• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د میوند اتله ملالۍ

Home لومړيتوبد میوند اتله ملالۍ
د میوند اتله ملالۍ

د میوند اتله ملالۍ

(نن د ميوند د حماسې ۱۳۵مه کليزه ده)

ليکنه: ډاکټر لطيف ياد

د امير شېر علي خان تر مرګ وروسته د کابل حالت ډېر خراب و. انګرېزانو دافغانستان په خاوره کې پر مختګ کاوه څو په پای کې سردارانو امير محمد يعقوب خان تر ٨ کالو بند نه وروسته د بنديخانې نه را و ايست او پاچا يې کړ .

امير محمد يعقوب خان چي يو بې تجربې سړی و انګرېزانو و نيوه او ګند مک ته چي د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دی بوت او هلته يې د افغانستان په تاريخ کي يې یو ناوړه تړون ورباندې لاسلیک کړ . په دې تړون کي افغانستان ډيري نوري مځکي له لاسه ورکړې جمادي الثاني ١٢٩٦ هـ ق ٢٦ مې ١٨٧٩ م .د ګندمک د تړون له مخي افغانستان د پشين ، کورمې او خيبر سیمې له لاسه ورکړې ا و هم د دې تړون له مخي د انګرېزانو استازی په کابل کي ځای پر ځای شو .

دا کار افغان ملت ته د منلو وړ نه و ځکه نو افغانانو په میړانه د انګرېز سره جنګ پيل کړ او د انګرېز انو استازی کیوناری یې دخپلوټولو ملګروسره د کابل په بالا حصار کي مړ کړ او د بلي خوا دمیوندپه دښته کې دامیرشیرعلیخان دزوی سردار محمد ایوب خان تر مشرتابه لاندې دخپلواکۍ مبارزین چې نارینه او ښځې ول سره راټول شول.

د کندهار په ميوند کې د ملالې انا مزار

د کندهار په ميوند کې د ملالې انا مزار

ټکنده غرمه وه ، غازيان تږي ، ستړي او ستومانه ښکارېدل ، د ميوند پر دښتّه اوبه هم نه وې ، نژدې و چي لښکرې له تندي ماتې وکړي . له بلي خوا د دښمن لښکر ډېر پیاوړی او په راز راز وسلوسنبال وو . په دغه وخت کي د پښتنو بيرغچي هم ټپي شو ، چي دې وضعيت انګرېزانو ته د يوې سختې حملې جراٌت ورکړ . خو په دې حال کي يوه پښتنه پیغله ميدان ته راغله او د پښتنو ملي بيرغ يې په خپلو سرو منګلو له مځکي پور ته کړ او دا لنډۍ يې و ويل : ٢٧ د جولای ١٨٨٠ م

که په میوند کې شهید نه شوې – خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د دې پیغلي غږ لکه يو آسماني غږ ته ورته و چي د پښتنو غازيانو ويني يې په جوش راوستلې او ټولو د الله اکبر په يوه ناره پر غليم حمله و کړه او خپله خاوره يې د پرديو متجاوزينو له ناپاکو قدمو نه خلاصه کړه .

دملالې د ژوند دپیښو په اړه چې دا نومیالۍ پیغله څوک،دچالوراودکومي سیمي کلي اوسېدونکې وه ، پوره معلومات په ﻻس کې نشته،خو دمېوند د فتحې دننګ او جنګ په معرکه کې ددغې نومیالۍپیغلې کردار او نقش لکه د لمر په څیر څرګند دی . ملي او ولسي روایات او هم تاریخي آثار په دې هکله تقریبا په یوه خوله دي او دعباراتو په ډیر لږ توپیر او بدلون دمیوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تائیدوي . د (پښتنې میرمنې)کتاب لیکوال عبدالرؤف بینوا لیکي چې: (ددوشنبې په ورځ د برات د میاشتي په اوولسمه،۱۲۹۷هجري قمري کال چې افغاني زلمیانو،میړونو او ښځودخپل وطن دساتنې په نیت سرونه پر میدان ایښي او دمیوند ډګر په دقربانۍ له پاره حاضر شوي وو، ټکنده غرمه وه، غازیان تږي او ستړي ستومانه وو… دمیوند پر دښت هیڅ اوبه هم نه وې،نږدې وه چې افغاني لښکر له تندي څخه ماتې وکړي .په داسي حال کې چې دلښکرو بیرغچي هم سخت زخمي شو او بیرغ یې له ﻻسه ولوېد، یوه پیغله راغله، بیرغ یې په سرو منګولو واخیست، ناره یې کړه:

خال به دیار له وینو کیږدم- چې شینکی باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

