World’s first robot farm to produce lettuce
ژباړه: پوهیالی ضیاالرحمن حجازي
په کرنه کې د روبوټونو استعمال اوس کومه نوي خبره نده، ولي په دومره ځواک چه لاندې کمپنۍ یې هوډ کړئ، د حیرانتیا وړ ده. دنباتاتو د تکثیراسترالیايې ټولنې (International Plant Propagators Society, Australia) يې په اړه پدي نژدي ورځو کې مطلب خپور کړی وو، او ما هم کټ مټ داسي وژباړه:
د جاپان یو کاهو تولیدونکې کمپنۍ سپریډ پدي آند ده چه، د کرنې راتلونکې بزګران به روبوټونه وي. سپریډ اوس د نړۍ لومړنی داسې فارم جوړوي چه په بشپړه توګه به د روبوټونو پر مټ اداره کیږي. دسبزیجاتو تولیدونکې دغه کمپنۍ به دانسانې بزګرانو پرځای روبوټونه پر کار وګماري، چه د یوې ورځي په موده کې به د۳۰۰۰۰ کاهو بوټو د راټولولو وړتیا ولري.
ددغه انسان ډوله روبوټونو څخه د ټولو هغو هیله نشي کیدای کوم یې چه یو انسان ترسره کوي. دوي نور څه ندي، یوازي د یوې انتقالوونکې وسیلې په ډول چه لاسونه لري، ښکاري. د توکیو پدې فارم کې به روبوټونه د کاهو تخمونه کري، بوټې به یې اوبه کوي او وروسته لدي چه حاصل یې راټول شي ، بڼې به يې ورته سموي.
د سپریډ ویاند پرایس وویل چه : ”دانسانې تاریخ په اوږدو کې د ماشینونو او ټکنالوژۍ دا ډول استعمال کرنه پیاوړي کوي. دنباتې فابریکو او د هغوي دکنترول شوي محیط په پيژندلو سره موږ اوس کولای شو چه دوي ته دودې په زړه پوري چاپیریال برابر کړو“.
دسبزیجاتو فارمونه اوس عمودي کرسیستم (Vertical farming) په پام کې نیسې ، چیري چه بزګران خپل حاصلات د لمر وړانګو پرته په بنده ساحه کې روزي. دوي د طبیعي رڼا پرځای په کوچنیو ګروپونو (LED light) تکیه کوي او سبزیجات بیا په تاخچو ډوله اوږدو غځیدلو ګلدانونو، داسې چه یو بل د پاسه ترتیب شوي وي، کري. عمودي فارمونه نه یوازي حاصلات لوړوي ، بلکه د آزادي محلي کرنې په پرتله د آفت وژونکو او نورو زیانمونکو کیمیاوي توکو د تیت کیدو څخه هم مخنیوی کوي.
دا نوی فارم به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پرانستې ته چمتو شي، چه پدي توګه به د سپریډ کمپنۍ په اوسني پلانټ (Kameoka plant) کې تر ټولو د نوي او عصري فارم ځاي خپل کړي. دمګړۍ نوموړی فارم د یو محدود شمیر کارګرو په مرسته د ورځي ۲۱۰۰۰ کاهو تولیدوي، مګر په راتلونکې کال کې به د روبوټونو په استخدام نه یوازي د تولید کچه لوړه کړي، بلکه د مزدور مصرف به ۵۰٪ ته ټیټ ، ۳۰٪ د انرژی سپما او ۹۸٪ اوبو ته به دوباره دوران ورکړي.
په پایله کې د نوموړي تکنالوژی په مرسته عواید لوړیږی، او پدی توګه په مصرف کوونکو نرخونه هم ټیټوالی کوي. پرایس زیاته کړه :” زمونږ موخه داده چه ، داسي یوه باثباته ټولنه رامنځته کړو چیرته چي بیا راتلونکې نسلونه د غذایې خوندیتوب په اړه ورخطا نه اوسي. دا پدی مانا چې مونږ باید هر یو تن ته که وغواړي، دا آسانه کړو تر څو د اړینو نباتاتو او پروتینو کر پیل او یو حقیقي توپیر رامنځته کړي“.
سپریډ اوس پداسې سینسرونو(SENSORS) کارکوي چه د یوه ځانګړي نبات د ودې په اړه به پوره معلومات وړاندي کوي. کله چې د یو نبات وده ښه پرمخ نه ځی، نو نوموړي سینسرونه به انسانې کارکوونکو ته دستونزي د خبرداري تر څنګ دا اجازه هم ورکړي چه کوم لازم تخنیک په کار واچوي.
دا روښانه ده چه د کروندو روبوټونه به د ځینو انسانانو کار واخلي، مګر دوی به وکولای شي چه نوي او لا په زړه پوري دندې خلکو ته پیدا کړي. د بیلګې په ډول، د سپریډ انسانې بزګران ددي پرځاي چه د فارم فزیکې کار وکړي، د باثباته کرنیزو میتودونو په اړه به فکر کوي، او دا به زده کوي چه څنګه وکولای شي چه د لوړ کیفیت سبزیجات تولید کړي.
د سبزیجاتو د تولید دغه نوښتګر فارم به راتلونکی کال پرانستل شي، او بالآخره سپریډ هیله ښکاره کوي، چه د روبوټونو دا ډول فارمونه به په ګرده نړۍ کې جوړ کړي.
پوهیالی ضیاالرحمن حجازي
دکرنې پوهنځی ، ننګرهار پوهنتون