ليکنه: ډاکټر لطيف ياد
-دهندوانو ټولنيز جوړښت او څلور پوړونه( طبقې) يا کا سټونه castes
١- برهمن :
په هندومت يا هندو ئېزم کې بر همن ځکه سپيڅلي او مقدس ګڼل شوي دي چې دوی ديني او مذهبي چارې پر مخ بيايي او په ټو لنه کې روحانيون او پنډتان دي ٠ د هندو ئېزم دعقيدې پر بنسټ بر همن له خولې پيدا شوی دی نو ځکه خوله دبدن پر ټو لو غړو باندې ځانګړی امتياز لري ٠
د هند مشهور لر غونی قانو نپوه منو چې دده قانون دمنو دقانون يا منو سمريتي او يا هم دمنو شاستر په نامه يا ديږي دبر همنانو دندې داسې ښيي :
“خدای بر همنانو ته دغه لاندينۍ دندې ټا کلي دي: دويدونو ويل او پر نورو خلکو باندې دهغو لو ستل،ځان او نورو ته نذرانه يا قر باني کول، خيرات ټولول او ورکول٠ بر همن چې وزيږي د ټو لو مخلو قا تو خاوند دی او په نړۍ کې تر ټولو ددرناوي خاوند دی٠ ددين دخزانو ساتونکی هم دغه بر همن دی٠ بر همن دخپل مقام او نسب دلوړتيا په وجه د هر څه مستحق دی٠ که بر همن دلسو کلونو وي او کشتري دسلو کلو نو، بيا هم پر کشتري دده درناوی او عزت لازم دی”.
دغه بر همنان اوروحانيون په ويدونو او شاسترونو پوه او دسنسکرېت د مذهبي کتابو نو په لو ستلو کې ځانګړی مهارت لري ٠ دبرهمن دډلې پنډيتان په مندېرونو او عباد تځا يو نو کې دبګهوانانو په وړاندې دخلکو لپاره دوعا ګانې کوي او له بګهوانانو غواړي چې دخلکو ناروغۍاو ستونزې لېرې کړي او پر هغوی با ندې خپله لو رېينه وکړي٠ همداراز دبر همنانو رو حاني ډله دخلکو دښادۍ او غم په مر اسمو کې هم ونډه اخلي٠ دوی نکاح ګانې تړي٠ په پښتو ژبه کې دبرم يا جلال او عزت کلمه هم ښايې دهمدې بر همن دکلمې نه اخيستل شوي وي چې مانا يې دلوړ موقف او په ټو لنه کې دعزت او درناوي خا وندان دي٠
٢-کشتري:
دغه طبقه په ويدونو کې دکشتري او چهتري په نومونو سر ه راغلي دي ٠ دمنو په قانون يا منو شاستر کې د کشتر يانو دندې داسې ټا کل شوي دي :
” کشتري ته حکم وشو چې دخلکو سا تنه وکړي، انعام او بخشش ورکړي، قر باني وکړي، ويدونه ولو لي او له شهرت پر ستۍ نه ځان وسا تي ”
کشتريان تر بر همنانو وروسته دويمه واک لر ونکې ډله وه چې واکمنان او پا چايان له همدې ډلې نه راوتلي وو٠ دوی عموما سياسي خلک وو٠ دوی پو ځي چارې پر مخ بيولې چې د ملک او هېواد سا تنه وکړي او دلوړو لوړو امتيا زاتو در لودونکي ول ٠ کشتر يان په عمومي تو ګه زړور خلک ول٠ دوی په جګړه کې زړور ول او په جګړو کې يې تيښته دځان لپاره عار او شر م باله٠
علامه ابو ريحان البيروني په خپل مشهور اثر کتاب الهند کې دکشتر يانو په اړوند داسي ليکلي دي:
“د کشتري لپاره برم يو ضروري کار دی٠ خلک بايد ورنه وډار شي٠ کشتري بايدزړور، غښتلی، دزغم خاوند، پياوړی ، ژبور او سر ښندونکی وي٠”
٣- ويسيا:
دويسيا نوم په ويدي متو نو کې دويسيا او ويشيا په بڼو هم راغلی دی٠ منو په خپل کتاب منو شا ستر يا دمنو قانون کې دو يسيا په اړوند د اسي ليکلي دي :
” ويسيا بايد غلې دانې وساتي ، انعام ورکړي، قربانۍ وکړي، ويدونه ولولي، سوداګري وکړي، پور ورکړي، کرنه او زراعت ددوی دنده ده.”
