ژباړه: ذکریا رحیمي
دمشرتابه مهارتونه ابزار، چلند او توانایي ده چی یو شخص یې د نورو د لارښونې او هڅولو لپاره کاروي. خو ریښتینی مشرتوب تر دې ډېر څه ته اړتیا لري.
بریالی مشر هغه دی چې د مشرتابه هڅونه یې نور د هغوی هدف ته د رسولو وجه وګرځي.
۱.۲ مشر جوړېږي که پیدا کېږي ؟
کیدای شي، تاسې ډېر کتابونه، پندونه، د لارښونې، جملې ویلې یا مو اوریدلې ويوی، خو د جملې په آخر کې مو کیدای شي د مارټن لودر یا ماتها ګاندي یا د نړۍ کومې بلې نامتو څېرې نوم اوریدلی یا ویلی وي ؛ یا کیدای شي ستاسې په ژوند کې بل کوم داسې مشر وي چی ستاسې پر ژوند یې لارښود مثبت اغېز لرلی وي.
راځئ چې اوس دا افشا کړو چې هغه کوم مهارتونه دي چې له دوی نه یې اغېز کوونکی مشران جوړ کړي.
مشر یوه تګلاره، یو خاص نظر لري،
خپله دنده پېژني.
په دی پوه وي چې د نورو چلند کې څرنګه انګېزه او تحریک د هدف په لور پیدا کړي.
هدف ته د رسېدو لپاره خطر اخیستنې ته غاړه ږدي.
ستونزو ته د حل لارې موندنه کې ماهر وي.
هیڅ انسان د مشرتابه له مهارتونو سره نه دی پیدا شوی، بلکې دا مهارتونه یې زده کړي. ځینې مشران داسې تګلارې طرح کوي چې مونږ یې له فکر کولو عاجز یو خو دا ټول د وخت په تېرېدو, زدکړې او تجربې سره لاس ته راتللی شي. دمشرتابه دمهارتونو د زدکړې لپاره انسان پراخه فکر کولو او لویې حوصلې ته اړتیا لري.
۲ د مشرتابه ۳ صفتونه
که چېرې هر مشر دا ۳ صفتونه ونه لري، نو له لویې ناکامۍ سره مخ کېدی شي، هره ورځ به بنسټیز کارونو کې اخته وي، د راتلونکي په لور ګام اخیستلو کې به پاتې راځي؛ دا ټولې کمزورتیاوې به د ادارې کارکوونکو ډله د مشر په کړنو کې احساس کوي او پایله یې: کله چې ته مشر خپله دنده پر مخ نه شې وړلی، طبعی خبره ده چې له تا سره کار کوونکی به هم په خپله دنده د بریا پر لور ګام نه شی اخیستی او له هدف ته رسېدو به لرې پاتې وي.
د بریالي مشر صفت د پلان او تګلارې سره تعهد دی. که چېرې د مشر چلند او عمل له تګلارې سره برابر نه وي، په دې مانا ده، چې مشر غواړي خلک پر هغه څه باوري کړي، چې پخپله پرې باور نه لري؛ او دا یوه ناشونې خبره ده.
۲.۴دویم صفت رښتینوالی دی. د مشر او له مشر سره د کار کوونکو ډلې عمل او چلند باید هغه څه ثابت کړي چې تګلاره ېې وایی.
۲.۱ د مشرتابه هڅانده هیله لرل د مشر کېدو لپاره اړینه ده
څرنګه باید پوه شو چې زه رهبري یا مشري کولای شم ؟ لاندې یاد شوی خواص ځان کې مطالعه کړئ:
ستا په تګلاره د نورو قدم ایښودنه تاته خوښۍ دربښي کنه ؟
د کومې ډلې سره چې کار کوې د دوی ګټې تر خپلو اړینې ګڼل،
له نورو سره د دې لپاره کار کول چې د هغوی په کړنو کي بهتري راولي،
د نظر شریکولو سخاوت لرل، مطلب دا چې نور ستا نظر د خپلې بریا لپاره وکاروئ.
ایا ته کولی شې خپلې شخصي ستونزې بې له دی چی تګلاری ته زیان واړوی له نورو سره هوارې کړې؟
داسې موقع ته انتظار وېستل چې د نورو بریا ولمانځي.
د نظر پیدا کونه او له نورو سره یې شریکونه
۲.۲ په مشرتابه کې د ادارې له تګلارې سره تعهد د هرې ادارې مشر هغه څوک دی چې د ادارې بنسټ ېې ایښی وي او د دې لپاره ېې د کړنو پلان او هدف ته رسېدو لپاره تګلاره جوړه کړې وي. له زیار وېستلو وروسته ېې اداره د بریا په لور روانه کړی وي، د ادارې کار کوننکی داسې فکر وکړي، چې د مشر فکر د دوی خپل فکر، خپل عمل او مسولیت دی. د دوی د بریا لار ده. کار کونکي په تګلاره کی دا زده کړئ، چې د تګلارې په اساس پرېکړې څرنګه وکړي او هدف ته څرنګه ورسېږی. هر کار کوونکی تګلاره داسې پلي کړئ ،لکه چې د ده خپل نظر وي.
۲.۳ رښتینوالی څه ته وایي ؟
رښتینوالی په خپلو خبرو او وعدو ثابت قدم پاتې کېدو ته وایي. له خپلې کارکونکې ډلې سره داسې چلند لکه څرنګه چې تګلاره وایي. رښتینوالی په عمل کې راوستلو لپاره لکه د مهارت زدکړه، وخت او تجربه غواړي
۲.۴ په مشرتابه کې خلوص او صمیمیت
د دې صفت لرونکی مشر د ادارې د کار کونکو لست د دوی مخی ته نه غورزوي بلکې په نرمي سره ېې مخنیوی کوي.
خپل مسولیت پېژني او کوښښ کوي چې د دندې په وخت کې ورسره مخ شي. کله چې غلطي وکړي خپله غلطي منی او خپلو حدودو کې داصلاح کوښښ کوي. تل رښتیا وایي.
۲.۵ په چلند کې ثبات او استحکام
ټولو ته برابر نظر کول
د ادارې ترکارکونکو زیات زیار وېستل
د اداری د کار کونکې ډلې شخصي خبرې دراز په څېر ساتل
د یو کارکونکی په اړه له بل سره غیبت نه کول او یا پر هغه ټوکی نکول
کار کونکی ته ښه نوم او ویاړ وربښل کله چی لازم وي
د کارکونکو د ترقی او بهتری خېال ساتل
د دوی تر منځ اختلاف ته د حل لاره هوارول
د هر هدف رسېدو لپاره مدیریت او مشرتابه ته اړتیا ده. ځینې خلک د دواړو تر منځ توپیر نه کوي.
ډېرې داسې کړنې چې دواړو مشرتابه او مدیریت ته اړتیا لري او مشر باید تل په دواړه وپوهېږي کنه بې له دې چې ستونزه په نښه شي له لوېې ناکامي سره مخ کېدای شي.
د ښه مشر کېدو لپاره باید د دواړو په توپیرپوه شو .
د مدیریت مهارت:- د منبع مدیریت کوی او د لاس ته راوړنې لپاره خلکو ته دندې سپاري.
د مشرتابه مهارت:– د هدف په لور خلک هڅوي
د مدیر دنده :
د کمې مودې پلان جوړوی
د ستراتیژی په اړه فکر کوي
پوښتنه کوي چې څه او ولی ؟
په سوداګري کی د پیرودونکو په اړه مالومات لري
د نفوذ کولو لپاره کار کوی
د مشر دنده :
داوږدی مودی پلان جوړوی
د تخنیکونو په اړه فکر کوی
د پلان په اړه د وخت او څرنګوالی فکر کوی
په سوداګریزه نړی کی مشر د هری ورځی دسوداګری په اړه مالومات لری
د نظارت دنده پر غاړه لری
د مشرتابه زدکړه
تر ټولو ښه مشر هغه دی کوم چی پر هغی لار نفوذ ولرلای شی، د کومی لاری په ذریعه چی خلک پر خپل ځان نفوذ کوی.
په هره اداره کی هره څانګه خپل کارکونکی او مسولین لری چی په پای کی ټول خپل راپور یوی مرجع (فیصله کوونکی مرجع) مشر ته وړاندی کوی.
۳.۱ څرنګه ستاسی شخصیت ستاسی مشری ښه کولای یا زیانمنه کولای شی ؟
د نورو سره چلند خاص طریقه لری. زمونږ عادتونه، اخلاق او زمونږ شخصیت له یو بل نه توپیر لری. کله کله بیا د دندی په ځای کی خپل ځان له نورو سره په دی ټولو کی برابر وینو او یا هم ډیر توپیر لرونکی وینو. خو دغه برابر لیدل یا توپیر د د وستی او دښمنی وجه نه ګرځی. که چیری ځان په چلند کی له بل سره برابر ووینو نو دنده خورا ښه پر مخ تلای شی. او که چیری توپیر ولرو نو په غصی، وخت ضایع کیدو او بلا خره دی ته اړ کیږو چی باید یو داسی مهارت زده کړو تر څو له داسی خلکو سره دنده پر مخ بوځو .
او باید دا زده کړو چی د بل ذهن نړی ته څرنګه نظر کوی؟ بیا دا زده کړو چی کله ورسره کار کوو د ده د نظر په انداز کی څرنګه خبری وکړی شو تر څو پری پوه شی
دا هم اړین دی چی ته نړی ته څرنګه نظر کوی او خپل نظر چی د هدف په لور ګام دی، خپل نظر ته د هغه د نظر پوښ ورکړی او هغه پری پوه کړی
تر څو دنده پر مخ ولاړه شی