لیکنه: اسدالله الفت
دریمه برخه
د مانو د قانون په تاريخ او ځاي (محل ) کي اختلاف وجود لري . ځني يي په ۱۲۸۰قبل الميلاد پوري او ځني يي دغه پيړي ته نژدي وړاندوينه کوي،ځني په دي باندي استدلال کوي چې په نوموړي قانون کې په مذهبي موضوعاتوباندي حکم سوي دي ،اوتوحيدي عقايد د هنديانو د د تشبث څخه مخکي رواج درلود ، د نوموړي قانون د جوړيدو وخت يي د ميلاد څخه ۱۳پيړي مخکي تخمين کړيدې .د توحيدي عقايدو په اړه د ويدا په کتاب کي چي وحي يي برهمنا ته منسوب دي مطرح سوي دي ، نوموړي کتاب په ۱۴پيړي کي تدوين سويدي ،د توحيدي وعدوڅخه وروسته چې په دروخدايانو باندي يي عقيده درلوده چي د برهما ، ويشنو او سيوا ،څخه عبارت دي ،کيش برهمايي تازه په دي مرحله کي شامل سو ، دميلاد څخه پنځه پيړي مخکي د بوداپه واسطه په دي قانون کي اساسي تحولات رامنځته سوه ، بودا د مساوات درامنځته کيدو د طبقاتو ،کاهنانود نفوذ د له منځه وړلو په ظاهري ډول د حقيقتونو ترکول ، دشهواتوڅخه پرهيزکول، د بشر اصلي سعادت ته لاس رسي وو ،د بودا دعوت د هنديانو د هرکلي (استقبال) سره مخامخ سواو په نتيجه کي د بودا په نامه په هندکي رواج سو د مانوقانون خاص د برهما پيروانو(هنديانو)لپاره جوړسو دوخت په تيريدوسره د ټولو هنديانو د ګټي اخستني لپاره اجرا کړ.په حقيقت کي ددغه قانون وحي د هنديانو د خداي برهما لخوا څخه اول پادشاه ته چې داوو(۷) پادشاهانو د ډلي څخه وو د مانو په نامه ياديده ،مانود خپلو مقرراتو مجموعه د هند لويو کاهنانو ته رسولي د،اونسل په نسل دهغوي په مغزوکي حفظ سوي وه هغه وو چې په سانسکريت کي تدوين سو .دغه مجموعي ۲۶۸۵ بيتونه درلودل او په اروپايي ژبه هم ژباړل سوي دي .د مانوقانون يوازي حقوقي جنبه نه لري مونږ کولاي سو چې ووايو په دغه قانون کې پرحقوقي برخوباندي ديني او اخلاقي احکام غالب دي .ددي قانون ډير ارشادات و انسان ته متوجي دي ، د زانګوڅخه ترلحده پوري ورته لارښونه کوي .په دغه مجموعه کي د دين دنيا ،لمانځه ، روژي ،قرباني کولو،اخلاقي ضوابطو، تجارت ،ترڅنګ يي جنګي زده کړي هم مطرح کړي دي .دغه زده کړه ددي سبب سوه چي ددي نقض کوونکوته هم ديني او اخروي سزا ورکول کيږي .د اخروي عذاب او قرباني څخه تيښته د کفاري په توګه ګناه ده ،که څوک مشروبات وڅښي غاښونه يي توريږي ،اوکه څوک د هندي برهماي دقتل مرتکب سي د سيل(تبرکلوز) په ناروغي اخته کيږي ، ګناهګار د رياضت او کفاري په ادا کولو باندي کولاي سي خپل نفس د دغه شر د مجازاتو څخه خلاص کړي .مانو په خپل قانون کې د خپلو مخطبانو ترمنځ مساوات نه دې کړي او د هند خلګ يي په څلورو برخوباندي ويشلي دي ،کاهنان ، سپاهيان ، بزګران، د بازاريانو او بزګرانو تقيسم کړي دي د مانو په قانون کې داسي اشخاص هم تعريف سوي دي چي د هغوي سره د هري طبقي اړيکه (رابطه) حرامه ده په دغه مجموعه کي ډير امتيازات د اولي طبقي خلګو(کاهنانو) ته ورکول سوي وو سپاهيان د کاهنانو د لويو حقوقو څخه برخمن دي ،بزګران ، بازاريان ، او کارګران په کلي ډول د کاهنانو د خاصو حقوقو څخه برخمن دي .ځني نورتبعيضونه هم په دي قانون کي وجود لري ،د هغوي څخه د ښځو زياتوالي دې ،کاهنان کولاي سي چې ښځي وکړي ،سپاهيان تر ۳
(دريو) پوري ښځي کولاي سي ، بزګران او بازاريان تر دوو۲ پوري ښځي کولاي سي ، د دغه حدودو څخه تجاوز کول دنيوي او اخروي تاوان لري .
د بوخوريس قانون
د شامپليون لرغون پيژندونکو د پلټنو په نتيجه کي د مصر د مختليفو پرمختګونو څخه پرده پورته کړه، لکه د حقوقو او قانون څخه يي چې برداشت کړي دې .د مصر د قوانينو تدوين چي فرعونيانو ته منسوب کيږي د ميلاد څخه مخکي دور ته ۱۲۰۰ق م يا۱۳۰۰ق م ته رسيږي ، ځني معاصر ليکوالان هغه قوانين چي پر روحاني او مدني مقرراتو سر بيره انساني جنبه لري ټينګارکوي .د دغه قوانينو روحاني جنبه او روحاني صفت د ممفس کاهنانو جوړ او وړاندي کړي وو ، په دغه قوانينو کې يي خپل خداي ايزيس په ګوته کړي دې، ددغه قانوني الواحو د جملي څخه د مينا لوحه دسنوسرت د لومړي وزير منتوحسب لخوا ۳۲۰۰ق م کي ليکل سوي ده .د اوبو او بريښنا وزير لخوا د تحوتمس قانون چې د تعليم په اړه وو په ۱۹۷۰ق م کي جوړ سو،د حور محب قانون په ۱۳۳۰ق م کي جوړسو دغه ټولوقوانينو مذهبي او طبعي بڼه درلوده ،څرتګه چې بوخوريس دفرعونيانو د ډلي څخه وو د۷۱۲ ق م څخه تر ۷۱۸ق م پوري د مصرپر ځمکه باندي حکومت کاوه د قوانينو مجموعه يي په مدني او اجتماعي ډول منځته راوړي وه،د بوخوريس د قوانينو اخرني مرحله په پخواني مصر کې حقوقي تغيرات منځته راوړه بوخوريس د خپل عصر رواجي احکام او قواعد د نوو اصلاحاتو لپاره جمع کړه ،بوخوريس په دي اصلاحاتوکې د بين النهرين او د حمورابي قانون څخه الهام اخستي دې ،د مثال په توګه حمورابي په خپل قانون کي د اجتماعي اړيکو(روابطو) په ساتنه باندي ټينګارکوي.يوناني تاريخپوهانو د بوخوريس قانون د ځمکي په سرباندي مهم قانون ګڼلي دي ، د دغه قوانينووروستيو اصلاحاتود بطليموس تروخته واکمني درلود،په دغه تاريخي بدلون کې يونانيانو د خپل ځان لپاره د دغه قانون تعهدات د خپل ځان لپاره غوره کړه.د مصر د فتح څخه وروسته هم د روميانو په واسطه د کرکلا ترامپراطوري پوري د دغه قانون څخه استفاده کيده ،کله چي په ۲۱۲م کي روميان مصرته راغله د تابعيت ورکولو څخه وروسته نوموړي قانون منع اعلان سو.پر مذهبي کموالي سربيره دغه قانون ځني خاص نورڅه هم درلوده.ددغه قانون مهم مواد د کورني شخصي حقوق وه ،د نر او ښځي مساوات وو ، په نکاح کي د نر او ښځي د ارادي ازادي وه ، د ښځي لخوا د ميړه څخه د طلاق اخستل او د نکاح فسخه کول دي ، د نارينه لخوا د زياتو ښځوکول منع وه،په نوموړي قانون کې د ښځي شخصيت په مستقل ډول په رسميت پيژندل سوي وو،په قانون کې راغلي وه چي ښځه کولاي سي د ميړه په مالونوکي تصميم ونيسي ، بوخوريس په خپل قانون کي د پلار ولايت د اولاد په حق کي محدودکړي وو،که چيري پلار وفات سي دغه حق يي مور ته ورکړي وو د نوموړي قانون په اساس ټول اولادونه په مساوي ډول د پلار څخه خپل حق وړي ،د بوخوريس په قانون کې په عقد کې د ارادي ازادي موجوده ده ، بغير د هغو څخه د عقد او قرادادونو اثاروو مخکي باورکوونکي د هغوي په اداکولو مجبور وو ،هغه عقدونه چي په تحريري ډول ترسره کيدل د شفاهي عقدونوځاي يي نيولي وو او د هغوي په اړه حکم سوي وو چي کسب کول او د لاسه ورکول صورت نيسي .د پوروړي بند د مالي اموالو په توقيف بدل سوي وو،په هغه صورت کې چي مال د لاسه ورکړي (ورک سي ) دا په پور پوري اړه لري نه د پوروړي په جسم پوري ، د بوخوريس قانون د معاملا تو او قرادادونو لپاره اصلاحات جوړکړي وه ، د نښتي په وخت کي يي د پور دوه برابره منع اعلان کړي وه ،د ګروي او وثيقي لپاره يي احکاموته پراختيا ورکړي وه چې د اجاري او عقد تړون ته يي سرايت کړي دې
نور بيا