• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

دوه رګه ساختمان جوړونې تخنیک

Home انجينیريدوه رګه ساختمان جوړونې تخنیک

دوه رګه ساختمان جوړونې تخنیک

ژباړه: انجنیر فرید عاطف

HYBRID CONSTRUCTION TECHNIQUE:
دوه رګه کانکریټ جوړونه یا مختلطه کانکریټ کانکریټ جوړونه هغه تخنیک دی چې په فابریکه مخکې جوړ شوي او ساحه کې جوړ شوي کانکریټ په یوځای شکل کاریږي او ددواړو تخنیکونو له جلاجلا ښېګڼو ګټه پورته کیږي .دوه رګه کانکریټ جوړونه د مخکې جوړ شوو او په ساحه کې اچول شوو کانکریټو ګډ ترکیب دی. بیلا بیل ساختماني مواد نظر د هغو مقاومت او کمزوتیا ته یوځای کاریږي څو ساده ،ودانولو وړ او د لوړ کیفیت سره برابر ساختمانونو ترلاسه شي کوم چې په سمه توګه کار وکولی شي.په ساختمان جوړونه کې د مخکې جوړونې (precasting) ټولې ښیګڼې (شکل ،ښویه والی ،رنګ ،د کار تیزوالی ،مخکې متشنج کیدل او مناسب اوبه ورکول ) شتون لري او همدارنګه په ساحه کې جوړولو (in-situ construction) ټولې ګټې لکه (اقتصادي والی ،د ځای سره برابرښت ،د قالب وړتیا ،پرله پسي والی او زیږوالی) له ځانه سره لري.د بیلګې په توګه پخلنځی یا تشناب په فابریکه کې جوړیږي ټول اړوند وسایل یې په فابریکه کې په کې نصب کیږي او په ساحه کې له نصبولو په هغه برخو کې کانکریټ اچول کیږي چېرته چې ورته اړتیا وي.
مخکې جوړونه او په ساحه کې اچول په مختلفو لارو یوځای ترسره کیږي څو مهندسي او ډیزاین غوښتنې په کې پوره شي.مخکې شوي او په ساحه کې جوړ شوي عناصر کولی شي په ځانته ځانته شکل او خپلواک هم او په شریکه سره عمل وکړي.سربیره پردې کیدای شي یو ساختماني جز دمخکې شوي او ساحه کې کانکریټ اچولو کار ګډ شکل ولري.د مخکې جوړ شوو او ساحه کې جوړ شوو بیلابیل سیستمونه شتون لري چې له دې ترکیب څخه په پراخه پیمانه ګټه اخستل کیږي.
د دوه رګه کانکریټ جوړونې ساختماني عمل . Structural Action of Hybrid Concrete Construction:
خپلواک عمل . . Independent Action
مخکې جوړ شوي روکشونه (Precast cladding) په ساحه کې جوړ چوکاټي ودانیو د ښایست لپاره کاریږي.ساده تکراري ساختماني برخې کیدای شي په طبیعي ډول ددې وړ وي چې مخکې جوړې شي په داسې حال کې چې پیچلي او لږ لاس رسي وړ برخې کیدای شي په ساحه کې جوړې شي .

مشترک عمل . Combined Action:
مخکې جوړ شوي واحدونه کیدای شي مستقیما په ساحه کې جوړ شوو برخو سره تعویض شي ،د بیلګې په ډول د زینې قدمونه ،او یا په ساحه کې جوړشوي چوکاټ په دننه کې منځ خالي پوښښ واحدونه.ددودیز قالب د اړتیا پیداکیدو د له منځه وړلو لپآره دا واحدونه کیداشي د دایمي قالب پرخای هم وکارول شي.

مرکب عمل . Composite Action:
کله کله د مخکې جوړ شوو فرشونو د مقاومت ،سختوالي او زیږوالي د زیاتولو لپاره د هغې لپاسه یو پوښ ورکول کیږي .او ځیني وخت د مخکې جوړ شوو بیمونو لپاسه په ساحه کې کانکریټي سلب ورکول کیږي څو هغه د T بیم په شکل عمل وکړي چې دیته مرکب عمل وايي او د دوه رګه ساختمان جوړونې یوه بیلګه ده.
د دوه کانکریټ جوړونې د کارولو ګټې . Benefits of using Hybrid Concrete Construction
لګښت . Cost
څرنګه چې د ودانۍ ساختماني چوکاټ د ساختمان جوړونې د ټول لګښت 10% تشکیلوي ،د چوکاټ د موادو غوره کول د ساختمان جوړونې په پرله پسې پروسو باندې فوق العاده اغیز لري.ددوه رګه جوړونې سره ساختمان چټک کیږي ،ښه کیفیت ترلاسه کیږي او هم په ورته وخت کې د ساختمان د عمومي لګښت په اقتصادي والي کې رول ترسره کوي.

ودانولو وړتیا . Build ability
څرنګه چې مخکې جوړ شوي او ساحه کې جوړ شوي کانکریټ هغه ځای کې کاریږي چیرته چې مناسب جوړول نسبتا ساده او معقول وي .د دوه رګه کانکریټ جوړونې په اړه باید د ډیزاین پرمهال پریکړه وشي. دوه رګه کانکریټ جوړونه دا مانا هم لري چې د چوکاټ څو سلنه برخې په فابریکه کې د ماهرو کسانو په واسطه جوړ شي او ساحه کې نصب شي.
خوندیتوب . Safety
د دوه رګه کانکریټ جوړونې په یوه پروژه کې ډیری کارونه په فابریکه کې ترسره کیږي.په ساحه کې ،د دوه رګه کانکریټ جوړونه مرسته کوي چې د خوندیتوب هر پلان د پروژې د خپلو ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره ترتیب شي .په دوه کانکریټ جوړونه کې د پیښو شونتیا راکمیږي او خوندیتوب لوړیږي.


پایښت . Sustainability
د دوه رګه کانکریټ جوړونې میتود په کارولو سره ددې زمینه برابریږي چې کانکریټ چپ سلبونو په لوڅولو سره د کانکریټو د حرارتي کتلې څخه ګټه واخستل شي .دساختمان دا فابریکوي زیرمه شوې انرژي مرسته کوي څو د طبیعي تهوېې او ټیټې انرژۍ ودانیو کې تودوخه کنترول شي.نن سبا د ساختمان جوړونې پرمهال د مصرف کیدونکې انرژۍ په پرتله دهغې د کارولو په وخت د انرژۍ مصرف ډیر مهم شمیرل کیږي خو په هغه ودانیو کې چې حرارتي کاریږي کیدای شي دا اغیز ډیر راکم کړي او د هوا سړولو لپآره ایرکنډیشن ته اړتیا راکمه شي او داسې به چاپیریال ته ککړې هوا لیږد کم شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

هغه لس فکتور چې د کړکۍ غوره کولو په وخت په پام کې ونیول شي

Jan 12, 2018

ژباړه: انجنیر فرید عاطف 10 Factors to Consider when Choosing[...]

په ودانیو کې د بیلابیل ډول جینټونو سیل کول

Jan 1, 2018

 ژباړه: انجنیر فرید عاطف Sealing of Various Types of Joints[...]

د کانکریټو دکاروړتیا لپاره د تخته کیدو فکتور ازمایښت

Dec 5, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف Compaction Factor Test for Concrete Workability[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022