ژباړه: صفي الله حسن زی
91) تل له ځان سره دیادښت کتابچه اوقلم ولرئ.
92) پدې ځانونه مطمئن کړئ چې کارکوونکې موغیرله کومې ویرې خپله دنده پرمخ وړي.
93) دمدیریت له نوم څخه په ګټې اخستنې له چاڅخه بې ځایه ګټه مه اخلئ.
94) کله موچې دکارمندانوترمنځ کومه ناخواله رامنځ ته کیده کوښښ وکړئ په پوره پاملرنې ریښتینی قضاوت وکړئ.
95) دګمارنې په پروسه کې دکاندیدانوکاري تجربې ته زیاته پاملرنه وکړئ.
96) دسازمان وړیاخدمات مه انحصارکوئ، اجازه ورکړئ چې دسازمان ټول کارکوونکي لدې خدماتوڅخه ګټه واخلي.
97) دتصمیم نیوني لپاره مناسب وخت وټاکئ، په نامناسب وخت کې تصمیم نیونه کیداي شي له ماتې سره مخ شي.
98) د بازارموندنې غوره ټیم وټاکئ.
99) دسالم رقابت په وسیله دکارکوونکو کاري وړتیا ډیره کړئ.
100) د غیرمنطقي خبروڅخه ډډه وکړئ، پدې خبروتاسو لاسته راوړنه نشی کولاي بلکې ډیرڅه له لاسه ورکوی.
101) په اضافي وخت کې مودکارکونوکو کړنې تعقیب کړئ، پدې سره دهغه کارکوونکو چې خپل وخت تیروي مخنیوي کیږي.
102) دهغه کلیموله لیکلوڅخه ډډه وکړئ چې املايې غلطي پکې وینی، تل له ځان سره لغات نامه ولرئ.
103) دمحرمانه خبرو دکولووخت ډیرکوښښ وکړي ترڅوستاسو له خبروڅخه څوک ناوړه ګټه پورته نکړي.
104) دسازمان مهم اموال بیمه کړئ.
105) په سلام اچولو اوصمیمانه فضا رامنځ ته کولوکې ترټولومخکښ واوسئ.
106) د خپل ځان روغتیا ته موډیره پاملرنه وکړئ.
107) پرخپل وخت دمالي ورکړوڅخه ځانونه مطمئن کړئ، داکارستاسومالي اعتبار زیاتوي.
108) عیب لټوونکی او بهانه کوونکي مه کیږئ، کوښښ وکړئ دا دواړه خویونه له ځانه لرې کړئ.
109) هیڅکله له یاده مه باسئ چې انسان اشرف المخلوقات دي، په هلوځلوسره کولاي شي هرډول ستونزې له منځه یوسي.
110) دګمارنې په وخت کې کوښښ وکړئ ترڅو هغه کسان چې مالي ستونزي لري او هغه کسان چې دکار لپاره زیات تمایل لري وپیژنئ، هغه کسان چې دمالي ستونزو له کبله غواړي سازمان کې دنده ترسره کړي د سازمان لپاره ګټور نه تمامیږي.
111) تل هوښیارواوسئ.
112) له خپلوغلطیوڅخه درس واخلئ اونورو ته یې هم دا درس ورکړئ.
113) کله چې له زیاتې ویرې سره مخ شوی بیاهم کوښښ وکړئ چې نورکسان موله ویرې څخه خبرنشي.
114) په سازمان کې متخصص کسان په دندو وګمارئ.
115) هیڅوک کم مه ګڼئ.
116) د ضعیف خلکوملاتړي واوسئ، چاته اجازه مه ورکوئ چې دنوروحق واخلي.
117) کله چې دیومجلس دبحث په موضوع مو پوره نه يی پوهیدلي سکوت اختیار کړئ او دخپل نظر له ورکولو څخه ډډه وکړئ.
118) په نرمه لهجه خبرې وکړئ.
119) کله چې له یوچاڅخه غلطي وشي په منطقي ډول ځواب ورکړي، نه په توهین سره.
120) په کافي اندازه استراحت وکړئ، اجازه مه ورکوئ چې ستړیا موسلامتیا له ګواښ سره مخ کړي.
You also might be interested in
ليکنه: صفي الله حسن زی توماس کورلي د (Rich habits)[...]
ژباړه: صفي الله حسن زی لومړۍ برخه 1) دکارونو په[...]
ژباړه: صفي الله حسن زی 61) کوښښ وکړئ دسازمان (ادارې)[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی