دودانیو قانون .Building bye-law
د ودانۍ جوړولو ساحې په اړه سټنډرډ غوښتنې Standard Requirements in Respect of Building Construction Site
1. نمیجنې ساحې. Damp sites.
کله چې ساحه نمجنه وي او یا خاوره طبیعي ډول نم ولري نو داسې احتیاطي تدابیر نیول ضرور دي.
دهرډول دیوالونوترمنځ د ځمکې مخ ساحې ته باید لمدبل ضد طبقه ورکول شي.
2. د برق له مزو واټن .Distance from electric line
د بریښنا د جریان له مزو څخه مناسب واټن د کار په ساحه کې د کارکوونکو د خوندیبوت لپاره اړین دی. دا واټن وخت په وخت بدلیږي او اصلاح کیږي چې په لاندې ډول دي.
لومړی. ټیټ ولټاژ او خدماتي مزي . عمودي واټن 2.5m او افقي واټن 1.2m
دویم .لوړ ولټآژ تر 11000 ولټ پورې .عمودي واټڼ 3.7m او افقي واټن 1.2m
دریم .لوړ ولټاژ له 11000 ولټ پورته تر 33000 ولټ پورې.عمودي واټڼ 3.7m او افقي واټن 2m
څلورم . له 33000 ولټ پورته لپاره .د هر 33000 لپاره 0.3 m جمع شي هم د افقي لپاره هم د عمودي لپاره .
3. د ساحې ترټولو کم سایز.Minimum size of the site
د کار په ساحه کې د بیلابیلو ودانیو او بیلابیل ګروپ خلکو لپاره د ساحې سایز باید ښاري ماستر پلان او ښاروالي د مقرراتو او اصولو له مخې پریښودل شي.
لومړی .د وتلو لار exit way
د وتلو لار لپاره لاندې عمومې غوښتنې باید په پام کې ونیول شي.
1) هره هغه ودانۍ چې د انساني استوګنې لپاره کاریږي باید د بیړنیو پیښو پرمهال د استوګنو د خوندي تیښتې لپاره پوره دوتلو لار ولري.
2) هره ودانۍ باید وتلو لار ترټولوکمه غوښتنه پوره کړي،په اثتثنی د هغو ودانیو چې د عام کارونې لپاره نه وي.
3) ټولې د وتلو لارې باید هیڅ ډول خنډونه ونه لري.
4) هیڅ ودانۍ باید داسې تغیر نه کړای شي چې د وتلو لار پلنوالی یی او یا یی شمیر راکم شي.
5) د وتلو لار باید په نښه شوې وي او مسیر یی روښانه ښودل شوی وي او دوتلو اشارې لګول شوې وي.
6) د وتلو لارې باید پوره رڼا ولري.
7) که اوروژنکې ډبې د وتلو لار په امتداد ایښودل شوې وي نو هغوي ته مناسب موقعیت ورکول شوی وي او دلارښوونو اشارې یی په څنګ کې لګول شوې وي.
8) د خطر زنګونه باید نصب شوي وپ څو استوګنو ته دتخلې پرمهال خبر ورکړي.
9) د وتلو لار باید له ودانۍ دباندې وتلو او یاهم دودانۍ دننه سرخلاصي ځای ته د وتلو لپاره مسلسل وتلو وسایل کارول شوي وي.
10) د وتلو لار باید داسې عیاره شي چې وتلو لپاره په یوه بله استوګنه برخه تیر نشي په اتثنی دهغه حالت چې هلته داستوګنو ودانۍ وي .
4. د وتلو لارو ډولونه . Types of Exits
a) وتلو لار باید یا عمودي وي یا هم افقي وي .یوه د وتلو لار کیدای شي دروازه وي ،دهلیز وي او یاداخلي یا خارجي زیني ته ورختو برخه وي ،رمپ وي یا هم یا برنډه وي څو کوڅې یا د یوې بلې ودانۍ بام ته د لاس رسي ځای وي.وتلو لار کیدای شي ورڅیرمه ګاوڼد ودانۍ ته افقي برخه وي چې په یو لیول وي .
b) لفټونه او دوراني دروازې د وتلو لار نه شمیر کیږي.
5. د وتلو لار شمیر او سایز. Number and size of Exits
د وتلو لارو شمیر او سایز باید هلته د ودانۍ په هره کوټه او هرپوړ کې د اوسیدونکو د شمیر او وتلو لار د ظرفیت ،د مزل وآټن او ودانۍ د اوچتوالي په پام کې نیولو سره غوره شي.
6. د وتلو لار ترتیب . Arrangement of Exits
وتلو لارې ته باید داسې موقعیت ورکول شي چې په استوګنو،ښوونیزو او اداري ودانیو په یوپوړ کې د مزل واټن له 22.5m نه زیات نه شي .او په غوڼدو په تالارونو ،سوداګریزو،صنعتي او ګودام ودانیو کې له 30m زیات نه شي.کله چې له یوې زیاتو وتلو لارو ته ضرورت وي نو باید یو له یو له بله وآتن ولري .د وتلو لار ته باید د هغه پوړ هرې برخې څخه لاس رسی وي.
You also might be interested in
Ruth Ozeki (born March 12, 1956) is a Canadian-American novelist,[...]
تشنجات څنګه له اوسپنیزکانکریټي پایې تهداب ته انتقالیږي؟ How Stresses[...]
د لومړیتوب پيل له ډيرو هیلو، موخو او ډيرو اندېښنو[...]