ژباړه: یحیی همیم
د هر انسان هیله او امید وي چې زه مې په خپل ژوند کې کامیاب ووسم.خو ځنی انسانان په خپل ژوند کې ډیر کامیاب وي او ځیني انسانان بیا د کامیابي په هیله ژوند تیروي خو کامیاب کیدالای نشي، په دې لیکنه کې زه ستاسو سره داسې څه شریکوم که تاسو ورباندې عمل وکړئ، کیدای شي تاسو په خپل ژوند کې کامیاب واوسئ.
کوم څه چې غواړم تاسو سره شریک کړم، د هغه نوم دی ( د دماغ فلم ) تاسو ته به سوال پیدا شي چې زه تاسو ته د کوم بالیوډ او یا هالیوډ فلم په باره کې خبرې کوم. لیکن داسې نه ده، زه ستاسو د دماغ د هغه فلم په باره کې خبرې کوم ، کوم چې ستاسو په دماغ کې له وړوکوالي څخه جوړیږي. زموږ په دماغ کی زموږ د ژوند هغه ټول حالات ثبت کیږی کوم چی زموږ په ژوند کی تیرشوی وی یعنی هغه خاطری کومی چې موږ د خپل ځان سره د پخوا وختونو څخه په خپلودماغونو کی ساتو. دغه خاطرو او د ژوند تیرو شویو لحظو ته د دماغ فلم وایی.
اوس تاسو ته دا ثابته شوه چې د دماغ فلم څه ته وایي اوس به تاسو ته سوال پیدا کیږي چې ددې فلم او د ژوند د کامیابي تر منځ اړیکه څه ده؟ یعنی زه څنګه کولای شم چې د دغه فلم په مرسته خپل راتلونکی ژوند سم کړم.
زه تاسو ته یو مثال درکوم د مکتب په وختونو کې ډیر داسې پیښیږي. کله چې د صنف استاذ موږ ته درس تشریح کوي نو حتمي یوه پوښتنه زموږ سره پیدا کیږي، خو کله چې یو ماشوم غواړي خپله پوښتنه د استاذ څخه وپوښتي نور همصنفیان یې ورباندې خاندي، نو د هغه ماشوم جرت ختم شي او نه غواړي چې هغه پوښتنې ته ځواب پیدا کړي او هغه پوښتنه د ده په دماغ کې بې ځوابه پاته شي. په دې ډول داسې ډیرې نورې پوښتنې د هغه ماشوم په دماغ کې بې ځوابه پاته شي. خو چې کله د امتحان ورځ راشي نو هغه پوښتنې چې د ده سره بې ځوابه پاتې شوې وې، د همهغه پوښتنو له کبله په خپل امتحان کې کمې نمبرې واخلي. او بیا نو د ته ور یاد شي کاش چې ما هغه پوښتنه د استاذ څخه پوښتلې وای.
دغه ډول په ژوند کې ډیرې داسې پیښې له موږ سره پیښیږي چې لومړی موږ ته یو عادي او بې معنی کار بلل کیږي خو د وخت په تیریدو سره هغه چې موږ بې معنی بللی و ،د هغه کار پر وخت نه کول موږ ته لوی خنډ جوړ کړی.
موږ باید دهغه تیروتنو څخه زده کړه وکړو کومې چې موږ په خپل تیرشوی ژوند کی کړی دی. مثلا د مکتب په وخت کی به موږ خپلی پوښتنی د همصنفیانو د خندا او یا هم د نه جرت دلاسه به مو د ځانه سره بی ځوابه ساتلی او په امتحان کی به دغه بی ځوابه پوښتنو موږ ته لوی سرخوږی جوړ کړی وو هغه وخت خو تیر شو او ته بیا نه شی کولای چی هغه وخت بیا راستون کړی خو په راتلونکی کی باید ته خپلی ټولی پوښتنی ځواب کړی. په همدی ډول ستاسو هغه ټولی تیروتنی چی تاسو په خپل تیرشوی ژوند کی کړی دی بیا تکرار نه کړی او دهغه تیروتنو څخه زدکړه وکړی تر څو تاسو په خپل ژوند کی کامیابه ووسی.
پوهان وایی تیروتنه د هر انسان څخه کیږی خو بیا تکرار کول یی بی عقله خلګ کوی. ستاسو هر ناکامی او تیروتنه ستاسو د پاره یوه لویه تجربه ده. فرضا که په ژوند کی دی ډیری تیروتنی کړی وی ته تر هغو ډیره تجربه لری کوم چی بغیره تیروتنی خپل ژوند پر مخ بیایی.اوس نو باید ته ددی خپلو تیروتنو څخه ګټه او فایده واخلی او بیایی تکرار نه کړی او په نه تکرارولو باندی به ته یو کامیاب انسان ووسی.
You also might be interested in
لیکنه: محمد عارف رسولي مدني فعالیتونو او څرنګوالی یې سریزه[...]
لیکنه: حبیب وقار راشه د ننه چې فرش کړی مې[...]
لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي هره پدیده د بلې پدیدې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی