لیکنه : عارفه عمرلور
بلجیم چې ۳۰۵۲۸ کیلومتره پراخوالی لری په لویدیځه اروپا کې پروت یو هېواد دی چې مخکې له ۱۸۳۰ زیږدیز کال نه یې مخکې هیڅکله خپلواکه مشري نه درلوده او تل د ګاونډیو او سترو ځواکونو تر ولکې لاندې و.
له میلاد دمخه اتمه پیړۍ کې سلتانو پرې حکومت کاوه، د مسیح له میلاد نه ۷۵ کاله مخکې نه بیاتر پنځمې زېږدیزې پیړۍ پورې د رومیانو په ولکه کې و، له هغو وروسته فرانسویانو پرې واک چلاوه او په پنځلسمه زیږدیزه پیړۍ کې د بورګوندیانو ترولکې لاندې و ، په شپاړسمه پېړې کې پرې د اسپانویانو د واک پېر پیل شو، په اتلسمه زېږدیزه پېړۍ کې واک اتریشیانو ته ولیږدېده، او په نولسمه زېږدیزه پیړۍ کې فرانسوي ناپلیون بنا پارت دا واک بیرته ترلاسه کړ چې په ۱۸۱۵ زیږدیز کال کې هالنډیان وتوانېدل چې له فرانسویانو نه بلجیم ولکه کړي او د هالنډ واکمني تر ۱۸۳۰ زېږدیز کال پورې وغزېده، په پای کې په ۱۸۳۰ کال کې یو خپلواک بلجیم منځ ته راغی چې د حکومت جوړښت یې پارلماني بڼه درلوده، د خپلواکو ټول ټاکنو له لارې دهېواد ولسمشر ټاکل کېده او پارلمان هم د سنا او د ولسي استازو له غونډو نه جوړ و، همدا شان یو جرمني توکمه رومی شاهزاده لمړی لیو پولد د بلجیم د پاچاهۍ په تخت کینول شو، البته ترې غوښتنه وشوه او لمړي لیو پولد دغه غوښتنه ومنله او د بلجیم د پاچاهۍ تاج یې په سر کېښود .
لمړی لیوپولد
سره له دې چې پاچا خپله ځینې دندې درلودې خو بیا هم پاچا نشوای کولای چې د دولت او حکومت په چارو کې لاسوهنه وکړي ، یانې دا چې پاچا یوه سمبولیکه بڼه درلوده ، د واک برېدونه یې ډیر کم او تنګ ول . چې د حکومت او دولت دغه جوړښت تر دې دمه په خپل ځای پاتې دی، کوم بدلون چې راغلی هغه دا دی چې اوس میرمنې هم کولای شي په ټول ټاکنو کې ونډه واخلي خو هغه مهال یواځې هغه چا کولای شول چې په ټول ټاکنو کې ونډه واخلي چې مالیه یې ورکوله ، په دې ډول بلجیمیانو خپلې خپلمنځۍ ، ژبنۍ او سیمه ایزې ستونزې د جګړو له ډګرونو راټولې او د منطق او پوهاوي پر میز یې کېښوې، چې دا دې تر دې دمه ټول په ګډه د یوه واحد هیواد لپاره کار کوي ، خو په خواکې د خپلو حقه حقونو نه هم په کلکه ملاتړ کوي .
د لومړي لیوپولد له مرګه وروسته د هغه زوی دویم لیو پولد پاچا شو.
دویم لیوپولد
دویم لیوپولد په ۱۸۳۵ زېږدیز کال په بروکسل کې وزیږېد، دویم لیوپولد په داسې مهال کې له خپل پلار یانې لمړي لیو پولد نه وروسته د بلجیم د پاچاهۍ پرڅوکۍ کیناست چې په اروپا کې د تورپوستو مریانو پلورنه ډیره پراخه شوې او د ګټې وټې وه ، هغه مها ل برتانیا د مريي پلورنې ترټولو ستر مرکز ګڼل کېده.
په ۱۸۰۷زېږدیز کال کې۱۸۵ کشتۍ د مریانو د لېږد رالېږد په چارو بوختې وې چې په همدغه کال کې یې ۴۹۲۱۲ تنه مریان لېږدولي دي.
یواځې په نولسمه پیړۍ کې له ختیځې افریقې نه نږدې ۶۰ میلیونه مریان د فرانسویانو ، انګریزانو، جرمنانو، بلجیمیانو او نورو اروپایانو په مټ لیږدول شي دي.
دویم ليوپولد وروسته له دې چې د بلجیم د پاچاهۍ پر پلازکیناست ، د مریتوب پر ضد تر شعار لاندې یې مبارزه پیل کړه، چې له ډیر هلوڅلو وروسته په ۱۸۸۵ زېږدیز کال کې دبرلین په کنفرانس کې د کانګو هیواد د ده د شخصي ملکیت په توګه ومنل شو، په دغه کنفرانس کې نږدې دافریقې ټول هېوادونه د ټولو اروپايي هیوادونو تر منځ ووېشل شول.
دویم لیوپولد نه یواځې په کانګو کې د مسیحي دین د خپراوي لپاره کار کاوه ، ترڅنګ یې د کانګو بیوزله خلک اړ ایستل چې په وړیا ډول کار وکړي او عاید یې د ده جیب ته ولویده ، چې د مرګ پر مهال یې خالصه شتمني له دوه زره ملیاردو یور نه اوښته.
د کانګو هیواد چې له بلجیم نه ۸۰ برابره ستراو په منځنۍ افریقې کې پروت هېواد دی چې د خپلو طبیعي زیرمو په لرلواو په خواکې د طبیعي ربړونو ستر تولیدونکی هم ګڼل کیده، بلجیمي بادارانوبه په ډېرې بیرحمۍ د کانګو خلک اړ ایستل چې ډیر وخت کار وکړي او د طبعيي ربړو د جوړولو لپاره چې د ربړ د ونو ( هوابرازیلنیسیس ) له شیدونه ترلاسه کیږي د ربړو د ونو ډیرې شیدې ترلاسه کړي.
د ربړو ونه چې له ژوبلې شوې برخې نه یې شېدې راتویږي
د هغوی میرمنې او ماشومان به یې یرغمل نیول او د ربړ د ونې د لږو شیدو د ترلاسه کلوپه مهال به ېې د دوی لاسونه غوڅول، د بدن نورغړي به یې تر غوڅول او یا به یې سرورته دونیمه کاوه چې د دویم لیوپولد دواکمنۍ په ټوله دوره کې نږدې تر دیارلس میلیونه کانګويي وګړي معیوب او یا ووژل شول .
د کانګو له هیواده بلجیم ته راتلونکې پېسې بلجیم د اروپا له نوروهېوادونو سره په یوه سیال هیواد بدل کړ . په دغه هیوا کې ودانیز کارونه بیړني شول چې ښه بیلګه یې د انټور پین د اورګاډواستېشن دی چې نن ورځ د نړۍ له ښکلو ستیشنونو نه ګڼل کیږي، نوهمدا لاملونه ول چې د کانګو هیواد له نیولو وروسته د دویم لیوپولد په ذهن کې د مصر او فلسطین د نیولو خیالونه راڅرګند شول، که څه هم چې په دې برخه کې یې هڅې وکړي او ډیره زیاته پانګه یې ولګوله خو د مصر او فلسطین په نیولو بریالی نه شو.
کله چې دویم لیوپولد د مریتوب پر وړاندې شعارونه پیل کړل نو بریتانیا وډار شوه ، نو هماغه و چې د لیوپولد د ځینو کړنو په رسوا کولو یې لاس پورې کړ، چې ورو ورو دغه تبلیغات پراخ شول او په اروپا کې دعمومي ذهنیتونو د ویښتابه سبب شول ، دویم لیوپولد د ټولیزو افکار تر اغیز لاندې اړ شو چې په ۱۹۰۳ زیږدیز کال کې کانګو ته یو کتونکی پلاوی ولیږي، کله چې د دغه پلاوي د پلټنو پایلې روښانه شوې نو د کانګو بلجیمي قوماندن خپله مرۍ پرې کړه. دویم لیوپود هم د فشار د کچې د راکمولو په موخه په ۱۹۰۶ کال کې د ستر بلجیمي شرکت تر کنترول لاندې د سوسېته جنرال په نوم د دریو شرکتونوبنسټ کېښود، چې په هغه کې دانګریزانو ،فرانسویانو او امریکایانو ګټې هم په پام کې ونیول شوې، په دې ډول کانګو په بشپړې مستعمرې بدله شوه.
دویم لیوپولد زوی نه درلود ، درې لوڼې یې وې چې ده خپله کورنۍ او لوڼۍ له خپلې شتمنۍ نه په .۱۸۸۹ زیږدیز کال کې دیوه وصیت لیک په ترڅ کې محرومې کړې او خپله ټوله شتمني یې د بلجیم د وخت دولت ته وبخښله، په ۱۹۰۹زیږدیز کال کې د ده دا بخښنه د بلجیم د پارلمان له خوا ومنل شوه، چې دهغه په ترڅ کې د کانګو هیواد رسمآ د بلجیم دهیواد په مستعمرې بدل شو. د کانګو هیواد تر ۱۹۶۰ زیږدیز کاله پورې د بلجیم مستعمره ګڼل کېده.
دویم لیوپولدپه ۱۹۰۹زیږدیز کال ومړ..
دهغه له خوښې ښارونو نه یو هم اوستندې و چې د یوه واړه ښار نه یې د ساحلي ښارونو په ناوې بدل کړ .
سره له دې چې دویم لیوپولد د بلجیم هیواد د نورو اروپايي هیوادونو سیال کړ او د ښارونو په ودانیزو چارو کې یې ستره ونډه درلوده خوبیا هم اوسني بلجیمیان دهغه له نوم سره مینه نه ښيي، نه يې په ښو یادوي ، دوی وايي ، دویم لیو پولد سره له دې چې بلجیم ته ډېر څه ورکړی دي ، خو یو ظالم او بیرحمه انسان و ، په کانګو کې دهغه ټول اعمال غندي ، په دې ډول دوې په ډیرې هوښیارۍ ، د کانګو د خلکو دغچ اخېستنې په اور اوبه تویوي.
.