• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

دکاروبار ډولونه (Types of Business)

Home اقتصاددکاروبار ډولونه (Types of Business)

دکاروبار ډولونه (Types of Business)

لیکنه: حکمت الله نظري‎
په عمومي ډول سره د کاروبار لمن ډیره پراخه ده او ټول هغه فعالیتونه او کړنې په ځان کې رانغاړي کوم چې له تولید، د توکو او چوپړتیاوو له توزیع سره اړیکه ولري؛ او موخه يې په دغو کړنو کې د ګټې لاسته راوړل وي.
په نړۍ کې عموماً دغه دری ډوله کاروبار شتون لري؛ چې هر یو به یی په بیل، بیل ډول ترڅیړنې لاندې ونیسو:
۱. چوپړتیاوي کاروبار ((Service Business:
هغه کاروبار چې تولید یې د لمس کولو وړتیا ونه لري؛ یعنې د ظاهري بڼې له مخې د لیدلو وړ نه وي؛ د چوپړتیاوي یا خدماتو وړاندې کوونکي کاروبار په نوم یاديږي.
د بیلګې په توګه:
د مسلکي او تخنیکي زده کړو وړاندې کول، په ځانګړې برخه کې تخصص اخیستل، مشوره ورکول او همدارنګه دې او دې ته ورته نورې داسې کړنې یادولاي شو.
د خدماتې کړنو تر ټولو غوره بیلګې لکه ښوونځۍ، بانکونه، د محاسبې او مالیاتي خدمتونو وړاندې کول، حقوقي سلا مشوري او داسې نور په ګوته کولای شو.
۲. سوداګري (Merchandizing Business):
دا دکاروبار هغه ډول دی چې سوداګر توکي په عمده ډول سره اخلي او بیرته هماغه توکي په پرچون ډول سره پلوري؛ یاد ډول ته د اخیستلو او خرڅولو سوداګري هم ویلای شو.
د دې کاروبار اصلي موخه د ډیرې ګټې لاسته راوړل دي په داسې ډول چې اخیستل شوي توکي په لوړه بیه خرڅوي.
په یاد کاروبار کې بې له دې چې د هغوی بڼه بدلون ومومي خرڅلاو ته وړاندې کیږي. د بیلګې په ډول:
د خوراکي توکو هټۍ، ویشونکي او داسې نور د توکو خرڅوونکي.

۳. تولیداتي کاروبار (Manufacturing Business):
د سوداګریز کاروبار برخلاف د تولیداتي کاروبار موخه د لومړنیو او اومو موادو اخیستل دي؛ تر څو وکولای شي په مرسته یې نوی تولید رامینځته کړي؛ چې په پایله کې د اخیستل شوي اومو موادو یا هم تولیداتو په بڼه کې بدلون رامینځته کیږي او په نوي بڼه تولید بازار ته وړاندې کوي.
تولیداتي کاروبار د اومو موادو، کارکوونکو او داسې نورو اضافې لګښتونو د یوځای کیدو په پایله کې مینځته راځي او بیا یاد توکي او تولیدات پر پیرودنکو پلورل کیږي.

دجوړښت له مخې کاروبار په لاندې ډولونو ویشل شوی:
1. شخصي کاروبار (Sole proprietorship):
دا هغه کاروبار دی چې د یو کس په مرسته جوړشوی او یوازې همدا یو کس د دې کاروبار مالک دی. په عمومي ډول سره یاد کاروبار د ډیرې لرغونې زمانې څخه را پدیخوا په ټولنه کې دود دی. په دې ډول کاروبار کې د کاروبار څښتن کاروبار په خپله چلوي، په خپله ورته پلان جوړونه کوي او په خپله یې عملي کوي. د کاروبار لپاره په خپله ځای ټاکي، خپله پانګه کاروي او د اړتیا په وخت کې له خپلو ملګرو او دوستانو پور اخلي. یاد کس د کاروبار د ګټي او زیان، د کاروبار د بریا او ناکامیدو مسوؤل دئ.
۲ . شراکت (Partnership):
په شخصي کاروبار کې د ځینو ستونزو له کبله لکه ( د پانګې کموالی، نامحدود مسوؤلیت ) د کاروبار یو بل ډول رامینځته کړ چې شراکت ورته وایي. شراکت هم د کاروبار ډیره لرغونې بڼه ده. په عمومي ډول سره هر هغه کاروبار چې د دوه یا دوه څخه زیاتو کسانو په وسیله رامینځته شي شراکت ګڼل کیږي.
۳ . کمپنۍ ( Company):
د کاروباري جوړښت له مخې دا د کاروبار هغه ډول دی چې ډیر وګړي یې د ګټې د لاسته راوړلو په موخه خپله پانګه سره د ونډې په شکل راټولوي او په راټولې شوې پانګې پراخ کاروبار پیلوي؛ او په پای کې لاسته راغلې ګټه په خپل مینځ کې سره ویشي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

په افغانستان کې دې پانګې اچوونې پر وړاندې شته ستونزې او فرصتونه

Jul 3, 2018

لیکنه: حکمت الله نظري   مخکې له دې چې په[...]

د کاروبار انګیزه

Jul 29, 2018

لیکنه: حکمت الله نظري د یو بریالي او ګټور کاروبار[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022