لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
دوکتور بهاوالدین بها د میراحمدشاه زوی د وردګو ولایت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې یا ګنډه کول د لیګي بابا خېلو د کلي اوسېدونکی دی، د دوکتورا تر درجې پورې یې لوړې زده کړي.
له (۱۳۸۴ هـ ۲۰۰۵ م) څخه تر (۱۳۹۳ هـ ۲۰۱۵ م) کال پورې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي تحصیلاتو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارتونو سره مرستې کړې او له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې د انګلستان د برایټون په پوهنتون کې د استادۍ دنده پر مخ وړي.
زوکړه او تعلیم
دوکتور بهاوالدین بها په (۱۳۳۶هـ ۱۹۵۷م) کال د وردګ ولایت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې د لیګي بابا خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي په (۱۳۴۲ هـ ۱۹۶۳ م) کال د ګوربت منځني ښوونځي ته شامل او په (۱۳۵۱ هـ ۱۹۷۲ م) کال د همدې ښوونځي د نهم ټولګي څخه فارغ شوی دی. دوکتور بها په (۱۳۵۲ هـ ۱۹۷۳ م) کال د کابل میخانیکي لېسې په لسم ټولګي کې شامل او په (۱۳۵۴ هـ ۱۹۷۵ م) کال د همدې لېسې د دولسم ټولګي څخه فراغت حاصل کړی دی.
لوړې او مسلکي زده کړې
ښاغلی دوکتور بهاوالدین بها په (۱۳۵۵ هـ ۱۹۷۶ م) کال د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي ته شامل او په (۱۳۵۹ هـ ۱۹۸۰ م) کال کې له نوموړي پوهنتون څخه د لېسانس په اخیستلو بریالی شو. دوکتور بها له (۱۳۶۲ هـ ۱۹۸۳ م) کال څخه تر (۱۳۶۵ هـ ۱۹۸۶ م) کال پورې د انګلستان د سلفورد د پوهنتون د الیکټرانکس انجنیري په برخه کې ماستري بشپړه کړه او د هغه د سند په لاسته راوړلو بریالی شوی دی. همدارنګه ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها له (۱۳۷۵ هـ ۱۹۹۶ م) کال څخه تر (۱۳۸۰ هـ ۲۰۰۱ م) کال پورې په داسې حال کې د انګلستان د برایټون په پوهنتون کې خپله دوکتورا یا PhD بشپړه کړه چې په همدې پوهنتون کې یې د استادۍ دنده هم اجرا کوله او په خپله دوکتورا یې نیمايی وخت یا Part time کار کاوه. نوموړی و توانېد چې په یاده برخه کې د دوکتورا سند په لاس راوړي او د خپلې دوکتورا رساله د الیکټرانکس انجنیري په څانګه کې و لیکي.
دندې
ښاغلی دوکتور بهاوالدین بها له (۱۳۶۰ هـ ۱۹۸۱ م) څخه تر (۱۳۶۱ هـ ۱۹۸۲م) پورې د کابل پوهنتون د انجنیري په پوهنځي کې استاد وو. دوکتور بهاوالدین بها د یو شمېر نورو علمي هڅو تر څنګ د تېرو ۲۶ کلونو راهیسې د انګلستان د برایټون پوهنتون د انجنیري د پوهنځي د یو وتلي استاد په توګه دنده اجرا کوي چې په لومړي سر کې د انګلستان د لوړو زده کړو د کدري سیستم له مخې یوازې لېکچرر وو، بیا یې سېنیر لېکچرر ته ارتقا وکړه او اوس مهال پرنسیپل لېکچرر دی. همدارنګه نوموړی له (۱۳۸۴ هـ ۲۰۰۵ م) کال څخه تر (۱۳۹۳هـ ۲۰۱۵ م) کال پورې د افغانستان له حکومت سره د مختلفو مشورتي دندو په سر ته رسولو بوخت دی.
ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها له (۱۳۸۷ هـ ۲۰۰۸ م) کال څخه تر (۱۳۹۱ هـ ۲۰۱۲ م) کال پورې د نړیوال بانک د یوې تعلیمي پروژې په مرسته د کابل پولیتخنیک پوهنتون او د انګلستان د برایټون پوهنتون تر منځ د علمي همکاریو د شریکولو لپاره لاره پرانیسته او د همدې پوهنتون ۱۲ تنو استادانو ته یې د انګلستان د برایټون په پوهنتون د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړه. د دې کسانو له جملې څخه ۱۱ تنو استادانو د ماسترۍ تر درجې پورې خپلې زده کړې بشپړې کړې او یو تن و توانېد چې د دوکتورا مرحلې ته بریالی او خپل تحصیلات په نــــــوموړي پوهنتون کې پيل کړي. ښاغلي دوکـــــــتور بهاوالدین بها له (۱۳۸۸ هـ ۲۰۰۹ م) څخه تر (۱۳۹۱هـ ۲۰۱۲ م) پورې د انګلستان د بریټش کانسل د موسسې په مرسته د افغانستان د لوړو زده کړو له موسساتو سره د خپلو همکاریو او علمي مشورو لړۍ جاري و ساتله او څو علمي، تخنیکي او مشورتي سمینارونه یې جوړ کړل.