ويسيا په عمو مي ډول دکرنې، سوداګرۍ، غلو دانو او رمو دندې تر سر ه کولې ٠ دغه خلک دکر نې او زراعت په لارو چارو پوه ول٠ تخمونه يې پيژندل٠د ښو او بدو ځمکو پيژندنه او داجورې او مزد اندازه ددوی دنده ګڼل کېدله٠ داخلکو دپېريدلو او پلورلو کارونه ، دوزنو نو دټا کلو ،دغلودانو، فلزاتو، ټو کرانو پلورلو او دوکاندارۍ چارې سر ته رسولې٠ دوی دسو داګرۍ دکارونو دسرته رسو لو لپاره په څو ژبو پو هېدل ٠ دوی دجنګي او عسکري دندو دسر ته رسو لو نه معاف ول او دبيا رغاونې ټولې چارې همدوی ته سپارلې شوې وې٠
٤- شودرا:
د اطبقه دټو لنيز جوړښت پر بنسټ ښکته او ټيټه ګڼله کيدله نو دوی ته به اچهوت يا نجس او پليدهم ويل کېدل ٠
بر همنانو، کشتريانواو ويسيا دغه طبقه خپل سيالان نه ګڼل٠ دوی معمولا لاند ينۍ دندې تر سر ه کولې: موچيتوب، دوبي توب، دټو کر يو جوړول، کلالي، جولا توب، ندافي، دناولو ويالو پاکول، ډمتوب او نورې معمولي دندې٠
په منو شاستر کې راغلي دي:” شودرا بل هيڅ کار نلري پرته له دې چې دنورو خدمت او چو پړ وکړي.”
ددې لپاره چې شودرا غير اريايي خلک ول نو د ټو لنې پا تې درو ګو نو طبقو دوی خپل سيالان نه ګڼل او له دوی نه به يې کر که کو له او دوی ته به يې داچهوت او نجس خطاب کاوه.ددوی د خويندو او لو ڼو سره چا واده نه کاوه او نه به يې خپلې لو ڼې او خو يندې دوی ته ورکولې٠ همداراز په ټو لو ټو لنيزو چارو کې دوی يو وروسته پاتې او پسمانده طبقه ګڼل کيد له او دټو لو ټو لنيزو مزاياوو نه بې بر خې ول٠
په پښتو ژبه کې د شودرا کلمه اوس هم ژوندۍ ده اد بې تهذيبه، نا پو هه او بې عقل سړي ته سوډر وايې٠
له نيکه مر غه دکا سټ دد غه طبقاتي او ظا لمانه سيسټم په وړاندې دهندو مذهب نو مياليو ريفو رمستانو له ډېرې پخوانه مبارزې کړي دي٠ دبيلګې په تو ګه په منځنيو پيړ يو کې دبهکتي دمذهبي غو رځنګ او په شلمې او يو ويشتمې پيړيو کې دهند ستر لار ښود مهنداس کرم چند ګاند هي چې په هند کې ورته ګاندهي جي او دمها تما يا دستر روح لقب ور کړل شوی دی د شودرا طبقه دهريجن په نا مه سره نو مو لې ده يعنې دخدای سو غات ٠
همدارازنورو مشهورو هندي ريفور مستانو هم دکا سټ د ظا لمانه سيسټم پر خلاف مبارزې کړي دي چې موږ يې دځينو نو مو نه په لاندې ډول يا دوو:
اچاريا وينو با بهاوي، بابا امتي،ايشور چندرا ويد يا ساګر،جيو تيبا پهولي،دکتور بي٠ار٠ امبيډ کر، مادر تر يسا،راجا من موهن رای، سري رام کريشنا پارم هنسا، شاهو چيترپا تي، سوامي ديا نند، سرا سوتي او سوامي واويکا نندا٠ همداراز ډېر و نورو ټو لنيزو سازمانو هم دکاسټ د ناوړه ټو لنيز سيسټم پر خلاف مبارزې کړي دي ٠
دهند تر خپلواکۍ وروسته په ١٩٥٠زېږدېز کال کې دهندو ستان اساسي قانون د کاسټ سيسټم رسما لغوه کړ.
[review]