ليكنه : محمد شفيع ظاهر
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ نیږدې څلویښت کاله ﮐﻴږﻱ ﭼﯥ ﺩ ﺟګړﯤ ﭘﻪ ﺍﻭﺭ ﮐﯥ ﺳﻮځي ﺍﻭ ﺩ ﻧړۍ ﺩ ﺗﺎﺭﻳﺦ ﺩﻏﯥ ﺍﻭږﺩﯤ ﺟګړﯤ ﻧﻪ ﻳﻮﺍﺯﯤ ﺯﻣﻮږ ټولې ﻣﻠﻲ ﺍﻭ ﻣﻌﻨﻮﻱ ﺷﺘﻤﻨۍ ﺭﺍنه ﻳﺎ ﻟﻮټ ﺍﻭ ﻳﺎ ﻳﯥ ﻟﻪ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﺳﺮﻩ ﺧﺎﻭﺭﯤ ﮐړﯤ،
ﺑﻠﮑﯥ ﺯﻣﻮږ ﺩ ﭘﯧړﻳﻮ ﭘﯧړﻳﻮ ﻣﻠﻲ ﭘﻴﺎﻭړی ﻳﻮﻭﺍﻟﻲ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺭﺍﺗﻪ ﺩړﯤ ﻭړﯤ ﮐړ، ﭼﯥ اوس اوس يي ﺯﻣﻮږ ﺩ ﻫﯧﻮﺍﺩ ﻣﻠﻲ ﺗﻤﺎﻣﻴﺖ
اوجغرافيايي موقعت ﻫﻢ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮﺍښ ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﮐړﻯ ﺩﻯ
دا جګړې یو طوفان وو چې په افغانستان را الوتی وو او د افغاناناو سره دمرستې ملاتړ او ورورۍ په نامه بې شمېره خیرن او ناولي لاسونه ورسره یوځای زموږ هېوادته را وغځېدل
په اصل کې دغه لاسونه د ورانۍ ، بربادۍ ، او زموږ دوژنې او زموږ دتباهۍ لاسونه وو نه زموږ سره دمرستې او زموږ دلاس نیوي لاسونه
زموږ مشرانو او جهادي رهبرانو چې اصلي مرکز یې په ګاونډي هېواد پاکستان کې وو دروس دیرغل په وخت هرلور ته دمرستې غوښتنو لاس وغځاوه د عربي هېوادونو ترڅنګ امریکا ته او نورو اروپایي هېوادونو ته. چې په ترڅ کې یې افغانستان دیوې نړیوالې جګړې ډګر او زموږ مشران دپردیو استخباراتو د لاس آلې شوې
او دافغان ولس مبارزه او جهاد د پردیو لوبو او دپردیو ګټو ښکار او افغان ولس دجهادي مشرانو په لاس د روس نه دآزادۍ په نوم په نویو ماتمونو واوښت
لکه څنګه چې دافغانستان دجگړو او ورانيو ستر اولوی لامل زموژ د گاونډيو او ځینو نړیوالو هېوادونو د استخباراتو لاس وهنې دي
خو تر یوه حده دا دلیل او ګت نیونه سمه ده خو مطلقه او پوره نه
ښايي ﺩﺍ ﺑﻪ دومره ﭘﺮ ځای او پوره سمه ﺍﻧګﯧﺮﻧﻪ نه ﻭﻱ
ﺧﻮ ﺯﻩ ﭘﻪ ﺩ باور ﻳﻢ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻧﻪ ﺳﺘﺮ ﻻﻣﻞ ﻣﻮږ ﺧﭙﻠﻪ او زموږ جهادي مشران او رهبران دي
ﺩﺍ ﻣﻮږ او زموږ مشران وو ﭼﯥ ﺩﺍ ﺟګړﻩ مو ﻧږﺩﯤ ﻧﻴﻤﯥ ﭘﯧړۍ ﺗﻪ ﻭﺭﻟﻨډﻩ ﮐړه
ﺩﺍ ﻣﻮږ او زموږ مشران وو ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﻲ ﻳﻮﺍﻟﻰ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﯥ ټولې ﻣﻠﻲ ﺍﻭ ﻣﻌﻨﻮﻱ ﺷﺘﻤﻨۍ اويوالي ﻣﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻻﺱ ﺩړﯤ ﻭړﯤ كړي دی
اوس نو افغان ولس داسي مشرانو ته اړتيا لري چه شپه او ورز دملي يوالي لپاره كاروكړي
دافغانستان دآرامۍ او آبادۍ لمړي لوی شرط دقومونو اوحزبونو جهادي ډلو تپلو يوالی دی
که یوالی او ګډې هڅې ونشي کړی حد اقل یو دبل په ضد خو ﺩﺍﺳﻲ څرگندونې ﻭﻧﻪ ﮐړﻱ ﭼﯥ ﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﯾﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ دخلکو او قومونو ﯾﻮﺍﻟﻲ ﺗﻪ ﺯﯾﺎﻥ واوړي او یو ځل بیا په افغانستان کې خپل د ١٣٧٠ كالو تاریخ تکرار کړي
که د دوی ریښتیا په دې ﻫﯿﻮﺍﺩ ﺯړﻩ ﺳﻮځي او موخې یې د ې هېواد ته خدمت او ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐﯥ ﺩ ﺳﻮﻟﯥ ﺍﻭ ﺛﺒﺎﺕ ﻏﻮښﺘﻮﻧﮑﻲ وي ﺍﻭ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻣﻠﻲ ﯾﻮﻭﺍﻟﻲ ﺗﻪ ﻟﯧﻮﺍﻝ وي
باید د اوسني نظام ملا ور وتړي او دنظام سره په ګډه داسې سیاسي ، اقتصادي، او ملي طرحې رامنځ ته کړي چې له امله یې هېواد دآرامۍ او پرمختګ په لور ولاړ شي نه لکه دتېر په څېر خدای مکړه هېواد یو ځل بیا ددوی د ناوړه ائتلافونو د پایلو په نتیجه کې دبربادۍ په لور ګام واخلي
لکه څرنګه چې ﭘﻪ ﺩﯤ ﻭﺭځو ﮐﯥ دحکمتیار دراتګ په موخه دځینې کړیو او حزبونو له خوا د حکمتیار سره دسولې په ضد او دسولې ددې سترې پروسې دګډوډلو په پار دځينو پخوانیو جنګسالارنو له خوا غونډې ترسره او په دې غونډو کې شوم اهداف پلي او ددوی تر ﻣﻨځ ﻣﻀﺮﯤ ﺧﺒﺮﯤ ﺗﺒﺎﺩﻟﻪ ﮐﯧږﻱ چې دا کړنې دسولې د پروسې ترڅنګ ﺩ ﻣﻠﺖ او په تېره بیا دقومونو ﺩ ﭘﯿﻮﺳﺘﻮﻥ ﺍﻭ ﻣﻠﻲ ﯾﻮﻭﺍﻟﻲ ﺩ ﻣﯿﻨﻪ ﻭﺍﻟﻮ ﺍﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﺗﺎﻭﺍﻥ ﺭﺳﻮﻱ
څوک سوله نه غواړي او ولې یې نه غواړي
•••••••••••••••••••••••••••••••••••••••
وايي سوله دامتياز په وركولو نه غواړو
زور واکي د افغان ولس دوینې سر او جنګ تجاران سوله نه غواړي
ددوی ګټې په جنګ کې تر سولې او امن څو چنده زیاتې دي
دوی همدا اوس په دولت کې تر اتیا سلنه هم ور آخوا واک لري دوی وايي همدا دحکومت وي او جګړه دهم روانه وي
دوی وايي چې که جګړه وي قانون به نه وي ملک به د ځنګله په څېر وي ځنګله کې خو هسې هم ددوی زورورو ځناورو برخه غټه ده
ولس باید دولت سولې ته اړ کړي ځکه چې دجنګ مالي او ځاني زیانونه ملت ګالي ښکرور او زورور
سوله دزورواکو دجنګ او شر د رهبرانو غوښتنه نه ده
سوله دولس هیله او غوښتنه ده ځکه خو يې دوی نه غواړي او ځکه خو نه راځي
نو روښانه ده چه دملي يوالي ، سولې ، او په کابل کې د یوې منظمې قوي او غښتلې ادارې په راتگ سره به زيات شمير په فساد كې ښکېلې مافيايي كړۍ ، شخصي او دپردیو استخباراتو گتو ته ژمن اشخاص دمجبورۍ له مخې دملي يوالي جامه په تن او دشخصي او پردیو ګټو پرځاي به ملي گتو ته ترجيح وركړي
په زورور او اكمزوري به اساسي قانو په يو ډول پلی ا ود دقانون دموادو له مخي به دهيواد ټول وگړي د هر ډول ﻗﻮﻣﻲ،ﮊﺑﻨﻲ،ﺩﯾﻨﻲ ﺍﻭ ټﻮﻟﻨﯿﺰ ﺗﻮﭘﯿﺮ ﭘﺮﺗﻪ ﺩﻗﺎﻧﻮﻥ ﭘﻪ ﺭڼا ﮐﯥ ﺩﯾﻮ ډﻭﻝ ﺣﻘﻮﻧﻮ ﺩﺭﻟﻮﺩﻭنكي وي
ﺩﻗﺎﻧﻮﻥ ﻟﻪ ﻣﻮﺍﺩ ﻭ ﻧﻪ ﻣﻼﺗړ به د يوې قوي ادارې ﺗﺮ ټولو ﺑﻨﺴټيز ټكي وي
چې چې د داسې ادارې زغمل به دوی ته ډېر سخت وي