دوکتور بهاوالدین بها په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې د دوه کلونو لپاره د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سره د تخنیکي سلاکار په توګه کار کړی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت په تخنیکي او اداري برخو کې یې خپلې مشورې د همدې وزارت مقام او مرستیالانو ته ورکړې دي. ښاغلي بها د خپل دوه کلن کار په جریان کې د نورو اړوندو چارو تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته د ظرفیت جوړولو په برخه کې یو پروپوزل لیکلی دی چې د هغه پر بنسټ به نوموړی وزارت په ذکر شوې برخه کې د نړیوال بانک څخه ۲۰ میلیون ډالر پانګه په لاس راوړي.
علمي آثار او کنفرانسونه
ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها د دوکتورا په علمي رسالې سربېره ۳۰ عنوانه علمي او تخنیکي آثار لیکلي دي چې په علمي کنفرانسونو کې تر وړاندې کولو وروسته په نړیوالو ژورنالونو کې چاپ او خپاره شوي. پر دې سربېره ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها له (۱۳۸۲ هـ ۲۰۰۳م) کال راهیسې ۱۱ عنوانه علمي مقالې د افغانستان د تحصیلي نظام د پرمختګ او د افغانستان لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا په هکله لیکلې او په ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې یې تر وړاندې کولو وروسته خپرې کړې دي چې لنډه معرفي یې په دې ځای کې وړاندې کېږي.
لومړی: په افغانستان کې د ساینس او انجنیري تحصیلاتو د کیفیت لوړول، دغه مقاله په هغه ملي کنفرانس کې وړاندې شوه چې د AFSSE ادارې له خوا د ساینس او انجنیري د دویم ملي کنفرانس په نامه په (۱۳۹۳ هـ ۲۰۱۲ م) کال په کابل کې جوړ شوی وو.
دویم: د الیکټرانکس انجنیري علومو مقاله چې د The Applications of Semiconductor Devices revolutionized the world تر عنوان لاندې برابره شوې وه، په هغه ملي کنفرانس کې وړاندې شوه چې د AFSSE ادارې له د ساینس او انجنیري د دویم کنفرانس په نامه په (۱۳۹۱ هـ ۲۰۱۲ م) کال په کابل کې جوړ شوی وو.
دریم: د افغانستان لپاره د ساینس او انجنیري تحصیلاتو اهمیت، دا مقاله په هغه کنفرانس کې وړاندې شوه چې په (۱۳۹۰ هـ ۲۰۱۱ م) کال د ANCSE ادارې له خوا د ساینس او انجنیري د لومړي کنفرانس تر عنوان لاندې په کابل کې جوړ شوی وو.
څلورم: په افغانستان کې د ساینس او انجنیري تحصیلاتو د څانګې مشرتوب، دغه مقاله په (۱۳۹۰ هـ ۲۰۱۱ م) کال د انجنیري تحصیلاتو لپاره د امریکايي ټولنې له خوا د کاناډا په ونکوور ښار کې د جوړ شوي کنفرانس په ترځ کې وړاندې شوه.
پنځم: د اړیکتیايي او معلوماتي ټکنالوجۍ له لارې په افغانستان کې انجنیري تحصیلات، دغه مقاله په (۱۳۸۹هـ ۲۰۱۰ م) کال کې د جنوبي آسیا لپاره د ساینس پالیسي نړیوال فورم او یونسکو له خوا په هغه جوړ شوي کنفرانس کې وړاندې شوه چې د هندوستان په پلازمېینه نوي ډهلي کې جوړ شوی وو.
شپږم: په افغانستان کې د انجنیري تحصیلاتو د مشترکو همکاریو اغېزه، دا د هغې مقالې عنوان دی چې په (۱۳۸۹هـ ۲۰۱۰ م) کال د ISEE آیرلیند د انجنیري تحصیلاتو په نړیوال سمپوزیم کې وړاندې شوه.
