لیکنه: مارټین م آنټوني
ژباړه: حامدالله ستون
دا چې د اندېښنې په اړه مو معلومات لاس ته راوړي دي، د اندېښنې دوه بېلا بېل ډولونه (حاصل لرونکې او بې حاصله) به تر څېړنې لاندې ونیسو. ډېری ناروغان د دوه ډوله اندېښنو تر منځ په ارزښت سره د توپیر اقدام کوي. دا کار د دې سبب کیږي، چې د حاصل لرونکې اندېښنې مهمې ګټې ترلاسه کړي او د بې حاصله اندېښنې په کنټرول کې رښتینې موخه منظمه کړي. د دې دوه ډوله اندېښنو توپیر پېژندل کولای شي، ستاسو لپاره تر حد زیات ګټور واقع شي.
۱ــ حاصل لرونکې اندېښنه
باید پوه شو، چې ټولې اندېښنې حتمي ناوړه نه دي. په حقیقت کې اندېښنه د انسانانو د پایښت لپاره ګټور شی دي. د بېلګې په ډول؛ کوم کسان چې د خپلو خوراکي توکو په اړه اندېښنه کوي، د هغه د لاس ته راوړلو لپاره هڅې کوي او د پایښت لپاره ډېر احتمال مومي. مګر کوم کسان چې په دې اړه هېڅ اندېښنه نه کوي، ښايي له لوږې څخه مړ شي.
سر بېره پر دې اندېښنه کولای شي، د ستونزو په حل کې مرسته وکړي او د ژوند ګواښونه کنټرول کړي. د بېلګې لپاره؛ که چېرې خپلې روغتیا ته په اندېښنه کې یاست، اړ یاست چې مثبت بدلونونه لکه؛ د سګرټو پرېښودل، په ترتیب سره سپورټ کول او… خپل کاري دستور وګرځوئ. دا عملونه د حاصل لرونکې اندېښنې پایله ده. حاصل لرونکې اندېښنه به د واقعي او د ژوند د راتلونکو ستونزو په حل لکه د ځنډېدلو باوري ورکړو په ادا کې مرسته وکړي. همدارنګه تاسو د راتلونکو رښتینو ګواښونو د کمولو لکه؛ د زړه په ناروغیو باندې د اخته کېدلو د احتمال د خوندیتوب لپاره په غوره تغذیه باندې مو اړ کوي. په حقیقت کې کولای شو و وایو، چې حاصل لرونکې اندېښنه په واقعي ستونزو تمرکز کوي او د دې ستونزو د حل لپاره څرګندې حل لارې منځ ته راوړي.
۲ــ بې حاصله اندېښنه
بې حاصله اندېښنه له دوه اصلي عناصرو څخه منځ ته راغلې ده. لومړی دا چې اندېښنه د عمل لپاره هېڅ ټاکلې تګلاره نه را منځ ته کوي. د اضطراب یوه تر ټولو لویه درملنه حاصل لرونکی غبرګون دی. اضطراب ستاسو د جګړې یا پرواز غبرګون دی، یعنې د خطر پر وړاندې د غبرګون لپاره د بدن د مکانیسم جوړېدل! دا کار ستاسو سره مرسته کوي، چې د خطرونو په وړاندې کار کوئ. له بده مرغه چې دا کار په بې حاصله اندېښنو کې ناشونی دی. دا اندېښنې تاسو فلج کوي او هر اغېزناک غبرګون له منځه وړي. په دې حالت کې به د واقعي ستونزو د حل لپاره د اغېزناکو ګامونو د پورته کولو پر ځای د بې حاصله اندېښنې په لوی دام کې ګیر شئ.
دویم څیز چې د اندېښنې د بې حاصل توب سبب ګرځي، په تمې سره پر یوې لرې پېښې تمرکز دی. لکه د یوه حکومت یا الوتکې سقوط. مونږ باید دا واقعیت ومنو، چې په ژوند کې د خطرونو د منلو لپاره اړ یو. تاسو هره ورځ له زیاتو خطرونو سره مخ کېږئ او له تمې څخه په لرې ګواښونو سره په تمرکز باندې خپل وخت او انرژي له لاسه ورکوئ. تر ټولو بده دا چې ښايي د دې وېرو په خاطر داسې تصمیمونه ونیسئ، چې ستاسو د ژوند د کیفیت د ټیټوالي سبب وګرځي. د بېلګې لپاره؛ ښايي د الوتکې د سقوط د اندېښنې په خاطر له پرواز څخه و وېرږئ. په داسې حال کې چې تل د الوتکې د سقوط احتمال شتون لري. مګر د شمېر له مخې دا پېښه ډېره کمه را منځ ته کیږي. په دې ترتیب سره به د دې پېښې د احتمال په خاطر په الوتکې سره د مسافرۍ ګټه له لاسه ورکړئ. له دې اندېښنې سره په تضاد کې حاصل لرونکې اندېښنه په ژوند کې د بدلون را وستلو لپاره اړینه انرژي را منځ ته کوي. په دې ترتیب سره به د بې حاصله اندېښنې د تخریب په عواملو پوه شئ.
تمرین: آیا ستاسو اندېښنه حاصل لرونکې ده؟
کله مو چې د اندېښنې احساس وکړ، مشخص کړئ چې اندېښنه مو ګټوره ده، که بې ګټې او په خپل د فتر کې مو د اندېښنې روښانه تعریف ولیکئ. د بېلګې په توګه؛ ښايي ولیکئ: «زه به په وروستۍ ازموینه کې پاتې شم.» همدا چې خپله ځانګړې اندېښنه مو مشخصه کړه، لاندې پوښتنې له ځان څخه وکړئ:
ــ آیا زما ستونزه واقعي ده؟
ــ آیا ستونزه مې د حل وړ ده؟
ــ آیا اندېښنه د غبرګون انګېزه را کوي؟
ــ آیا د عملي حل لارو په را منځ ته کولو به و توانېږم؟
ــ آیا دا حل لارې ترسره کوم؟
که چېرې دې هرې پوښتنې ته منفي ځواب ورکړئ، په احتمالي ډول ستاسو اندېښنه بې ګټې ده او ستاسو د بې ګټې غوسې او اضطراب سبب ګرځي.