دوی اوس دهمداسې یوې ادارې خوبونه ویني ځکه خو دد ولت په مخ کې او همدارنګه د دولت دمالیفینو سره دسولې په مخ خنډونه جوړوي او په دې سره یو ځل بیا دوی دخپلو پخوانیو بریالیو تحربو څخ ګټه اخلي چې هغه تجربې د دژبې ، سیمې ، حزب ، او قوم په نوم ولس په خپل منځ کې جنګول وو
ﻳﻮ ﻣﻠﺖ ﺍﻭ ﻫﻴﻮﺍﺩ ﺩﺧﭙﻠﻮ ﻭګړﻭ ﻟﻪ ﺑﯥ ﺍﺗﻔﺎقی څخه ډﻳﺮ ﺯﻳﺎﻥ ﻣﻮﻣﻲ
لکه څنګه ﭼﯥ ﻣﻮږ ﭘﻪ ﺗﻴﺮﻭ ﻭﺧﺘﻮﮐﯥ ﺩﺑﯥ ﺍﺗﻔﺎﻗۍ ﻣﺜﺎﻝ ګﺮځيدلي ﻭﻭ
نور بايد زموژ مشران ﺍﻭ ﺣﮑﻤﺮﺍﻧﺎﻥ ﻟﻪ ﺗﻴﺮ ﻭﺧﺘﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻭﺍﺧﻠﻲ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ځورېدلي ﻣﻠﺖ ته د په گډه خدمت او د هېواد ﭘﻪ ﺑﻴﺎ ﻭﺩﺍﻧﻮﻟﻮ كي په ګډه كار اوهڅه وكري
ﺣﻖ ﺣﻘﺪﺍﺭﺗﻪ دﺳﭙﺎﺭﻟﻮ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ ﺩﯤ ﭘﻪ ﺍﺗﻔﺎﻕ ﺻﺪﺍﻗﺖ ﺍﻳﻤﺎﻧﺪﺍﺭﻱ برخه واخلي د دمشرانو د ملي یوالي په ګډو هڅو سره به ډﻳﺮ ﮊﺭ ﺩﺍﻣﻠﺖ او ﺩﺍ ﻫﻴﻮﺍﺩ دخپل منځي شخرو ورانيو اوبد بختيو سره مخه ښه وكړي
او دا هېواد به د ﺩﻧﻴﺎ ﺩﭘﺮﻣﺦ ﺗﻠیو ﻫﻴﻮﺍﺩﻭﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﻄﺎﺭﮐې ﻭﺩﺭﻳږﻱ
اوس مهال ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ هر وگړی پدي دير ډﻳﺮ ښه ﭘﻮﻫﻴږي چه ﻳﻮ ﻣﻠﺖ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﺩﻫﻮﺳﺎ ﺍﻭ ﺳﻮﮐﺎﻟﻪ ﮊﻭﻧﺪ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﮐﻴﺪﺍﻯ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻣﺘﺤﺪ ﺍﻭ ﻳﻮﻣﻮټﻰ ﺷﻲ
راځۍ چه ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩﻳﻮ ﻭﺍﺣﺪﻣﻠﺖ ﭘﻪ ﺗﻮګه ﺩټولو ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ګډﮐﻮر وكڼو
اوپه گده سره ملي يوالي ته لار پرانيزو او تريوه بيرغ اوتر يو ې سمې منظمي او د ملي رهبرۍ تر سيوري لاندي ژوند وكړو
دولس هيــــــله
•••••••••••••
ﺯﻣﻮﻧږ ﺩﻫﻴﻮﺍﺩهر وگړی او ټولو قومونو ﺩﺗﺎﺭﻳﺦ ﭘﻪ ﺍﻭږﺩﻭ ﮐﯥ ﺩﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎﻭﺭﯤ ﻫﻴﻮﺍﺩ ﺩﻣﻠﻲ ﻧﻮﺍﻣﻴﺴﻮ ﺍﻭ ځمكي ﺑﺸﭙړ ﺗﻴﺎڅخه ﭘﻪ ګډﻩ ﺳﺘﺎﺗﻨﻪ ﺍﻭ ﺩﻓﺎﻉ ﮐړﯤ ﺩﻩ
ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩﺩﯤ ﻣﻠﺖ ﭘﻪ ﻫﺮ ﺑﭽﻲ ﺣﻖ ﻟﺮﻱ ﭼﯥ ﺩ ﻭﺩﺍﻧۍ ﺳﻮﮐﺎﻟۍ ﺳﺮﺍﺳﺮﻱ ﺳﻮلي ﺍﻣﻦ ﺍﻭ ﻣﻠﻲ ﻳﻮﺍلي ﺍﻭ ﻭﺣﺪﺕ ﺩﺳﺘﺎﺗﻠﻮ لپاره هلي ځلي وكړي
ملي يوالي او سولې ته ښه راغلاست ووايي او دسمتي ، قومي ، او ژبني تعصب سره مخه ښه وكړي
او دمشرانو نه موهيله ده چه دخطابو دميز ګ تر شا خبرو ته عملي بنه وركړي د کړکېچونو او ستونزو جوړولو په ځای د یوالي او یو بل منلو یا همدیګر پذیری لپاره ګامونه پورته کړي نه د خپل تېر تاریخ او کړنو په لور
نور باید رهبران دملت غولونې تېر ويستنې او ملت جنګونې نه لاس په سر او په خپلو مثبتو او ملي عملي كړنو سره دملت په زړه كي ځاي پيدا کړي
د آباد هوسا او سرلوړي افغانستان په طمع