دهند دپښتنو غلجیانو دکورنۍ لومړنی واکمن سلطان جلال ا لدین غلجی(۱۲۹۰-۱۲۹۶) زیږدیز
ډاکټر لطیف یاد
دهندوستان دمریانو دواکمنۍ دوروستني واکمن سلطان معزالدین کیقباد تر نسکوریدو وروسته پښتون واکمن سلطان جلا ل الدین فیروزشاه غلجی د ۱۲۹۰ زیږدیز کال دجولای دمیاشتې په دیارلسمه نیټه دامیرانو او درباریانو له خوا دهندوستان د پلازمینې ډهلې په کیلو ګړهي نو مې ځای کې دواکمنۍ پر ګدۍ کیناست او په دې توګه یې په هندوستان کې دغلجيو پښتنو دواکمنۍ بنسټ کیښود . دپښتو زبې مشهور شاعر خوشال بابا هم دډهلی دښار په قصیده کې دهند دواکمنانودنومونو دراوړلو په لړ کې د دسلطان جلا ل الدین غلجي په اړوند داسې وایې :
بیا سلطان جلال الدین پر سریر کښیناست
چې په اصل کې غلجی دولایت و
سلطان جلا ل ا لدین ن دافغانستان په زابل کې زیږیدلی واو دمریانو دوروستي سلطان معزالدین کیقباد په وخت کې دهغه دپوځونو لوی درستیز و.سلطان معزالدین کیقباد په دغه وخت کې فلج شوی و،خووروسته درباریانو دده درې کلن ماشوم زوی کیو مرث په پاچاهۍ وټاکه ، خو دسلطان جلال الدین پوځونوکیقباد خلعه کړ او دی ووژل شو او دده مړی دجمنا په سیند کې واچول شو.
تر دې وروسته چې سلطان جلال الدین خلجی دهندوستان واکمن شو نو تر ټولو دمخه يې خپل مشر زوی اختیارالدین ته دخان خانان ، منځومي زوی ته یې د هرکلي خان ( ارکلي خان) او خپل کشري زوی ته یې دقدر خان لقب ورکړ.سلطان جلا ل الدین غلجی خپل کشری ورور ته دپو ځی چارو وزارت ورکړ.
همداراز سلطان جلال الدین دمریانو ددورې ډیر امیران په خپل ځای او خپلو دندو پریښودل .دی نرم مزاجه واکمن او دښو کړووړو څښتن و چې ان دهغو کسانو سره به یې په نرمۍ چلند کاوه چې دده پر خلاف یې سازشونه کول.
دسلطان جلال الدین په وخت کې دمغولو او هم په مالوه کې دځینو هندي راجاګانو سره جګړې وشوې خو ده پر خپلو دښمنانو بریالیتوب تر لاسه کړ.
دسلطان جلال الدین وراره او زوم علاءالدین نومید. ده په بهلسه او دکن کې هم دعلاءالدین په مرسته دځینو شورشونو مخه ونیوله ، خو علاء الدین دځینو نورو امیرانو په سازش سلطان جلال الدین غلجی چې دده تره ( اکا ) و وواژه او پخپله دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست(۷) .
لنډه داچې سلطان جلا ل الدین غلجی د۶ کلونو لپاره دهندوستان پښتون واکمن پاتې شو او دده دواکمنۍ په وخت کې ډیرو پښتنو لوړ لوړ منصبونه او جاګیرونه درلودل.
ماخذو نه او سر چينې :
١- لطيف ياد،پښتني قبيلې،١٩٧ مخ، دپېښور چاپ٠
٢- علامه پو هاند عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ لومړی او دويم ټوک،٤٠٥ مخ، دپېښور چاپ٠
٣-قدرت الله حداد،غرزی، غلجي او خلجي دتاريخپو هانو له نظره،دکابل مجله،٣ ګڼه،٤١ مخ،١٣٣٨ کال٠
٤-د خو شال خان خټک کليات،٦٦٩ مخ، دکندهار چاپ٠
٥- تاريخ حيات افغاني،٢٩١ مخ، دپيښور چاپ
۶-هندوستان پر اسلامي حکومت ،دمفتي شوکت علي فهمی اثر ، دهند چاپ