لیکنه: احسان الله احسان
وینه دانسان د ژوند دبقا لپاره یو مهم او حیاتي نسج دی چې بدون له وینې ژوند ناشونی دی
داچې وینه چېرته جوړیږي ؟او څنګه جوړیږي؟ په دې اړه به نن درته دا موضوع روښانه کړم، خدای د وکړي چې له لوستلو نه یې ګټه واخلئ.
د وینې د جوړښت د پروسې اصلي محل بن میرو یا د هډوکو مغزونه دي، سر بیره پر دې دبدن په نورو اعضاو او انساجو کې هم تر یو کم وخت پوري وینه جوړیږي، چې دا د وینې جوړښت په دوه حالتو نو او بیلابیلو ځایونو کې صورت نيسي.
۱- اوله مرحله: دوینې د جوړیدو پروسه د لومړی ځل لپاره د جنین د میزانشیمال په نسج کې شروع کیږي ، چې دا مرحله تر یوې میاشتې پورې ادامه پیداکوي, او وروسته دا پروسه په صفرا کڅوړه یا Yolk Sac کې شروع کیږي چې د جنین د پنځمې او شپږمې میاشتې پورې ادامه لري، د اوومې میاشتې په پیل سره دا وظیفه کبد یا ځیګر Liver په غاړه اخلي، چې دې دوره کې د طحال یا توری Spleeen, لمفاوي عقدات او د تایموس د غدې همکاري هم د وینې په جوړښت کې ورسره شته ده.
۲- دوهمه مرحله: سر له شلمې هفتې نه د وینې جوړیدل په بن میرو کې شروع کیږي او د طفل تر تولد او وروسته له تولد نه تر اخره عمره د هډوکو په مغر کې وینه جوړیږی، چې په همدې وخت کې fetal HB په Adult HB باندې بدلیږي.
دوینې ټول حجرات د هیماتوپویتیک انساجو په واسطه چې عبارت دي له( دهډوکو مغز، لمفاوي عقدات، طحال او دتایموس غده) دریتیکولم اندوتلیال په سیستم کې له یوې واحدې حجرې څخه چې عبارت دی له استم سل Stem Cel څخه منشا اخلي.
یو بالغ انسان هره ورځ د سل ملیارد نه نیولې تر یو ترلیون پورې دوینې حجرات تولیدوي.
کله چې یوه مورنۍ حجره یا استم سل تولیدیږي، نو بیا دهغې نه دری نورې سلسلې منځ ته راځی، چې عبارت له ایریترویید ، لمفویید او میلوید چې هر یو بیا په خپله په نورو حجراتو تقسمیږي، مثلا د اریترویید سلسلې نه سره کرویات او ریتیکلوسایت منځ ته راځي، دلمفویید سلسلې نه لمفو سایتونه منځ ته راځي او دمیلویید سلسلې نه ګرانولوسایتونه، ترمبوسایتونه یا پلاتلیت او ماکروفاژونه منځ ته راځي، دا هرې حجرې چې داستم سل نه منشا اخلي او بیا او له خامو حجرو څخه پخو حجروته له یو ډول تغیراتو سره پخو حجره ته انکشاف کوي او دوینې دوران ته ننوځي. دایی هغه نارمله پروسه ده خو که چیرې د وینې دوران کې بلاست یا خامې حجرې ولیدل شي نو دې حالت ته مرضي حالت ویل کیږی یانې نورمال حالت کې خامې حجرې دوران که نه وی.
دایی هغه شارت نوټ وو چې تاسو ته مې تیار کړی چې له لوستلو یې ګته پورته کړئ، او که مو ضوع مو خوښه شوه کوښښ وکړئ چې له نورو ملګرو سره یې شریکه کړئ.