ژباړه: نورالله غازي يار
يوه ورځ د ارواپوهنې استاذ خپلو شاګردانو ته وينا کوله، هغه د وينا پر مهال له جيب څخه د سلو ډالرو نوی لوټ راوويست او بيا يې زياته کړه:
ــ څوک د سلو روپيو لوټ غواړي؟
په ټول تالار کې شور پرته شو، هر چا لاس پورته نيولی و:
ــ زه، زه، زه زه . . . . . . .
استاذ لوټ په خپلو ورغوو کې برغو کړ، بيا يې ښه سره تاو راتاو کړ او وی ويل:
ــ اوس يې څوک غواړئ!
د شاګردانو په شور کې هيڅ کمی رانغی او هر چا لوټ غوښتو .
استاذ داځل لوټ پر ځمکه وغورځاوه، پاسه يې ورباندې پښه کېښوده، له پښې سره يې وموښه، بيا يې شاګردانو ته وکتل :
ــ اوس يې هم غواړئ ؟
ټولو شاګردانو په یوه خوله په لوړ غږ وويل :
ــ هو، هو، هووووو
استاذ لوټ راواخيست، خاورې يې ترې پوه کړې او بيرته يې په خپل جيب کې کېښود، په موسکا يې شاګردانو ته وکتل:
ــ لوټ هيچا ته هم نه ورکوم؛ بلکې تر دې سل ډالرو مې ډېر څه درته وښودل.
ـ ګورئ! که ما له پيسوسره هر ډول چلند وکړ؛ خو د پيسو ارزښت ورسره کم نه شو او نه د ستاسې په غوښتنه کې څه توپير راغی.
انسان هم په همدې ډول دی، کله کله دسختو حالاتو له کبله خپل توازن له لاسه ورکړي او پر ځمکه راپريوزي، دی فکر کوي چې ګواکې زه نو اوس هيڅ ارزښت و قيمت نه لرم؛ خو داسې نه ده، په ياد ولرئ! که پر تاسې هر ډول حالات راشي، ستاسې په قدر او قيمت کې هيڅ ډول کمی نه راځي، ستا سې اصل قيمت همغه دی، کوم چې تاسې د ځان لپاره ټاکلی، په خپله د خپل ځان ارزښت مه کموئ!
You also might be interested in
ژباړه : عطا محمد میاخېل د ټولو خلکو دا خوښېږي،[...]
هغوی چې په موږ پسې بد وايي؛ څه ورسره وکړو؟[...]
ژباړه: عطاءالله خان حیران کله، چې یو ماشوم پیداشي نو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی