لیکنه: ډاکټر نوید خپلواک
لومړی به په ټوله کې دملا د درد په هکله وغږیږو او بیا به په میاشتنۍ مریضۍ کې د ملا د درد علتونه وڅیړو، هیله ده دغه مطلب ستاسو د استفادې وړ وګرځي خو له دغو سپارښتنو سره سره غوره ده یوځل ډاکټر ته ورشئ او که کوم بل علت نه وي نو په پای کې ځینې سپارښتنې درته لرو ښايي درسره مرسته وکړي .
په میرمنو کې دملا د دردونو علتونه ښايي د نارینه وو په پرتله لږ توپير وکړي خو په ټوله کې دغه دردونه او علتونه ېې یو شان وي، په دې معنې چې د میاشتني عادت په وخت کې په ځینو میرمنو کې د نس او ملا دردونه پیدا کیږي چې په دې هلکه به وروسته خبرې وکړو خو اوس د ملا دردونه :
اکثره خلک په تیره میرمنې کله ناکله په ملا کې دردونه احساسوي، دغه دردونه ممکنه ده د لنډې مودې لپاره وي اوبیرته ښه شي، خو ځینې وخت د یوې ناروغۍ او ستونزې نښه هم ګڼل کیداي شي خو په ټوله کې موږ کله چې ماشوم پورته کوو او یا یو کارټن او وزن پورته کوو، د ملا درد پيدا کوو او یا له ډیر کاره وروسته ممکنه ده د ملا دردونه پيدا کړو خو ډیر ځله ورته توجه نه کوو ا و ښايي دغه دردونه سخت شي او موږ په کور کینوي، موږ زیاتره افغانان دناستي او ولاړې په وخت او یا د وزن د پورته کولو په وخت مناسب حالت نه غوره کوو، کله چې یو وزن پورته کوو، ددې په ځای چې زنګونونه قات کړو په ملا کړوپیږو، دغه چاره ددې سبب کیږي چې د ملا په مریو او عضلو فشار زیات راشي او درد احساس کړو، ناسمه ناسته او په ناسمه توګه د شیانو پورته کول ښايي په لنډه موده کې ستونزه پیښه نه کړي، خو د عمر په زیاتیدا سره د ملا ستونزې پيدا کولاي شي، کله چې په عضلو فشار راځي د ملا دردونه پيدا کوي، د ملا درد تل د مریو له کبله نه وي خو هغه کسان چې د ملا پیاوړې عضلې لري، د هغو پرمریو لږ فشار راځي او په دې ډول لږ درد احساسوي، که مو په ایکسرې او سي ټي سکن کې بله ستونزه پيدا نه شوه، ممکنه ده د ملا عضلې مو کمزورې وي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې په ملا کې درد احساس کړئ .
کله چې عضلې کمزوري وي، د فشار په وخت دد ې لپاره چې مرۍ ډیر فشار زغمي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې درد پيدا کړي .
په هرصورت که درد دوامداره وي او په بروفن او التهاب ضد درملو سره ېې درملنه نه کیږي باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ .
خو لکه چې مخکې وویل شول ځینې میندې او خویندې د میاشتنی عادت په وخت د ملا له درده نالښت کوي، شته داسې میندې چې د ملا پر درد سربیره د میاشتي عادت په وخت د نس درد د سر درد او ان تبه او اسهال ولري، خو دغه دردونه دوامداره نه دي او له مریضي یوه یا دوه ورځې مخکې پيلیږي دغه دردونه په مسکنو درملو سره ورک کیداي شي .
دا په دې معني نه ده چې دغه میرمنې کومه خاصه ناروغي لري، بلکه دا چاره له دې پرته چې کومه ستونزه پیدا کړي په ځینو میرمنو کې لیدل کیږي، خو ددې لپاره چې نورې مسلې رد شي غوره ده د ښځو یوه ډاکټرې ته ورشئ، ځکه ځینې وخت ممکنه ده کومه ستونزه موجوده وي، د بیلګې په توګه دت خمدان کیست او نورې ناروغۍ هم شته چې دغه حالت رامنځته کولاي شي .