اووم: د افغانستان د لوړو زده کړو په تحصیلي موسساتو کې د ICT ګړندی انکشاف، دا د هغې مقالې عنوان دی چې په (۱۳۸۹هـ ۲۰۱۰ م) کال کې د ASEE له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې وړاندې شوه. باید وویل شي چې دغه کنفرانس د امریکا د متحده ایالاتو د لویزویل کنېټیکې په ښار کې جوړ شوی وو.
آتم: د کابل پولیتخنیک پوهنتون لپاره د شوروي اتحاد د وخت د کریکولم نوي کول. دغه مقاله په (۱۳۸۸هـ ۲۰۰۹م) کال د امریکا د متحده ایالاتو په تکساس ایالت کې د ASEE له خوا په جوړ شوي علمي کنفرانس کې وړاندې شوه.
نهم: په افغانستان کې تخنیکي، مسلکي او انجنیري تحصیلات. دغه مقاله په (۱۳۸۷ هـ ۲۰۰۸ م) کال د امریکا د متحده ایالاتو په فلادلیفیا په ایالت کې د ASEE موسسې له خوا په جوړ شوي علمي کنفرانس کې وړاندې شوه.
لسم: په افغانستان کې ICT او تعلیم، دا مقاله چې په (۱۳۸۵ هـ ۲۰۰۶ م) کال په کابل کې د ICT په ملي کنفرانس کې وړاندې شوه.
یوولسم: په افغانستان کې انجنیري تحصیلات، دغه مقاله په (۱۳۸۲ هـ ۲۰۰۳ م) کال کې د WFEO/ASEE په جوړ شوي کنفرانس کې وړاندې شوه.
دوکتور بهاوالدین بها د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست د مقام سره د ګډ تفاهم په نتیجه کې همدا اوس په یو مهم علمي سند کار کوي چې له بشپړېدو وروسته به یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت ته و سپاري. د همدې سند له مخې به په افغانستان کې د لوړو زده کړو د سیستم د معیاري کولو هڅې وشي څو د افغانستان د لوړو تحصیلاتو نظام په لوړو نړیوالو او ټکنالوجیکو معیارونو سمبال شي.
د همکارۍ بلنې
ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر، وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو له لورې بلنه ورکړل شوې څو هېواد ته راشي او د افغانستان په نظام جوړونه کې خپله ونډه ادا کړي چې په دې ځای کې په مختصره توګه ورته اشاره کېږي.
د مالیې د وزیر له خوا بلنه
ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها ته لومړۍ بلنه په (۱۳۸۵ هـ ۲۰۰۶ م) کال کې د افغانستان اوسني ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني چې هغه مهال د مالیې وزیر وو، له خوا ورکړل شوه څو هېواد ته راشي او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په هکله یوه پراخه سروې تر سره کړي. د همدې بلنې پر بنسټ دوکتور بهاوالدین بها افغانستان ته راغی او خپل کار یې په ټاکلې موده کې بشپړ او د یو لړ اغیزمنو وړاندیزونو سره یو ځای د افغانستان حکومت ته وړاندې کړه. دوکتور بها د همدې سروې په لړ کې مسلکي زده کړو ته د افغانستان د وګړو اړتیا ډېره اړینه و بلله څو افغانستان د یو کارپوه او مسلکي کاري ځواک په وسیله پرمختګ وکړي، د نورو له احتیاج څخه خلاص او په خپلو پښو و درېږی.
