لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
ښاغلي دوکتور عبدالمجید خان د ۱۳۲۹ څخه تر ۱۳۳۵ کال پورې د پوهنې د وزیر په توګه دنده سر ته رسولې او د افغانستان په ډېر مهم او برخلیک ټاکونکي پړاو کې یې پوره ۶ کاله د پوهنې د یو فعال وزیر په توګه د معارف د نظام مشري کړې ده. په همدې دور کې د ټول هېواد په کچه تعلیمي فعالیتونه غوړېدلي، نوي ښوونځي تشکیل شوي، نوې استادان روزل شوي، په دندو ګمارل شوي او نوي زده کوونکي د پوهنې بهیر ته جذب شوي دي. همدارنګه د لوړو او مسلکي تحصیلاتو په برخه کې هم کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو یو شمېر نورو موسساتو فعالیتونه د هېواد په کچه پراخ شوي او د محصلینو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. ښاغلي دوکتور عبدالمجید لومړنۍ او ثانوي زده کړې د افغانستان په داخل کې سر ته رسولې او په ۱۳۱۹ کال یې دوکتورا د امریکا د متحده ایالاتو څخه لاسته راوړې ده. کله چې هېواد ته راستون شو نو د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي د استاد په توګه مقرر شو. دوکتور عبدالمجید د پوهنې د وزارت سربېره مختلفې دولتي دندې سر ته رسولې او د سفارتي سرچینو د معلوماتو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان لوی سفیر وو او د یو لایق سفیر په توګه یې بریالۍ دنده اجرا کړې ده. باید وویل شي چې د ښاغلي دوکتور عبدالمجید د دندې پر مهال د پوهنې وزارت له نوو پرمختګونو سره مخ شو په دې توګه چې د پوهنې نظام د مادي او معنوي نظره پرمختګ وکړ او افغانستان د پوهنې په برخه کې زیاتو نړیوالو علمي مرکزونو ته ور و پېژندل شو. د ښاغلي دوکتور عبدالمجید د دندې پر مهال د پوهنې د وزارت په تشکیلاتو کې هم د وخت له غوښتنو سره سم ځینې بدلونونه رامنځته شول او په ۱۳۳۳ کال کې د ثانوي، مسلکي او ابتدایي تدریساتو مدېریتونه په ریاستونو بدل شول، د سپورت مدېریت عمومي مدېریت ته ارتقا وکړه او د مطبعې مدېریت د پوهنې د وزارت په تشکیلاتو کې نوی رامنځته شو.
You also might be interested in
په افغانستان کې د هجري لمریز کال پيل یا نوروز[...]
ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ د هیلري پوره نوم (هیلري[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ د ریان دروازه، دویمه برخه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی