د ښې زینې غوښتنې .
ښه زینه باید د ودانۍ د بلابیلو پوړونو ترمنځ اسانه ،چټکه او خوندي اړیکه تامین کړي.د ښې زینې غوښتنې په لاندې ډول دي .
1. موقعیت . LOCATION
ښه زینه هغه ده چې د ودانۍ په مرکزي برخه کې وي ،پوره رڼا او تهویه ولري.
2. د زینې پلنوالی . WIDTH OF STAIR
په ټولګټو ودانیو کې د زینې پلنوالی باید لږترلږه 1.8 m او استوګنیزه ودانۍ کې 0.9 m. وي .
3. اوږودوالی . LENGTH
د زینې د دوه چوکونو ترمنځ اوچتیدل باید زیات نه زیات 12 او ترټولولږ 3 پتې وي .
4. د زینې میلان . PITCH OF STAIR
د اوږدو زینو میلان باید قدمونو په ورکولو راهموار کړای شي .میلان باید له 400 زیات او له 250 کم نه شي .
5. تش ځای . HEAD ROOM
د زینې د قدم او پرې سمدستي لپاسه بل چوک ترمنځ فاصله باید 2.1 تر 2.3 M څخه کمه نه وي .دومره لوړوالی ددې لپاره ساتل کیږي څو لوړ قد لرونکی شخص هم وشي کولی په زینو کې اسانه تګ راتګ وکړي پرته له دې چې سر یی په سلب ولګیږي.
6. مواد MATERIALS
په زینه کې باید اور ضد مواد وکارول شي.دا مواد باید پوره مقاومت هم ولري د ټکان پروړاندې هم ودریږي.
7. د کټارو بازوBALUSTRADE
ټولو سرخلاصو زینو ته باید د کټارو بازوګان ورکول شي څو د پیښو مخه ونیسي .که زینه پراخه وي دواړو طرفونو کې باید لاستي هم ورکول شي.
8. چوک LANDING
د چوک پلنوالی باید د زینې له پلنوالی کم نه وي .
9. په چوک پته . WINDERS
په چوک د مثلثې پتې له ورکولو باید ډډه وشي .
10. د قدمونو تناسب . STEP PROPORTIONS
د قدم او ګام او یا د پتې او هغې د لوړوالی ترمنځ باید مناسب تناسب په پام کې ونیول شي.یو شمیر اصول یی په لاندې ډول دي .
قدمونه/ټوله افقي فاصله په CM + 2 ( اوچتوالی په (CM =60
قدمونه/ټوله افقي فاصله په CM × 2 ( اوچتوالی په (CM =400 TO 450
قدمونه/ټوله افقي فاصله په CM + 2 ( اوچتوالی په (CM =40 TO 45
سټنډرډ سایزونه = قدم 30CM اوچتوالی 14CM
یو شمیر نور ترکیبونه هم شته لکه له افقي فاصلې څخه منفي 20MM او له اوچتوالی د قدم سره 10MM جمع کول .
قدم 28CM 15 CM X د قدم اوچتوالی
قدم 26CM 16 CM X د قدم اوچتوالی
قدم 24CM 17 CM X د قدم اوچتوالی
په ټول ګټو ودانیو کې زینه (27 CM X 15 CM) TO (30 X 14 CM)
په استوګنیزه ودانیو کې 25 CM X 16 CM
You also might be interested in
لیکنه .پروفیسر C.V.R.Murty د هندوستان کاپور انستیتوت کې پروفیسر .[...]
ژباړه: شرر ساپی د زبيربن عبدالمطلب په کور کې خلک راټول[...]
ژباړه: صحت سمسور او سمیع الله دُرانی ذهن جوړوونکي خلک[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی