لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
دوکتور علي احمد پوپل د افغانستان د پوهنې له فعالو وزیرانو څخه وو چې د تاریخ په ډېر مهم پړاو کې یې په دریو دورو کې ۱۲ کاله د پوهنې د وزیر په توګه دنده اجرا کړې، د پوهنې د بنسټ اېښودونکی په توګه مشهور شوی دی. د دوکتور علي احمد پوپل د وزارت د درې ګونو دورو پر مهال د پوهنې په نظام کې د کمي او کیفي نظره د افغانستان ولس د پام وړ مثبت بدلونونه لیدلي دي.
دوکتور علي احمد پوپل د محمد مکرم خان زوی دی چې د ۱۲۹۵ کال د حوت یا کب د میاشتې په ۳ مه نېټه په کابل کې زېږېدلی، واده یې کړی او د ۵ ماشومانو پلار وو. نوموړی له آره د کندهار د کلچه آباد د سیمې اوسېدونکی وو خو د نوموړي پلارګني د لوګر په برکي برک سیمه کې ځمکې درلودې او هلته هم د څه وخت لپاره اوسېدلی دی. دوکتور علي احمد پوپل خپل لومړني او ثانوي تعلیمات د کابل په اماني لېسه کې کړې او د جرمني د جینا پوهنتون څخه یې په ۱۳۲۱ هجري لمریز کال دوکتورا اخیستې ده. ښاغلی دوکتور علي احمد پوپل په پښتو، دري، انګرېزي، ترکي او جرمني ژبو روانې خبرې او لیکنې کولې. دوکتور علي محمد پوپل د ۱۳۸۳ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۳ مه نېټه د جرمني په اېسن ښار کې له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، جنازه یې له آلمان څخه افغانستان ته انتقال او د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته و سپارل شو، روح یې دې ښاد وي. د ښاغلي دوکتور علي احمد پوپل رسمې دندې په لاندې ډول وې:
۱.ښاغلي دوکتور علي احمد پوپل خپله دنده په اماني لېسه کې د ښوونکي په توګه پيل کړه چې له ۱۳۲۱ څخه تر ۱۳۲۵ کال پورې یې ادامه پیدا کړه.
۲.د ۱۳۲۵ څخه تر ۱۳۲۸ کال پورې د ښوونکو د روزنې د انستیتوت کابل دارالمعلمین رییس وو.
۳.د ۱۳۲۸ څخه تر ۱۳۳۰ کال پورې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو رییس چې په دې برخه کې لومړنۍ، منځنۍ، ثانوي او تخینکي زده کړې شاملې وې.
۴.د ۱۳۳۰ څخه تر ۱۳۳۴ کال پورې د پوهنې وزارت لپاره د دولتي پلاوي مشر وو.
۵.د ۱۳۳۴ څخه تر ۱۳۴۲ کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.
۶.د ۱۳۴۲ څخه تر ۱۳۴۳ کال پورې د دویم ځل لپاره د پوهنې وزیر او د افغانستان د صدراعظم دویم مرستیال وو.
۷.د ۱۳۴۳ څخه تر ۱۳۴۵ کال پورې د آلمان د فدرالي جمهوریت لپاره د افغانستان لوی سفیر او د سوېډن او سویزلیند لپاره غیر مقیم سفیر وو.
۸.له ۱۳۴۵ څخه تر ۱۳۴۶ کال پورې د ترکیې لپاره د افغانستان لوی سفیر وو.
۹.له ۱۳۴۶ څخه تر ۱۳۴۸ کال پورې د دریم ځل لپاره د افغانستان د پوهنې وزیر او د عظمی صدارت لومړی مرستیال وو.
۱۰.له ۱۳۴۸ څخه تر ۱۳۵۳ کال پورې په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر او د سریلانکا او تایلند لپاره غیر مقیم سفیر وو.
۱۱.له ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پورې د جاپان لپاره د افغانستان لوی سفیر او د فلپین، جنوبي کوریا او آسترالیا لپاره غیر مقیم سفیر وو.
۱۲.له ۱۳۵۵ څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې د پخواني شوروي اتحاد لپاره د افغانستان لوی سفیر او د فنلنډ، رومانیا او منګولیا لپاره د افغانستان غیر مقیم سفیر وو.
ښاغلي دکتور علي احمد پوپل د خپل کار په موده کې د افغانستان په استازیتوب په ګڼ شمېر سیمه ییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي چې په دې ځای کې یې لنډه یادونه کېږي.
۱.ښاغلی دوکتور پوپل هندوستان ته د افغان کلتوري پلاوي مشر وو.