د ولسمشر کرزي له خوا بلنه
ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها ته په (۱۳۸۶ هـ ۲۰۰۷ م) کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پخواني جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي له خوا افغانستان ته د راتګ او د افغانستان د نظام جوړونې په برخه کې د مرستې بلنه ورکړل شوه او د جمهور رییس دفتر په دې متن یې یو لیک ورته لېږلی وو: (دوست فرهیخته و دانشمند جناب داکتر بهأ الدین بها! سلام و تمنیات نیک خود و همکاران خود را از دفتر مقام ریاست جمهوری به شما نثار می دارم. امید وارم در آنسوی آب ها و غربت دیرپا از صحت و سلامتی کامل بر خوردار باشید. نخست می خواستم از نظریات نیک و همه جانبۀ شما که در واقع مورد توجه و دلچسپی جلالتمآب رئیس جمهوری اسلامی افغانستان نیز قرار گرفتند، اظهار سپاس گزاری نمایم. حضور رئیس جمهوری با ابراز خرسندی از مطالعهء نظریات و نامه های شما، امید وار دیدار شما در میهن و در یک فرصت مناسب استند. بدینوسیله از شما دعوت می کنم در یک فرصت خوب به میهن عزیز، تشریف بیاورید تا بتوانیم از نزدیک افکار خود را در جهت اعتلای سرزمین عزیز خویش شریک ساخته و شما نیز بتوانید با محترم رئیس جمهوری ملاقات داشته باشید. اجازه دهید یکبار دیگر از صحبت های شما ابراز امتنان نموده و از خداوند متعال مؤفقیت های هرچه بیشتر تان را استدعا کنم. با احترام، محمد عمر داودزی، رییس دفتر مقام ریاست جمهوری اسلامی افغانستان). د همدې بلنې پر بنسټ دوکتور بهاوالدین بها افغانستان ته راغی، له پخواني جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي سره یې متعدد ملاقاتونه وکړل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نظام جوړونې په هکله یې خپل نظریات له پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره شریک کړل. په همدې توګه ښاغلي دوکتور بهاوالدن بها د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخواني جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي ته د افغانستان د تحصیلي نظام د ښه والي په موخه ځینې لیکونه لېږلي دي چې د ښاغلي حامد کرزي له خوا د مثبت غبرګون سره مخ شوي خو د افغانستان په حکومت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو په وزارت کې ځینو خاصو کړیو نه غوښتل چې د افغانستان تحصیلي نظام یوازې علمي بڼه غوره کړي او د مافیایي کړیو له منګولو څخه و ژغورل شي. له همدې کبله د دوکتور بها په څېر د نړۍ په وتلیو پوهنتونونو کې د افغان استادانو او پوهانو هڅو ته په کامل ډول د عملي کېدو اجازه نه ورکول کېده او مافیایي کړیو هڅه کوله چې د افغانستان په تحصیلي نظام کې د رښتینو علمي هڅو مخه ډب کړي.
د ولسمشر غني له خوا بلنه
ښاغلی دکتور بهاوالدین د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نوي منتخب ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني له لوري رسما ارګ ته ور بلل شوی وو چې د همدې بلنې پر بنسټ ښاغلي بها د افغانستان له ولسمشر سره د ۱۳۹۳ کال د مرغومې د میاشتې په لومړیو کې ملاقات وکړ. د دې ملاقات په ترځ کې ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها ژمنه کړې ده چې د افغانستان له حکومت سره به د خپلو مشورو او مرستو لړۍ د پخوا په څېر جاري ساتي او د افغانستان د تحصیلي نظام د عصري کولو او معیاري کولو لپاره به ټول ضروري ګامونه ږدي.
د وردګ ولایت د والي لیک
دوکتور بهاوالدین بها د وردګ ولایت د پوهنیز نظام سره تر خپله وسه مادي او معنوي مرسته کړې او وخت پر وخت یې د وردګو پوهنیزې موسسې د خپلو مرستو په وسیله پاللي دي. په دې ځای کې د وردګ ولایت د پخواني والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د یو لیک متن ته اشاره کېږي چې په (۱۳۸۶ هـ ۲۰۰۷ م) کال یې دوکتور بها ته لېږلی دی: (محترم ورور دوکتور بهاوالدین بها! هیله ده چې د خپل فامیل سره یو ځای روغ، جوړ او بریالی وې. د وردګو د تخنیکي کالج د جوړولو په ارتباط چې ستاسو د وړاندیز په اساس به که خدای (ج) کول د سیمې د ښیرازۍ لپاره جوړ شي، ستاسو د لومړنیو معلوماتو د رالېږلو له کبله ډېر مننه کوم او د لوی خدای (ج) له دربار څخه درته لا زیات بریالیتوب او توفیق غواړم. د افغانستان هر اړخیزه بیا