ژباړه: صفي الله حسن زی
لومړۍ برخه
1) دکارونو په ترسره کولوکې په ځانګړې لاره تاکید مه کوئ، شاید ځینې تاسوپه غوره او لنډه لاره خپل هدف ته ورسوي.
2) په پام کې ولری چې علم اوتجربه هیڅ یوهم په یوازې ډول تاسو ترموخې نه رسوي بلکې ددواړو له ترکیب څخه ګټه پورته کړئ.
3) په ګمارنه (staffing) کې په پوهه سمبال اوتجربه لرونکي اشخاص په کار وګمارئ.
4) په یاد ولرئ چې دکارپه چاپېریال کې دستنډردونو کارول دکارکوونکو لپاره ګټور تمامیږي.
5) داشخاصو ترمنځ دبې ځایه توپیرونو له وجې کاري احساس(انګیزه) له منځه مه وړئ.
6) په مشوره او نظرغوښتنه کې ترډېرې اندازې له ځوانې طبقې څخه ګټه پورته کړئ.
7) په ضد ونقیص کړنو مو دلاس لاندې کارکوونکو باور له لاسه مه ورکوئ.
8) دسالم رقابتي چاپیریال په رامنځ ته کولو کې ډیر کوښښ وکړئ.
9) د کارکوونکو دپوهې دسطحې دلوړاوي په موخه درسې ټولګي جوړ کړئ؛ له درسي لوازمو څخه ګټه پورته کړئ.
10) دخطا کوونکي؛ کارکوونکي په مجازات کې ډیره پاملرنه وکړئ یانې دمجازات اصل په عملي کیدو کې مو پوره پام ولرئ.
11) په لازمي وخت کې قاطعیت ته «نه» ووایئ.
12) کوښښ وکړئ چې د روانشناسی له ساده اصولو سره بلدتیا پیدا کړئ.
13) داسې عمل وکړی؛ چې خلک تاسو دنمونې په ډول وټاکي او خپل راتلونکي کارونه ستاسو دشخصیت په قالب کې جوړ کړي.
14) هیڅکله هم د کارکوونکو په مخ کې په نورو خلکو پسې بد مه وایئ.
15) مسئولینو ته مو دکار ترسره کولو کلکه سپارښتنه وکړئ.
16) د بې اساسه پوښتنوپه وسیله موخپل کارکوونکي مه ازمویئ؛ ترڅو دهغوي شخصت ترپوښتنې لاندې رانشي.
17) پرخپل وخت دجلساتو دنیونې لپاره؛ کارکوونکو ته په عملي ډول وخت پیژندنه ور زده کړئ.
18) دخپلو خبرو دښه والي په موخه؛ دپوهانو، لویانو او تکړه شخصیتونو لنډ عبارتونه په ذهن کې ولرئ او په مناسب وخت کې ورڅخه ګټه پورته کړئ.
19) دکارونو دترسره کولو لپاره دنورو نقطو څخه ډیرزیات لاندې دری نقطو ته پوره پام وکړئ ؛ پرخپل ځان باور ، پرخپل ځان باور ، پرخپل ځان باور
20) انتقاد منونکي واوسئ.
21) د لاس لاندې کارکوونکو زیار او کوښښ ته ډیر ارزښت ورکړئ.
22) په ټاکنه کې دبې ځایه اندیښنو له امله خپل وخت له لاسه مه ورکوئ؛ په یاد ولرئ چې وخت دهیچا لپاره هم توقف نه کوي.
23) د احتمالي ستونزو د حل لپاره وړاندې لیدونکي واوسئ، همدارنګه په اضطراري حالاتو کې مه غافله کیږئ.
24) دتبلیغاتو رول دسازمان(ادارې) په لاسته راوړنو کې ډیره مرسته کوي؛ له تبلیغاتو څخه کار واخلئ.
25) غوښتنې مو په ښکاره ډول وړاندې کړئ او او ډاډ ترلاسه کړی چې کارکوونکي مو دورکړل شوو دندو له جزیاتو څخه باخبره دي.
26) له هرشخص څخه دهغه دپوهې اوتجربې مطابق تمه ولرئ ترڅو ښه پایله ترلاسه کړئ.
27) دکارکوونکو دندې مو دهغوي دفزیکي وړتیا مطابق تعین کړئ.
28) که له علمي موضوعاتو ناخبره یاستی او دډیرو توضیحاتو غوښتنه لری؛ بغیر له کوم ډار او ویرې خپلې پوښتنې ترسره کړئ.
29) په بحراني حالاتو کې پرخپل ځان پوره کنټرول ولرئ؛ د سازمان (ادارې) له کړنو سره سم داسې ستراتیژیګانې غوره کړی ترڅو په لازم وخت کې ورڅخه ګټه پورته کړی.
30) له داسې کړنو چې تاسو په یو سازمان (اداره) کې عصباني معرفي کوي په کلکه ډډه وکړئ.
You also might be interested in
ليکنه: صفي الله حسن زی توماس کورلي د (Rich habits)[...]
لیکنه: صفي الله حسن زی بریالی مدیر هغه څوک دی چه[...]
لیکنه: صفي الله حسن زی لومړی باید د غربت دایره[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی