لیکنه: انجینرشفیع الله هوشمند وردګ
دتیري برخی په ادامې سره…
څلورمه مرحله: دپروژی عملکرد یا Project Execution
دامرحله دپروژي دکارداندازه ګرۍ مرحله ده، ترڅوپوه شوچي کارونه دپروژي دپلان سره سم روان دي اوکه نه، پدی مرحله کي دپروژی منیجران باید له دوه څخه ترپینځوپوري نمونه یی شاخصونه دپروژي دپیشرفت لپاره مشخص کړي چی دی شاخصونوته دپروژي کلیدي کاری شاخصونه یا key performance indicators (KPIs) وایي.
دپروژي هدفونه:
دپروژی دکارونو اندازه او مقایسه کول دترتیب شوی تقسیم اوقات سره موږته داراښیی چی زموږدپروژي کارونه څومره سرته رسیدلی اوڅومره پاتی دی، ترڅودپاتی کارونوپه اجراء کی خپلوکارونوته سرعت وکړو نودلته دپروژی مانیتورینګ ته زیات ضرورت پیښیږي چی مانیتورشي او دپروژی منیجردپروژي دپیشرفت لپاره خپل کارونه دترتیب شوی تقسیم اوقات سره برابرکړی.
دپروژی په مدیریت کي مهمه نقطه داده چي دپروژی مدیریا منیجردهرمرحلي په پای کی خپل کارونه دترتیب شوي پلان او تقسیم اوقات سره یوځل مقایسه کړي.
پنځمه مرحله: دپروژی ختم یاProject Closure
دامرحله دمکمل شوي پروژی نماینده ګی کوي، یعني پدي مرحله کی دپروژي کارونه ختم شوی وي. دپروژي مهم غري پیژندل کیږي، حتي بعضی پروجیکت منیجران دهغوخلکوڅخه چي دپروژي په عملي کولو کی یي برخه اخیستي ده اودهغی په سرته رسولو کی یي هڅي کړي تقدیروي او دهغوی څخه مننه کوي. کله چی یوه پروژه سرته ورسیږي دپروژي مدیریومیټینګ دایروي او په هغي کی دپروژی د کامیابیو او ناکامیو په اړه خبري کوی ترڅو په راتلونکو پروژو کی دهغي دمثبتوټکوڅخه درس واخلي او دمنفي نقطو یی اجتناب وشي.
کله چی یوپروژه پای ته ورسیږي دپروژي دمنیجرکارترهغي پای ته نه رسیږي چي ترڅویی دپروژی د هغوکارونو لیست چی دپروژی په جریان کی ندی ترسره شوی یا punch list ترتیب کړي او دټیم سره په ګډه هغه پاي ته ورسوي او همدارنګه دپروژی اخری یا فاینل بودیجوی راپوراو آخری راپورترتیب کړي. او همدارنګه دوی باید دپروژی ټول اسناد سره جمع کړي او هغه په یومحفوظ ځای کی ذخیره کړي.
پای
دسمسور، آباد، له جنګ اوجګړي پاک لوی افغانستان په هیله