۲.دکتور علي احمد پوپل اروپا، ترکیې، اېران، برما، بنګلدېش، پخواني شوروي اتحاد، مصر، د چین د خلکو جمهوریت، او نېپال ته علمي سفرونه کړي او د افغانستان استازیتوب یې کړی دی.
۳.په جینوا کې د پوهنې د نړیوال کنفرانس مشرتوب ور په غاړه وو.
۴.ښاغلی علي احمد پوپل په افغانستان، ترکیه، جرمني او جاپاني رسنیو کې د ګڼ شمېر مقالو د خپرېدو ویاړ لري.
ښاغلی دوکتور علي احمد پوپل د خپلې دندې پر مهال په ملي او نړیواله کچه د یو شمېر مډالونو په لاسته راوړلو بریالی شوی دی چې په دې ډول وو:
۱.د افغانستان د پوهنې لومړۍ درجه مډال.
۲.له مصر، پخوانۍ یوګوسلاویا او جرمني څخه د علمي مډالونو لاسته راوړل.
دوکتور علي احمد پوپل هغه شخص دی چې تر دې مهاله یې د پوهنې د بل هر وزیر په پرتله د نوموړي وزارت پر مقام زیات کار کړی دی چې په دریو مختلفو دورو کې ۱۲ کلونو ته رسېږي او د معاصرې پوهنې د مهمو معمارانو څخه ګڼل کېږي. ښاغلي پوپل په ډېرو سختو شرایطو کې د پوهنې د نظام د ښه والي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او د نوي افغان پوهنیز نظام بنسټونه یې په ډېره ښه توګه اېښي دي. ښاغلی علي احمد پوپل په کابل ښار کې د رحمان بابا او خوشحال بابا لېسې جوړې کړې چې سلګونو بېوزله زده کوونکو ته یې په هغه کې د زده کړې زمینه برابره کړې ده. د نوموړي په دوره کې په بهر کې د زده کړو چانس یوازې د وړتیا پر بنسټ ورکول کېده او سلګونو افغان ځوانانو ته د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د لوړو او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده. د ښاغلي علي احمد پوپل د کار په موده کې زیاتې هلې ځلې و شوې چې د پوهنې په نظام کې د لومړنیو ښوونځیو پروګرام حیاتي او عملي بڼه غوره کړي. له همدې کبله د کولمبیا او یونسکو د متخصصینو تدریسي ټېمونه هېواد ته را دعوت شول څو په دې لاره کې د افغانستان د پوهنې له وزارت سره ګډ کار وکړي. په همدې مهال د ښوونکو د روزنې او د دارالمعلمینونو د وضعیت د ښه والي په موخه مسلکي او بنسټیز ګامونه اوچت شول څو لایق ښوونکی افغاني ټولنې ته وړاندې کړي. په همدې وخت کې یو شمېر نورې برخې هم په تعلیمي پروګرامونو کې شاملې شوې لکه: علمي کرنه، لاسي چارې، محلي صنایع، د کلیو پراختیا، د ژوند چاپېریال، له ټولنې سره د آشنايۍ په موخه له ښوونځیو بهر د تطبیقاتي ساعتونو زیاتوالی، محلي کسبونه او داسې نور. کله چې ښاغلی علي احمد پوپل د پوهنې وزیر وو نو د همدې وزارت تشکیلات په دې ډول وو: د وزارت مقام، تدریسي معین، اداري معین، د تحقیق او مطالعې پلاوی، د دارالتالیف ریاست، د عرفان او پوهنې د مجلې مدېریت، د کتابتون مدېریت، د تفتیش ریاست، د پښتو ټولنې ریاست، د تاریخ د انجمن ریاست، د صنایعو او تجارت د موسساتو ریاست، د مسلکي تدریساتو ریاست، د ثانوي تدریساتو ریاست، د لومړنیو تدریسات ریاست، د مطبعې مدېریت، د آریانا دایره المعارف انجمن، د خارجه اړیکو مدېریت، د قلم مخصوص عمومي مدېریت، د سپورت عمومي مدېریت، د پښتو تدریساتو عمومي مدېریت، د حفظ الصحې عمومي مدېریت، د مامورینو مدېریت، د مامورینو او معلمینو عمومي مدېریت، د لوازمو عمومي مدېریت، د تعمیراتو مدېریت، د اوراقو مدېریت، د اساسي تعلیماتو مدېریت، د تصفیې مدېریت، د کلوپ مدېریت او د ښاري مکاتبو مدېریت.
You also might be interested in
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ ښاغلی سردار نصرالله خان نایب[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ ځینې ضروري مسایل دي چې[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ په پام کې ده چې د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی