کې د[...]
څرګنده ده چې د وخت په تېرېدو تعريفونه، حالتونه او[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی