لیکوال: ریچارد ټمپلر
ژباړن: ذبیح الله رحیمزی
وګړي وهڅوئ!
((يوه ډله هغه وخت په يو ټيم بدلېږي، چې هر غړی په خپله او د نورو د مهارت په لوړولو کې پرځان باوري شي.))
لورمن کلس شيدل
که د وګړو پر وړاندې په کارونو کې رضایت څرګند نه کړې، د هغوی به زړه مات شي.
خلک د بېلابېلو دلایلو له مخې کار ته مخه کوي، زیاتره یې د پیسو د ترلاسه کولو خبره نه مطرح کوي، یا هم معلوم او نا معلوم دلایل لیکل شوي یا نه دي لیکل شوي؛ خو تر ټولو ورته مهم «شاباسی دی، چې د رئيس له لورې» واخلي، چې هغه رئيس تاسې یاست.
کېداى شي هغوی دا قضیه وپېژني یا دا «حس کړي، چې کارونه يې په ښه توګه ترسره کړي.» خو له کومه خوا پوه شي؟
هغوی هغه وخت پوهېږي او حس کوي چې تاسې ووایاست. صبر وکړه، کله چې د پام وړ کار ترسره کړي بیا هغه وخت ورته ووایاست، چې کار مو په ښه توګه ترسره کړی او تشویق یې کړئ. تر دې چې د کار او عمل د پای مخکې یې وستایئ.
ولې؟
ځکه د دې امکان شته، چې خپل کارونه ښه ترسره کړي او هېڅکله دا په فکر کې هم ونه ګرځوي، چې په کار کې لټي او سستي وکړي.
((هغوی ته د کار د پای ته رسېدو وړاندې ووايئ، چې له کارونو مو راضي يم.))
مدیر کېدل لویه هیله وي. تاسې غواړئ چې یوه ښه ټيم ولرئ. د هغوی ستاینه او تشویق بې مصرفه کار دی او تاسې یې په اسانۍ سره کولای شئ، ستاینه خلاصېږي هم نه او دا ډېر ګټور عمل دی او ترسره کول یې هم اسانه او ستاسې وخت هم نه ضایع کېږي.
نو ولې بيا ډېر مديران دا کار نه ترسره کوي؟
ځکه اړتیا لري، چې پر ځان باور ولري. تاسې باید تل د ځان په اړه ښه احساس ولرئ، ترڅو وکولای شئ، نور په ښه توګه وستایئ او تشویق یې کړئ. که چېرې پر خپل ځان بې باوره او شکمن واوسئ؛ نو د نورو پر وړاندې به هم شک لرئ. که چېرته تاسې پر هغوی شک وکړ او تشویق مو نه کړ، پر دې پوه شه، چې هغوی به هم کار په ښه توګه سرته ونه رسوي.
یواځې دا بسنه کوي چې هغوی ته وواياست:«ته يې د سرته رسولو وسه لرې.» يانې کار په ښه توګه ترسره کولای شې.
هغوی چې چا ته ډېر مسوولیت ورکوي، نو به پرې ډېر اعتماد هم لري. د نورو هڅول لګښت نه لري؛ خو په بدل کې زیات څه ترلاسه کېدای شي، مانا دا چې اجوره یې زیاته ده.
په حقیقت کې تشویقول یا هڅول یو برکت دی.
داسې یوه فضا جوړه کړئ، تر دې چې هریو د هغوی له ډلې نور وستایي او دا جمله باید «ته د هغه کار له عهدې وتلای شې» هره ورځ د کار په ساحه کې واورېدل شي. که چېرې تاسې داسې ونه وایاست؛ نو ومنه چې نور به یې هم ونه وايي. تاسې ټول ښه ډېر وهڅوئ، چې هغه هم د هغوی لاس ونیسي، چې یوه څه کمه وړتیا لري.
په هرښه ټيم کې تشویق او ستاینه باید د اساسي کارونو او کړنو وبلل شي. ډله يېزه هڅونه هم همداسې ده.
«موږ ټول په دې کار کې شريک يو، يا به موږ ټول سره بريالي کېږو او يا به ماتې خورو.»
دیارلسم قانون:
د ښو او کار پوه خلکو د موندنې لپاره هڅه وکړئ!
((تر ټولو ښه اجرايه مدير هغه دی، چې وکولای شي ازمويل شوي وګړي وټاکي او هغه کار چې ورته سپارل کېږي، په سمه توګه ترسره کړي او د دې توانايي ولري، چې د کار ترسره کولو پرمهال د هغوی ترمنځ يوه ډېره ښه اړيکه شتون پيدا کړي.)) تثودور روزولت
تاسې باید د وړ کسانو په ټاکلو کې ډېره وړتیا ولرئ، د دې لپاره چې ترڅو مناسب ځایونه په وړ کسانو ډک کړئ او بیا یې پرېږدئ چې ترڅو په خپله خوښه کار مخې ته یوسي، دا به ومنم چې دا وړتیا تر ډېره ذاتي وي، خو په دې باور هم لرم، چې تاسې یې کولای شئ.
له دې څخه معلومېږي، چې که څوک دغه ډول حس ولري، خپل ټيم له داسې کسانو جوړوي، چې برلاسی ولري. بیا نو په ارامه زړه او بې له کوم تشویش به د هغوی کارونه ګوري او د غوره بریالیتوب لارې به یې څاري. تاسې هم کولای شئ دا ډول کار ترسره کړئ.
زما په اند د دې کار مهارت دا دی، چې هم مناسبه ټاکنه او هم د هغوی پرېښودل، د هغوی پرېښودل د دې لپاره چې د خپل نظر وړ موخه ترلاسه کړي او تاسې باید هم د هغوی د توانايئ او د خپلې وسې په اندازه په خپل ځان باور وکړئ، چې دا ډول کارونه سرته ورسوئ.
تاسې باید د ټاکل شوي کار د ترسره کولو لپاره د مناسبو کسانو د ټاکلو په اړه پوره پاملرنه وکړئ، د بېلګې په توګه، تاسې یو حساب دارۍ مدیر ته اړتیا لرئ او دا هغه څه دي، چې تاسې یې په هڅه کې یاست.
مګر هغه څوک دی!؟؟ د ټیم لوبغاړی؟ ښه لیدونکی؟ څوک چې وکولای شي، په عین وخت کې یې د ترسره کولو پرېکړه وکړي؟ څوک چې ژر تر ژره برنامې او جوړوي؟ څوک چې ستاسې اقتصادي حالت درک کوي؟ څوک چې د پاڼو او د حسابونو څېړنه او په رڼه توګه خبرې وکولای شي؟
ډاډه یم، چې زما په هدف به پوه شوي یاست. که په روښانه توګه پوه شئ، چې د یو داسې کس په لټه کې یاست، چې هغه تن یې وړتیا ولري، په غوڅه توګه هماغه زیرک مدیر یاست، چې پوهېږئ د څه په لټه کې یاست.
((بايد د يو مشخص کار لپاره د مناسبو کسانو د ګومارنې پوره مهارت ولرو او بيا يې د ترسره کولو لپاره پرېږدئ.))
دا کار دومره سخت نه دی، یواځې د برنامو جوړولو، ډېره هڅه، ژر رسېدو لپاره کړنې او لارې ته ضرورت دی او ناممکن نه دی.
کله چې ما د یو مدیر په ټاکنه کې تېروتنه وکړه، زه یو لوی مدیر وم او ما یو بل داخلي مدیر ته اړتیا لرله، ما د هغه تېر او شخصیت ته پاملرنه ونه کړه او یواځې د هغه مسلک ته مې مخکې والی ورکړ.
د هغه مسلک زما له غوښتنې سره سم و؛ خو د هغه فکر او کردار نه. هغه هرڅه په سیالۍ کې رانغاړل. سیالي یې خپل منځ او له نورو مدیرانو سره. هغه هېڅکله دټیم یو غړی نه و، هغه په خپلې خوښه خوښ و او دا کار یې زما او دمدیرانو خوښ نه راته؛ ځکه چې موږ ټولو غوښتل له یوبل سره یوځای پر مخ ولاړشو.
دا هغه څه وو، چې د یو وړ کس په ټاکلو کې زه نه وم توانېدلی، ما د هغه په ټاکنه کې تېروتنه وکړه او په یو اوږد مهال کې پر دې بریالی شوم چې ځان ترې خلاص کړم او یواځې هغه څوک چې باید ملامته وي، هغه زه خپلوم، ځکه د هغه چاپه اړه چې ما وټاکه ښه غور مې پرې نه و کړی.
که چېرته په دې کار کې پوره مهارت نه لرئ او هیله یې لرئ، چې په دې برخه کې څه لاسته راوړئ، یو څوک وټاکئ، راويې غواړئ، چې په دې اړه له تاسو سره خبري وکړي.
هغوی چې په دې برخه کې په ډېر څه پوهېږي، ترې د مرستې غوښتنه وکړئ، ترڅو هغه تن ته چې ته ورته په رښتینې توګه اړتیا لري، په ښه توګه وټاکې.