رغونه هغه مهال امکان لري چې هر افغان د خپلې ونډې مطابق په هغه کې ګډون وکړي، په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره د خپل وېجاړ شوي هېواد او ځورېدلو خلکو خدمت ته مټې را ونغاړي. په دې لاره کې ستاسو پوهنیزې او هر اړخیزې هڅې د قدر وړ دي چې د افغانستان د لوړو زده کړو د موسساتو د رغولو لپاره مو په لاره اچولې دي. همدارنګه ستاسو روښانه هڅې د هغه ریښتنې مینې ویندويي کوي چې له خپل ولس، خلکو او هېواد سره یې لری. د وردګو د تخنیکي کالج په هکله به ستاسو رالېږل شوی معلومات په دې لاره کې زموږ د فعالیتونو سره زیاته مرسته وکړي او هیله من یو چې د دې کالج تر جوړېدو پورې به ستاسو وړاندیزونه او ضرروي معلومات له ځان سره و لرو. یو ځل بیا هم ډېره مننه چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره مو د خپلو فعالیتونو په لړ کې د خپل ولایت د خلکو د ښېګڼې لپاره د مثبت ګډون ونډې ته ځای ورکړی دی. لوی خدای (ج) دې اجر درکړي او موږ په خپل وار سره ستاسو روښانه هلې ځلې ستایو او په دې لاره کې بری درته غواړو. په درناوي عبدالجبار نعیمي، د وردګ ولایت والی)
ستره غمیزه او دوکتور بها
ښاغلی دوکتور بهاوالدین بها په د (۱۳۶۱ هـ ۱۹۸۲ م) کال کې د یو مومن افغان په جرم د وخت د کمونستي رژیم د جاسوسي شبکې (خاد) له خوا د رژیم د مخالفینو په نوم قلمداد او تر جدي تعقیب لاندې و نیول شو. په همدې سلسله کې د دوکتور بها نوم د کابل پوهنتون د یو شمېر نورو متدینو استادانو تر څنګ په (درفش جوانان) جریده کې خپور شو چې باید ژر تر ژره ګرفتار او زندان ته واچول شي. خو دوکتور بها و توانېد چې د رژیم د جاسوسي شبکې (خاد) له ولکې څخه نجات و مومي او له کابل څخه په وتلو بریالی شي. له کابل څخه تر وتلو وروسته دوکتور بها لومړی خپل ټاټوبي وردګ ولایت ولاړ او هلته یې تر څه وخت تم کېدو وروسته د ۱۳۶۱ هـ ۱۹۸۲ م کال د غبرګولي په میاشت کې پېښور ته هجرت وکړ او د افغانستان د مجاهدینو په لیکو کې یې د کمونیستي رژیم په مقابل کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.
د شخصیت ارزونه
دوکتور بهاوالدین بها یو هېواد دوست، علم دوست، زړه سواند او هڅاند شخصیت دی چې خپل ځان یې د افغانستان د یوې لرې پرتې کلیوالې سیمې څخه داسې ځای ته رسولی دی چې تر دوکتورا پورې یې لوړې زده کړې بشپړې کړې او په خپل هېواد ګران افغانستان سربېره، د انګلستان په معتبرو نړیوالو پوهنتونونو کې په نړیواله کچه تدریس او علمي خدمتونه سر ته رسولي او فعلا هم د تدریس چارې پر مخ وړي.
دوکتور بها تل په خپل هېواد زړه سوزولی او د خپلو علمي هڅو په لړ کې یې افغانستان ته د یو ښه راتلونکي هیله کړې ده. همدارنګه نوموړي د خپل توان سره سم د افغانستان د سیاسي نظام په سمون او د تحصیلي نظام په پياوړتیا کې خپل سهم ادا کړی او له (۱۳۸۱ هـ ۲۰۰۲ م) کال څخه تر (۱۳۹۴هـ ۲۰۱۵ م) کال پورې یې نږدې ۴۰ ځلې هېواد ته کاري سفرونه کړي حتی د خپلو کالیو په بکس کې یې د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو استادانو ته کتابونه او تعلیمي مواد راوړي دي. دوکتور بها تل د افغانستان لپاره په تخنیکي او مسلکي زده کړو ټینګار کړی او د یو سالم مسلکي ځواک روزنه او استخدام یې د افغانستان د پرمختګ یوازینی لاره ګڼلې او د هېواد د پوهنتونونو متعددو استادانو ته یې د علمي سطحې د پياوړتیا زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي دوکتور بهاوالدین بها له خپل توان سره سم د لرې او نږدې خپلوانو په شمول یو شمېر بې وزله هېوادوال پاللي او له دوی سره یې د علمي پياوړتیا په برخه کې پوهنیزې او مادي مرستې کړې دي. دوکتور بهاوالدین بها آن چې کله د کابل د میخانیکي لېسې زده کوونکی او د کابل په پوهنتون کې محصل وو، نو د خپل کلي او ولس له ځوانانو سره به یې د دوی د سالمې، علمي او مسلکي روزنې په بهیر کې مرسته کوله او د ژمي د رخصتیو پر مهال به یې د خپل کور او جومات په انګړ کې د ریاضي او ساینسي مضمونونو درسونه ورته ویل او لازمې لارښوونې به یې ورته کولې. دوکتور بهاوالدین بها وايي: ( زما د ژوند تر ټولو خوشحاله شېبې هغه دي چې خپل هېواد ته راشم، سوله او نېکمرغي په هر څه حاکمه وي، خپل هېوادوال خوشحاله ووینم او له دوی سره د خوښۍ په فضا کې و ګورم).