لیکنه: دلاور رضا معروف خيل
د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب رازونه
هوښیاران څه ښه وایې: پر سوال ځان پوهول د سوال نیمایی ځواب ده.
د کانکور په ازموینه کی د بریالیتوب چانس یواځی په زیاتی مطالعی او درس ویلو کی هم نده بلکی باید درس تر څنګ سوال ته سم وکتل شی.
هیڅکله باید دسوال پرظاهری بڼه ونه غولیږی.
په کانکور ازموینه کی د بریالی شویوشاګردانو او د کانګور ماهرينو څخه د هغوی د بریاليتوب ځانګړی رازونو په هکله پوښتل شوی دی چی مهم ټکې یې په لاندی ډول دی .
1) د(7-12) ټولګی پوری د ټولو کتابونو کافی مطالعه کول ، ځکه د کانکور په آزموينه کې ټول مضامين يو قسم نمری لری.
2) د کانکور پر اصل تکیه کول نه پر چانس باندی.
3) د کانکور امادګی پر وخت کی باید هر ساعت داسی فرض کړی چه سبا له خیره کانکور ازموینه لرم.
4) عمومی معلوماتو لپاره باید دقیق مسلکی درسی کتابونه مطالعه شی.
ځیرکتیا:
لومړی – د کتاب په مطالعه او اخستلو کې باید ډیر دقیق ووسی، د کتاب مؤلف د کتاب پانګه (منځ ) د کتاب مأخذونه وکتل شی ،دکتاب پر ظاهری بڼه هیڅکله ونه غولیږی.لمړی باید د مؤلف په باره کی معلومات تر لاسه کړی چه مسلکې دی او که نه.
دوهم – په ښونیز مرکزونو کی باید مسلکی استادانو ته درسونه وویل شی او د هغوی څخه ځانګړی میتودونه یاد کړی.
5) د کانکور د ورکولو د ورځی څخه یوه ورځ مخکې باید د کانکور محل(ځای) ته ولاړ شی خپل د کانکور محل باید وکتل شی.
6) د کانکور پر شپه باید خپل ذهن باندی فشار رانه وړل شی،ارامه استراحت وشی او د هر قسم اندیښنو او تشویشونو څخه ځان وساتی.
7) د ځان سره قوی تصمیم و نیسی ، که الله کاوه چه بریالی کیږم به.
8) د کانکور د ورځی څخه څو ځلی باید دکانکور په عملی پروسه له خپلو ملګرو سره مشترک عملې کار وکړی.
9) دا چه د کانکور ازموینی ID کارت تر څنګ د پوهنځیو د کوډونو او د پوهنځیو د ګنجایش (پذیرش) معلوماتی ورقه هم ورکول کیږی.باید په دقت سره وکتل شی. د پوهنځیو د کنجایش (پذیرش) ته ښه پام وی.کوم پوهنځی ته چې زیات شاکردان جذب وی باید همغه پوهنځی انتخاب شی او کوډ یی یاد کړی.
10) د ID نمبر،فارم نمبر، د پوهنځیو کوډونو او د صحیح جز په تورولو کی باید ډیره خواری وشی.
11) ځواب پاڼه باید چټله او قات نشی ځکه ماشین یې بیا نه پاس کوی.
12) هیچ نقل باندی باید تکیه ونه شی او نه کومه معامله وشی –کاملاً غلط دی او چانس موله لاسه وځی
13) د سوال په ظاهری بڼه ونه غولیږی باید په غور وکتل شی بیا انتخاب شی.
14) د همیش لپاره باید د کانکور په ازموینه کې د سوال پر حل کولو کار ونه شی ، بلکی پر سوال کې درکړل شوی جزونه وضع کوی.
15) د دقیق او اطمینانی سوالو دحل په بدل د پوهنځیو انتخاب وشی.
توجه: هوښیاران وایی چه عقل له کم عقل څخه يادېږي.
نو بناً هغه نقات چه کانکور ورکونکی یی له ناکامی سره مخ کړی باید ځان ترینه وژغوری او تاسی یی تکرار نه کړی.