– ذبیحالله ايمان
– مينه یو پاک او سپېڅلی نوم دی. هر څوک یوې سپېڅلې مينې ته اړتیا لري، بې مينې ژوند هسې بې مانا غوندې وي. مينه په دې مانا نه چې یوازې د نفسي خواهشاتو د پوره کولو مينه وي. بلکې، په لومړي سر کې مينه د خپلې مور او مور له غېږې سره تر ټولو مهمه ده. ځکه، مور او د مور له غېږې سره چې مينه ونه کړې، نو هېڅ وخت به ته یو مينه ناک سړی نه وې. دا په دې خاطر چې مور سړي ته دومره مينه ور کوي چې دلته شاید په ډېرو لنډو ټکو کې ونه ويل شي.
دا راته جوته شوې ده، چې څوک له خپلې مور سره مينه ونه لري هغه کس په ټولنه کې هم بې مينې وي. او خلک چندان د ښه سړي په سترګه ورته نه ګوري.
همدارنګه مينه له خپلې خاورې او هيواد سره بیا تر ټولو ښه او غوره ده. هغه ځکه چې ددې وطن په هره برخه کې چې ته اوسېږي دا د دې وطن مينه ده. ددې هيواد هر څه چې خورې او په ورځني ژوند ې ترې ګټه اخلي دا یوازې هسې شاته مه غورځوه چې دا نو زما په دې وطن پور دی، بلکې په وطن دې پور نه دی بلکې د وطن د زړه وينې ته خورې. نو همدومره مينه باید وطن ته ور کړې، د خپل ګران وطن په مقابل کې وسلې او ورانۍ ته لاس وا نه چوې. ځکه دا بیا تر ټولو نمک حرامي کېږي. لکه زموږ او ستاسې پخوانيو ټوپکسالارانو چې ددې وطن سره و کړل. وطن مو مينه ور کړه. په خپله غيږ کې یې لکه د خپل زوی په شان را لوی کړل. او دوی لګیا شول وطن یې د ټوپک په خولخه باندې د پردیو په لمسون باندې ټوټه، ټوټه کړ. لاس او پښې یې ترې پرې کړې، د ټول ژوند لپاره یې نورو ته اړ کړ.
زه نه پوهېږم دوی خو سم ځانونه مجاهدين هم بلل، د دين ستنه یې هم ځان باله ولې چې ددوی سم زده نه و کنې هسې یې ځان پرې ګوڼ اچولی و. خو د قرانګريم او د نبي ص په مبارکو احاديثو کې دا خبره په واضیح ډول سره بیان شوې ده. چې: ((چې د وطن سره مينه، د ايمان یو جز دی)) نو بیا یې ولې هسې کول چې ځان یې ښه د دين په اړه هم تر ټولو مخکې بللی دی. مګر د وطن په وړاندې یې بیا هم د ناکاره کړنې کولې؟ په هر صورت دا به د تاريخ منحوس او پردي پاله و ګړي ول. ځکه چې وطن مينه ور کړې ده، وينه یې د همدې وطن له غذاوو نه جوړه شوې وه خو دوی په دې وطن څه ونه کړل. یو خدای او دې وطن و ليدل.
بل هم په ټولنېز ژوند کې هغه په پښتنو کې یو متل دی وایي چې:(( د زړه نه زړه ته لاره وي))
دا ډېره پخه او ځای خبره ده، ځکه چې څوک دې په زړه باندې ښه لګي ته هم د هغه سړي په زړه باندې ښه لګې. نو د زړه نه زړه ته لاره سل په سله ښه او پخه خبره ده. ما ډېری وګړي ليدلي چې وایي دا پلانی مې هسې خوشي بد راځي. چې تر و پوښتې چې ولې علت یې څه دی بس هسې یوه خبره هم درته کوي. وایې علت یې را مالوم نه دی. خو نومړی چې کوم فکر کوي، د هغه بل کس هم په زړه کې دده په شان ورته یو څه وي. که د هغه بل کس نه هم و پښتې چې ددې پلاني سړي په اړه دې خپل نظر څه دی ، همداسې څه به ترې واورې لکه هغه بل چې ويلي دي. وایي چې خدايزده نه پوهېږم هسې خوشي را باندې ښه نه لګي. دې سړي ته یې هم علت نه ور مالومېږي. نو په هر صورت دا به ښه وي، جې هر څوک په ټولنه کې مينه او ورورولي خوره کړي تر څو ددې ناوړه پدېدې ټغر و ټول شي. او هر څوک هر افغان نور ددې وطن پر وړاندې یوې رښتينې مينه ته غاړه کېږي. همدا وړې، وړې ناخوالې وي چې را لوېږي او وطن د بربادۍ لوري ته خوځوي.
په ورځني ژوند کې، اوس ماته ډېره ښه مالومه شوې ده. څومره مې چې د یو چا سره مينه وي، په هماغه اندازه یې را سره مينه وي. دوه اړخيزه مينه هسې د سړي په فطرت کې نه وي، بلکې دا مينې یو کسبي شی ده. هر څوک کولای شي چې مينه نالک و اوسي. شرط یې دا دی چې له مينه ناکو وګړو سره یې ژوند وي. ځينې خلک دي ښه به مينه ناک وي هسې یو ځل درته په بل اړخ شي هر څه بدل بدل کړي. سړی به هېڅ پرې پوه نه شي چې په دې سړي باندې څه وشول چې هسې یو دم یې مخ په بله خوا باندې واړولو. ددې ټولو خبرو علت زما په نظر دادې چې، ځينې خلک رښتیا هم اصل کې مينه ناک وي، مګر یو دم هسې خلکو سره واوړي چې دا سړی هم د کرکې یو سر منشه کړي. او هر څه ورته بد بينه و ښایي چې بیا په اخر کې د همدې وطن، خاورې او ټولنې پر وړاندې ستونزې را ولاړوي.
مينه، مينه وي، په مينه باور و لرئ، په مينه باندې ايمان و لرئ، ځکه چې د خدای(ج) او د هغه د رسول سره مينه د وطن، مور پلار او د ټولنې له مينې کمه نه ده. دداسې ورځې په هيله چې په وطن کې مو هر ځای کې مينه خوره وي، د کرکې ټغر ټول وي. هسې مينه نه وي چې یو اړخ نه وي بل څخه نه بلکې، په هر لوري مينه او د وطن دوستي یو سپېڅلی کاروان وي. هر څوک هر چاته د زړه له تله مينه او پېرزوینه ور کړي. هر څوک هر چېرې د خپلې مينې اظهار په ډاګه و کړي. ددې جملو څخه مې اصل کې دا مطلب دی چې د دې ناچارې ټولنې او و ګړو سره دوه اړخيزه ةينه و کړو ځکه ډې ټولنې او دې خاورې موږ او تاسې ته مينه را کړې ده اما په مقابل کې یې موږ هېڅ یوه زره مينه هم نه ده ور کړې.
د یوه مينه ناک او سپېڅلي نوي دوه اړخيزه نسل په هيله!
[review]