که دملا له درد سره چرک یا ډیر سپین ترشحات ولرئ، حتما باید ډاکټر ته ورشئ، د میاشتني عادت یا مریضي په وخت له مریضۍ مخکې د سپینو ترشحات راتلل هم طبیعي خبره ده، خو په دې شرط چې دغه ترشحات بد بوي ونه لري، که بد بوي ولري دا په دې معنې ده چې کوم میکروب موجود دی، خو هغه خویندې چې نوی میاشتنی عادت پيلوي، په هغو کې د پروجسترون هومورمون دزیاتید له امله هغه غدې ډیرې تحریکیږي چې په مهبل او د رحم په سر کې موجود وي او په دې ډول د دغو غدو ترشحات زیاتیږي، دغه ترشحات د مهبل د مرطوب ساتلو او د سپرم د ژوندي ساتلو لپاره ضروري وي، په ځینو میرمنو کې دغه ترشحات ډیر زیات وي، ځکه خو له مریضۍ مخکې دغه میرمنې ډیرسپين ترشحات لري، ښايي دغه ترشحات تر دې حده زیات شي چې تاسو وراخطا کړي، ډیری ډاکټران وايي هغه پيغلې چې جنسي تمایل ېې ډیر وي، دغه ترشحات هم ډیر لري، دغه ترشحات په میرمنو کې توپیر کوي، په ځینو کې ډیر او په ځینو کې کم وي. بیا هم یادونه کوو، که بد بوي ولري او یا له حده زیات وي، باید ډاکټر ته ورشئ چې نورې ستونزې رد شي .
خو له دې پرته که وینه نرۍ وي ښايي میرمن سخته کم خوني ولري نو د هغو میاشتنی عادت هم ممکنه ده سپین رنګه شي کله چې په میرمنو کې هیموګلوبین کم شي او په وینه کې پلازما ډیره شي بیا هم ممکنه ده ستاسو په وینا د وینې په ځاي سپين مواد له بدنه بهر شي چې دا په حقیقت کې وینه ده خو له دې چې کم هیموګلوبین لري نو تاسو ته ېې رنګ سپین ښکاري .
پردې سربیره ځینې میرمنې دردناکه مریضي لري چې ډاکټران ېې ډیزمینورې بولي، دغه دردونه له میاشتني مریضي او خونریزۍ څو ساعته مخکې یا ورسره په یو وخت پيلیږي او لږ ترلږه دوه یا درې ورځې دوام کوي، دغه دردونه په نس کې تر نوم یا نو لاندې ( سپوښ)، د ورنو په اوږدو کې او په ملا کې احساسیږي، پر درد سربیره نورې نښې هم لري لکه کانګي ،زړه بدوالی ، بې اشتهایي ، ستوماني،تبه او سر درد هم ممکنه ده پیدا شي .
دغه حالت له بده مرغه په ځینو میرمنو کې موجود وي او اصلي علت ېې تراوسه نه دی معلوم ،خو که په تاسو کې دغه حالت موجود وي غوره داده چې بیا هم یو ځل ډاکټر ته ورشئ، په ټوله کې هغه پيغلي چې نوی میاشتنی عادت تجربه کوي، غوره ده له ډاکټر سره پرې مشوره وشي او یا د ښوونکو او میندو له پلوه هغو ته ځینې لارښوونې وشي چې نورې ستونزې او ناروغۍ ونه لري، که نورې مسلې نه وي د مسکن درملو په خوړلو سره دغه حالت باید وزغمئ .
خو دیزمینورې د عمر په زیاتیدا او په لومړي حمل سره ممکنه ده ښه شي .البته کله ثانوي دیزمینورې هم لیدل کیږي چې د پاخه عمر میرمنې پرې اخته کیږي او دغه مسله بیله ده او بیله معالجه لري .
ملایم فزیکي حرکتونه ،او خوراکي رژیم ته توجه ، په دې معنې چې سبزیاني او میوه ډیره وخوړل شي او استراحت او مساژ ممکنه ده له تاسو سره مرسته وکړي .
خو بیا هم یادونه کوو چې باید یو ډاکټرته ورشئ او نورې مسلې باید رد شي او دغه دردونه هم په بیلابیلو درملو سره کنټرول کیدای شي .
په اروپا کې دغه سپارښتنې هغو نجونو ته کیږي چې په میاشتني عادت کې درد لري ښايي، له تاسو سره هم مر سته وکړي :
منظم ورزش وکړئ ځکه ورزش په بدن کې دانډورفین په نامه مواد زیاتوي او دغه مواد د درد ضد خاصیت لري په دې ډول هغه کسان چې سپورټ کوي د درد په زغملو کې ترنورو میرمنو تکړه وي .
کافي استراحت وکړئ ځکه کله چې بدن ستړی او ستومانه وي له درد سره ښه مقاومت نه شي کولاي .
اوبه ډیرې څښې هغه کسان چې اوبه ډیرې څښې تر نور لږ درد احساسوي اوښه روغتیا لري .
خو په میاشتنې عادت کې ځینې اصول او لارې چارې شته چې باید یوه پیغله پرې پوهه شي ددې لپاره ښايی په راتلونکې کې دیوې پوښتنې په ترڅ کې معلومات درکړو .