کانکریټي بلاک فاصله ورکونکی یا سپیسر فلزي یا هم پلاستيکي وسیله ده چې د معماري واحدونو د سم ځای په ځای کولو لپاره کاریږي..د کانکریټ بلاک فاصله ورکونکی ددې زمینه برابروي څو د کانکریټي بلاک جوړونکي دیوال سیستم په مسلکي شکل جوړکړي.نو د کانکریټي بلاک فاصله ورکوونکي موخه داده چې معماري کارونو جوړول ساده شي.نو ځکه ،د خشتککارۍ لپاره ددې میتود کارول به ګلکار اړتیا راکمه کړي.او له بله څنګه به د ساختماني کارونو کیفیت لوړ کړي.
د کانکریټ بلاک فاصله ورکونکی مقصد.Objective of Concrete Block Spacer
د کانکریټ بلاک فاصله ورکونکي اصلي موخه داده چې د کانکریټ بلاک نصب اسانه اوساختماني کارونه ساده شي.
د کانکریټ فاصله ورکوونکي ډولونه . Types of Concrete Block Spacer
د کانکریټ بلاک فاصله ورکوونکي بیلابیل شکلونه شتون لري چې د معماري دیوال په بیلابیلو برخو کې کاریږي.
1. اساس طبقي فاصله ورکوونکی .Base Course Spacer
2. طولي فاصله ورکوونکي .Running Spacer
3. قطع بلاک فاصله ورکوونکي .Cut Block Spacer
4. د کنج فاصله ورکوونکی .Corner Spacer
په ساختمان جوړونه کې د کانکریټ بلاک فاصله ورکوونکي کارول .Use of Concrete Block Masonry Spacer in Construction
په عام ډول .د کانکریټ بلاکونه په همغه یو کتار خط باندې کیښودل کیږي .د معمارۍ دا شکل کیدای شی هغه وخت وکارول شي کله چې کانکریټ بلاک فاصله ورکوونکی وکارول شي.معماري واحدونه کیدای شی په څو کتارونو کې نصب شی څومره چې د ګیلکار لاس رسی کیږي.
Fig. 2: Placement Base Course Spacer
Fig. 3: Installation of Masonry Units with Help of Spacers
ګلماله ددې لپاره کاریږي چې د بلاک په کونجونو کې مناسب حجم مساله وکارول شي .کانکریټ بلاک فاصله ورکوونکی ددې اجازه ورکوي چې دمعماري واحدونو له نصب وروسته هم په اسانه مساله ورکول شي.کیدای شي مساله ورپمپ شي .د کانکریټ بلاک کارول د معماري صنعت له خاوندانو سره مرسته کوي څو د ماهر ګلکار دپیداکیدو ستونزه راکمه شي.سربیره پردې به د ګمارلو دنده ساده شي.بلاخره ،یو شمیر فاصله ورکولی کیدای شي له داسې کانکریټ بلاکونو سره وکارول شي کوم چې په ځانګړي شکل تولیدیږي .
Fig. 5: Prepared Concrete Blocks to be Laid with Spacers
د کانکریټ بلاک د فاصله ورکونکي ګټې .Advantages of Concrete Block Spacer
1. فاصله ورکونکی د مسالې جینټ سره نښلوي.
2. کانکریټ بلاک فاصله ورکونکی د معماري واحدونو ترمنځ سیده والي راولي او سره یی نښلوي.
3. د کانکریټ بلاګ فاصله ورکونکی مرسته کوي څو وزن ولیږدیږي پرته له دې چې جینټ مات شي.
4. فاصله ورکونکی کانکریټي بلاک اجازه ورکوي څو ددیوال ورځنی لوړوالی زیات شي.
5. ساختماني تولید لوړیږي.