ددې پېغلي داغږ یو آسماني غږو چې دافغاني زلمیانو وینې یې په جوش راوستلې،او ټولود الله اکبر په ناره پرغلیم یرغل وکړاو دښمنان یې تار په تار او خپله پاکه خاوره یې د هغوی له قدمونو نه وژغورله…داپیغله ملاله نومیدله.) په ځینو روایتونو کې همدغه پورتنی مفهوم دالفاظو په لږوډیر بدلون سره راغلی دی : (دیوه خوا دپرنګي پوځونه دمیوند پر دښته پراته،په هر ډول وسلو اووسیلو سمبال وو، بله خواافغانان په تش ﻻس،خو دایمان او عقیدې په وسله سمبال دهغوی مقابلې ته راوتلي وو او په دې نیت او تکل وو چې دغه کفري لښکرې له خپلې خاورې څخه وباسي او هيواد ددوی له ناولو منګولو څخه آزاد کړي . له افغانانو سره په دغه جګړه کې افغاني پیغلي او میرمنې هم شاملې وې،چې ځینو یې غازیانو ته خواړه،اوبه او باروت وررسول اوځینې له خپلوپلرونو،ورونواومیړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته وﻻړې وې .یوه له دغو نومیالیو څخه ملاله وه. ټکنده غرمه وه،ملالې ولیدل چې له یوې خوا ددښمن دپوځونو شمیرزیات او په ډول ډول وسلو اووسیلو سمبال دي، او له بلې خوا دهغوی په وړاندې دافغاني غازیانو شمیر لږ،تش ﻻسي او نږدې و چې له ډیرې ګرمۍ،تندې او ستړیا څخه له ماتې سره مخامخ شوي واي .نویوهسک ځای ته وختله او دزړه له جوشه یې افغاني غازیانو ته دالنډۍ وویله:

که په میوند کې شهید نه شوې – خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د ملالې د لنډۍ هر توری لکه غشی د غازیانو په زړونو ولګید،وینې یې په جوش راغلې،مات زړونه یې راژوندي شول او د (الله اکبر)په کفر ځپونکي غږ پر دښمن ورغلل، سره ورځ یې پرې جوړه کړه.څه شیبه وروسته ملاله یو ځل بیا پر لوړ ځای ودریده او دا له جذبې ډکه ناره یې وکړه:

خال به دیار له وینو کیږدم- چې شینکی باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

ددښمن پرپوځونو ماته ګډه او ډیر زیاته مرګ ژوبله پکې وشوه .د (افغانستان درمسیرتاریخ)لیکوا ل دهغه وخت دیو نومیالي مؤرخ میرزا یعقوب علي خوافي دکتاب په حواله لیکي چې په دغه جګړه کې له دولس زره انګریزي پوځ،عسکرو او صاحب منصبانو څخه یوازې ۲۵تنه ژوندي دجګړې له ډګر څخه په تیښته بریالي شول.

او میوند فتحه شو.

د (زموږغازیان) کتاب لیکوال محمدولي ځلمې دنفتوﻻ خالفین د کتاب (شیپورهای پیروزی میوند) ۴۵۳مخ په حواله لیکي : (کله چې دزیاتي مرګ ژوبلې په نتیجه کې میوند فتح او افغاني غازیان دخپلو شهیدانو دښخولو په تکل کې وو،غازي سردارمحمدایوب خان پوښتنه وکړه چې دغه شهیده نجلۍ څوک ده چې په داسي نازک حالت کې یې پخپلو ملي لنډیو افغاني لښکر په ننګ او غورځنګ راوست . ځواب ورکړل شو چې دا(ملاله)دیو شپونکی لور او د میونداوسیدونکې ده .بل ورته وویل چې دا ډېره زړه وره وه،دغازیانو تر څنګ یې باید ښخه کړو . ایوب خان وویل : ښه وایاست . ملایانو او ملي مجاهدینو دبخښنې دعا ورته وکړه او هلته یې خاورو ته وسپارله .) همدارنګه میرغلام محمدغبار په (افغانستان درمسیرتاريخ)او لویس دوپري په خپل اثر(افغانستان)کې دملالې سرښندنه او ننګیالیتوب ستایي اوتائیدوي . له دغه پورته څرګنددونو څخه داښکاري چې (ملاله)دهمدغه میوند په تاریخي جګړه کې دشهادت مقام ته رسیدلې او تلپاتې نوم یې په برخه شوی دی . دغه ستره کارنامه یې زموږ دهیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیک او تر هغه چې افغان او افغانستان وي،له چا به نه هیریږي او په ډیر درناوي به نمانځل کیږي . ددې نومیالۍاو ننګیالۍ پیغلې قبر دمیوند دشهیدانو په هدیره کې معلوم او ډېر خلک زیارت له ورځي،روح دې ښاد او یاد د ی تل تازه وي.

[review]

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

ختیځ هند کمپنۍ – East India Company

ختیځ هند کمپنۍ – East India Company

Jun 23, 2015

د ختیز هند کمپنۍ East India Company دشرق الهند کمپنۍ[...]

ا فغاني اوښبه( اوښ والا) کله استراليا ته تللي وو؟

ا فغاني اوښبه( اوښ والا) کله استراليا ته تللي وو؟

Mar 24, 2015

-ليکنه: ډاکټر لطيف ياد -داستراليا لويه وچه هغه ستر هېواد دی[...]

کابلي والا

کابلي والا

Feb 19, 2015

د هندي لیکوال رابيندرانات ټيگور ليکنه د ډاکټر لطيف ياد[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d