ژباړه: رفيع الله آرمان
د ميرمن تلفون ته مو ځکه ځواب نه ورکوئ چې په لار روان ياست او دا ښه ګڼئ چې ورسيدم ځواب به يې کړم، يا مو ميرمن دتلفون شاته دکومې بلې ښځې غږ اوري، همدې ته ورته ځينې نورې خبرې ناديده ګڼل د دعو دنګلو د پيل لاره پرانيزي. يوازې په همدې وړه خبره چې تلفون ته مو يې ځواب نه دی ويلی او يايې دکومې ښځې غږ ستاسو دتلفون څخه اوريدلی دکالونو اعتبار تر سوال لاندې راولي خو که يو ځل دتير ژوند باور او اعمتاد ته يو نظر وکړئ پوه به شئ چې دا هرڅه له دې ځايه نه دي شروع شوي.کيدای شي ټول هغه کړه وړه چې تر دې مخ کې ساده او بې اهيمته په نظر در تلل نن د ځان بلا ګرځيدلي دي او له منطقي او هوښيارې ښځې مو په لوی لاس ګماني او په ځان پسې مو د تعقيب رمز په لاس ورکړ.که نه غواړئ چې ميرمن مو شکاکي او ستاسو په تعقيب وي نو بيا يوه زړه خو نوې معقوله را اخلو چې وايي (وقايه بهتره ده تر در ملنې) بهتره خو لا داده چې پر يو بل د باور قانونو او حقوق وپيژنو او په عملي کولو سره يې دشک اوګمان ريښې وچې کړو.
کوچنۍ وعدې غټې وګڼئ
د دې لپاره چې ميرمن مو په تاسو بشپړ باور ولري بيا خو داسې څه کول بيخې نه دي په کار.
لمړی ګام دا دی هميشه هغه څه چې ستاسو په نظر جزوي او بيخي واړه هم دي اعتماد ولرئ حتا هيڅکله ورسره کړې وعده مه ماتوئ او تل ريښتينی اوسئ، د ځينو وړو شيانو جدي نه نيول د دې سبب کيږي چې ستاسو تر منځ نور د اعتبار ټکی ضعيف دی، په ياد مو وي چې له يو پاکټ چاکلټو څخه نيولې تر بلې هرې وعدې پورې چې کوئ يې بايد عملي يې هم کړئ، لازمه نه ده چې هرې غيرې منطقې غوښتنې ته يې مثبت ځواب ووايئ کوښښ وکړئ هغه څه په ځان ومنئ چې د ترسره کولو توان يې لرئ ،هيڅکله د هغې دخوشالولو په خاطر داسې وعده مه کوئ چئ نه يې شئ پوره کولی.
دميرمن له رازونو مو بل څوک مه خبروئ
يو بل دليل چې اعتماد او باور له منځه وړي نورو ته د خپلې ميرمنې رازونه سپړل دي.له دغه اصل نه سر غړونه هيڅ استثنا نه لري، تاسو نه شئ کولی چې له خولې مو دوتلي راز پړه په غوسه ور واچوئ، دا يو تغير نه منونکی اصل دی څومره چې اعتماد ډيروي همدومره يې د راغورځولو او بې باورئ توانايې هم لري.
يو بل ته احترام مه هيروئ
ولې فکر کوئ چې ميرمن مو په تاسو باور ولري او په منځ کې مو هيڅ دشک څه نه وينۍ، په داسې حال کې چې تاسو په هغې باور نه کوې او نه غواړئ چې د ژوند له ځينو برخو يې خبره کړئ.ابتدا،يې کيدای شي سخته وي خو تل مو هڅه کړې چې د خپل ژوند يوه لويه برخه مو له هغې نه پټه ساتلې ده، خو که تاسو ته د ميرمنې باور تر لاسه کول مهم وي بيا خو لازم ده چې خپلې نا سپړلې غوټې ورته پرانيزئ او له ورځنيو احساساتو نه چې هره شيبه درباندې غالب دي خبرې او بحث پرې وکړئ. هيڅکله دا بهانه مه لټوئ چې ځينې رازونه ستاسو په شخصي ژوند پورې اړه لري،يا دا چې دومره ارزښت نه لري له ميرمنې سره يې هم شريک کړئ،کيدای شي همدا وړه موضوع ترې پټول ددې سبب شي چې هغه يې په اړه بل فکر وکړي او بيا هم ستاسو تر منځ د باور ستنې کاواکه کړي.
ميانه رو اوسئ
خپل منفعت په نظر کې نيول او مقابل لوري ته بې توجهي ډير زر اعتماد او باور ته زيان رسوي.
که دتل لپاره د باور جدي غوښتونکي ياست بيا خو په تصميم نيولو کې ډير دقيق اوسئ او هغه څه وټاکئ چئ د ميرمن په ګټه مو وي، خو داسې هم نه چې تل د هغې دخوشالۍ او بارو لاس ته راوړلو په خاطر خپل حقوق تر پښو لاندې کړئ تعادل ستاسو دواړه په منځ کې ستاسو په لاس کې دی،په دې معنی چې ټولې خبرې په يوه وار مه دځان په ګټه کوئ او نه موهم دميرمنې په ګټه بلکه تاسو دواړه کولی شی له يو بل سره په مشوره او په ګډه تصميم ونيسئ.
