ژباړه: صفي الله حسن زی
دوهمه برخه
31) په هر هغه شي باندې چې نه پوهیدلی چاته غلطه اطلاع مه ورکوئ؛ او د«نه پوهیږم» له ویلو څخه مه ویریږئ.
32) بغیرله فکرکولوڅخه دپوښتنې ځواب مه ورکوئ.
33) دکارکوونکودکارځاي موداسې جوړکړئ چې دوي له یاده ونه باسې چې په کارځاي کې دي.
34) تجربه لرونکی حقوقي مشاوردخپل ځان لپاره وټاکئ.
35) دکارمندانومالي ستونزې په نظرکې ونیسئ؛ پرخپل وخت دهغوي غوښتنې پوره کړئ.
36) تل په یاد ولرئ چې خاکساري (تواضع) ستاسو شخصیت ته ښکلا بښي.
37) که دمدیرانوقاطعیت په مهربانۍ سره وي؛ پرخپلوشاوخوا کسانومثبت تاثیرات درلودلاي شي.
38) پدې ځانونه مطمئن کړئ چې دنوروحق اوحقوق دمسئولینو اودسازمان دکارکوونکو لخوا رعایت کیږي.
39) د ورځې څوګړۍ په یومیاشت کې ددې لپاره ځانګړي کړئ ترڅودسازمان له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړی.
40) په علمي سیمینارونوکې ګډون وکړئ.
41) په خیریه مرسته رسولو کې ترټولومخکښ واوسئ.
42) د طلایي چانس دترلاسه کولو لپاره تل ځیرک واوسئ.
43) صبر اوحوصله موزیاته کړئ.
44) مسئولیت منونکي واوسئ.
45) د غوره علمي اطلاعاتودترلاسه کولو لپاره له مختلفو انټرنيټي ویب سايټونو څخه ليدنه وکړئ.
46) څو ځانګړې غوره خبرې (تکیه کلام) دځان لپاره غوره کړئ.
47) دپوښتل شوې پوښتنې په ځواب کې ښه ژورفکروکړئ اوپه ډیرغورسره ځواب ورکړئ.
48) کله چې غواړی چاته مسئولیت وسپاری له داسې طریقي ګټه واخلئ چې نوموړي شخص خپله خپل مسئولیت حس کړي.
49) دیوسازمان (ادارې) دناکامۍ علتونه تحلیل کړئ ترڅودتحلیل په پایله کې غلطه لاره ښکاره شي اودبیا ځلي ناکامۍ مخه ونیول شي.
50) دکارکوونکوکاري لاسته راوړنوته اهمیت ورکړئ پدې سره دهغوي زحمتونو ته ارزښت ورکوی.
51) په فکري لوبوموخپل ذهنیت تقویه کړئ.
52) په سازمان (اداره) کې دمکافاتواصل عملي کړئ.
54) دمتعهد اوتکړه مشاورینوپه وسیله دکاربازار ارزیابي کړئ اوله داسې ستراتیژي څخه کارواخلئ ترڅو له خپل رقیب څخه یو ګام وړاندې وی.
55) اجازه مه ورکوئ؛ چې دبې مسئولیت کارکوونکو بار موپه مسئولیت منونکو کارکوونکو باندې ور وتپل شي.
56) دپوهې سطحه مودومره لوړه کړی چې دپوښتنو په مقابل کې حاضرځوابه واوسئ.
56) داستخدام دمرحلې دازموینې ترڅنګ ځینې داسې ازموینې واخلئ ترڅو پدې مطمئن شئ چې ګمارل شوي کسان دکارکولو وړتیالري، او دنورو کارکوونکو دکاردمخنیوي خنډ نه ګرځي.
57) دلاس ورکولو په وخت کې مقابل لوري ته داسې لاس ورکړئ چې مقابل لوري دصمیمیت او ورورلی حس وکړي.
58) کله چې قهرجن (عصباني) یاستی دنورو په اړه تصمیم مه نیسئ.
59) تل وخت پیژندونکي واوسئ.
60) هیڅکله هم دلاس لاندې کسانودلوړوالي (ارتقا) امیدمه وژنئ؛ په یقیني ډول پدې سره دهغوي دکوښښ احساس له منځه ځي.
You also might be interested in
لیکنه: صفي الله حسن زی لومړی باید د غربت دایره[...]
ژباړه: صفي الله حسن زی لومړۍ برخه 1) دکارونو په[...]
ژباړه: صفي الله حسن زی 91) تل له ځان سره[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی