• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

دوې جنازې – لنډه کیسه

Home ادبدوې جنازې – لنډه کیسه
Ata-Mohammad-Miakhel-2

دوې جنازې – لنډه کیسه

لیکنه: عطا محمد میاخېل
له دندې څخه د کور په لور روان شو، په لاره کې یې څه ترکاري او لږ مېوه واخیستله، کله چې انګړ ته ننوت، منډه یې واخیسته او د خپلې مور لاسونه یې ښکل کړل، مور یې د ده په سر لاس را تېر او په مخ یې ښکل کړ، له خپلې خور څخه یې د اوداسه اوبه وغوښتې، اودس یې وکړ او په لمانځه ودرېده، د لمانځه له ادا کولو وروسته خور یې په یوه قاب کې وچه مېوه او د شنو چایو یوه ډکه پیاله یې مخې ته کېښودل، له خپلې خور څخه یې مننه وکړه.
د چایو له څښلو وروسته یې له ځان سره فکر وکړ، چې تر څه وخته پورې به یې خور د ده مخې ته چای ږدي او تر څو به د ده خدمت کوي، په لوڼو او خویندو خو پردي کورونه ابادېږي تر قیامته پورې یې څوک په خپل کور کې نه ساتي، مور مې هم سپین سرې ده د جامو وینځلو او ډوډۍ پخولو توان نه لري له ځان سره یې وویل، اوس دې دنده هم پیدا کړه باید کوژده وکړې په همدې سوچونو کې ډوب وو، چې د جومات ملا صاحب د ماښام اذان وکړ؛ د لمانځه په نیت له کوره ووت؛ لمونځ یې په جومات کې په جمع ادا کړ، له جوماته بېرته کورته راغی، خپل لیپ ټاپ کمپیوتر یې روښانه کړ، تر څو یې چې یو څو فایلونه جوړول، چې خور یې پرې غږ کړ لا لا ډوډۍ تیاره ده، لاسونه یې ووینځل اوپه ډوډۍ خوراک یې پیل وکړ، ډوډۍ خوراک یې لا نه و خلاص کړی، چې مور یې پرې غږ کړ، زویه ! ده ورته وویل : څه وایې مورې ! یوه نجلی مې درته لیدلې، ده بیا وویل : څوک ده ؟ مور یې وویل: ستا د ماما لور ده، خوښه دې ده او که نه، ده له شرمه سترګې ښکته کړې هېڅ ځواب یې ورنه کړ، مور یې له ځان سره وویل: چې خاموشي د رضایت په مانا ده.
شپه تېره شوه دی هم په خوشالۍ د خپلې دندې په لور وخوځېده ، مور او ورور یې د ده د کوژدې له پاره  د ماما کور ته یې لاړل، مور یې خبره پیل کړه، ماما یې د هو په ژبه سره وخوځاوه او خپلې مېرمنې ته یې غږ کړ وه ښځې ! هله دستمال راوړه، د ماما مېرمنې یې دستمال سره له یوه پاکټ چاکلیټو راوړ او دوی ته یې ورکړ، د دوی په کور کې خوشالي شوه ښځو دریاګانې وهلې، خوشالۍ یې کولې،  چې په ناڅاپي ډول د کلا دروازه بېدرېغه ووهل شوه، مور یې خپل لمسي ته ورغږ کړ ته ورشه، چې د کلا دروازه څوک ټکوي ؟ کله چې ماشوم دروازه خلاصه کړه، ګوري چې د دروازې شاته بې شمېره خلک ولاړ او څو کسانو د کټ پایې نیولې وې په کوم چې د ده جنازه ایښې وه، ماشوم په منډه منډه کورته راغی په ساه نیولي غږ یې وویل جنازه، جنازه، مور په وارخطایي ور منډې کړې ګوري چې زوی یې په خپلو وینو لمبېدلی په کټ کې پورت دی، چیغې یې کړې، په زوی مې څه شوي ؟ د دفتر د همکارانو له ډلې څخه یې یوه تن ورته په ژړغوني غږ وویل : مورې ! نن زموږ دفتر ته ځان مرګي برید کوونکي را ننوتل له بده مرغه په دې پېښه کې ستا زوی خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دې خبرې په اورېدو سره درز شو مور یې په ځمکه پرېوته او د زوی له جنازې سره یوځای د دې جنازه هم له کوره بهر شوه.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ازاد د مدني مبارزې رښتيني څېره

ازاد د مدني مبارزې رښتيني څېره

Oct 15, 2015

لیکنه: سردار محمد همدرد شهيد قاضي محمد اسماعيل ازاد د[...]

شاهين وستایل شو

شاهين وستایل شو

Dec 11, 2015

لیکنه: مطیع الله همدرد ژباړه چې د ژبو په بډاینه[...]

د کابل پوليتخنيک پوهنتون

د کابل پوليتخنيک پوهنتون

Feb 19, 2015

د پوليتخنيک پوهنتون بنسټ په ۱۹۶۳ زېږديز کال کې په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022