له يو بل سره په څنګ کې اوسيدو ته وخت ورکړئ
د ورځې په جريان کې که څه هم په ايميل،فس بوک او تلفون باندې د يوبل پوښتنه کوئ او ډاډ حاصلوئ دا هم مه هيروئ چې مخامخ کيناستلو او خبرو ته هم اړتيا لرئ او بايد وخت ورته پيدا کړئ، هيڅکله مصروفيت مه بهانه کوئ، په اونۍ کې يو ځل چکر ته ووزئ،هڅه وکړئ هره ورځ يو ځای ناشته وکړئ، په ګډه تلويزوني خپرونې سريال يا فلم وګورئ،دا چې هره ورځ په ستونزو په شريکه خبرې وکړئ او په ژوند کې د خاوند او ميرمنې يو خوښ رول ولوبوئ د باور يو مهم اصل او راز مو مندلی دی. ستاسو حضور د ميرمنې په مقابل کې هغه په دې ډاډمنوي چې ستاسو دحر حالت نه خبره او په هرڅه یقيني ده.
بښنه وغواړئ
د اشتبا په صور کې بښنه وغواړئ، ستاسو د سحو او غلطيو په پرتله بل هيڅ شی نشته چې ستاسو باور ته زيان ورسوي، له دې جملې نه مه ويريږئ او خپل غرور د هرڅه له منځه وړلو سبب مه ګرځوئ، تر بښنې وروسته په خپله خطا پيښاني د باور په لاس راوړلو بل مهم راز دی.که مو له ميرمن سره په لوړ اواز خبرې کوئ او يا داسې عمل کوئ چې د هغې د پريشانۍ سبب ګرځيدلی تکرار يې بيا له دې نه هم بدې پايلې لري بيا ستاسو په بار،بار بښنه غوښتل هم بې ارزښته کيږي.
د اعتماد لپاره پانګونه وکړئ
د سرمايې د جوړولو په خاطر هر شخص يوې اړيکې او اعتماد ته اړتيا لري، خو هڅه مه کوئ دغه ټکي ته مو تل دميرمنېد مرستې ته سترګې نيولې وي، هغه کنټرول کړئ او دشريک ژوند لپاره په پښو ودريږئ، په ګډ ژوند کې مو ميرمنې ته هم يو مقام ورکړئ او اطمنان ورکړئ چې دهغې غوښتنې هم کټ مټ لکه خپلې غوښتنې مو،مهمې دي، که تاسو دهغې د ژوند په تصميمونو کې ځان دنظر خاوند بولئ هغې ته هم اجازه ورکړئ چې د ژوند په بدلون کې مو برخه واله شي،د هغې شخصي حريم هم وپيژنئ او له هغې د خپلې مينې باج مه اخلئ.
سر، مه تمبه کوئ
اعتماد په زور لاس ته نه راځي، که مو ميرمن هر وخت زور او ضد ته مجبوروي بهتره داده چې سر مه ورسره تمبه کوئ، کولای شئ چې په ورو، ورو او دوخت په تيريدو سره يو بل قانع کړئ، په زور او جبر نه شی کولای چې تر منځ مو دباور رابطه کلکه شي. په دوامداره توګه مو د ميرمنې تعقيبول او په هغې پسې څارو کيدل د اعتماد د له منځه وړلو يو بل دليل دی، کوښښ مه کوئ چې هره ورځ او هره شيبه يې تلفون چک کړی،ان باکس يې وګورئ او شميرې يې لټ په لټ واړوئ، هغې ته بايد دا حس ورنه کړئ چې زه دې هميشه تعقيبوم.
که تاسو په خپله ميرمن او مشترګ ژوند اعتماد لرئ نور نو هيڅ ستونزه نه ده پاتې، که شګ او ګمان لرئ چې ستاسو په نه شتون او له سترګو پنا مو بل څه روان دي بيا خو ضرور او حتمي ده چې ورسره مفصلې خبرې وکړئ او موضوع ورسره شريکه کړئ.
له کوم پوه کس او يا اروا پوه نه مرسته وغواړئ
که د ګډ ژوند د باور او اعتبار په لاس راوړلو هره لاره مو آزمويلي وي او بيا هم ستونزه په خپل ځای پرته وي، بايد چې له کومې بلې او نوې لارې کار واخلئ، که ميرمن مو پر تاسو او نږدې ګاونډيو بې باوره وي پوه شئ چې ستاسو دوامداره هڅې بې ګټې دي بيا خو دژوند دنجات په خاطر بايد ضرور له يوه پوه کس نه مشوره وغواړئ. هغه کسان چې ډير زر دنورو په توصيف په يو چا ناليدلی باور کوي، هغې ته يوازې يوه کلمه کارولی شو( ناپوه) اعتماد له يو بل سره په څنګ کې له اوسيدوڅخه په تدريجې ډول رامنځ ته کيږي او په آسانۍ له منځه نه ځي .