څېړونکی، لرغونپوه، ژبپوه، شاعر، ادیب او لیکوال پوهاند مجاور احمد زيار په ۱۹۳۷ زیږدیز کال د ننګرهار د مزينې رود په حصارك سیمه كې زیږېدلی دی.
زده کړې
لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې لوستی دی. تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې په کابل کې خپلو منخنیو زده کړو ته دوام ورکړ او ترسره یې کړې.
په 1962 زيږديز كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي نه خپل د بریالیتوب سند ترلاسه کړ.
استاد زیار له 1966 تر 1972 زیږدیز کاله پورې د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسټرۍ او ډاكټرۍ غوره بريليكونه ترلاسه كړل .
دندې
۱ـ ډاکټر مجاور احمد زیار له ۱۹۷۲ نه تر ۱۹۷۵ زیږدیز کال پورې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده چې په همدغه مهال کې د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه یې هم په غاړ درلوده.
۲ـ له ۱۹۷۸ نه تر ۱۹۷۹ زیږدیز کال پورې د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري یې کړې ده .
۳ـ په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې یې د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ، په همدې کال یې د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري هم په غاړه درلوده.
۴ـ له ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۸۴ زیږدیز کال پورې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د مشري دنده ترسره کړۍ ده .
۵ـ له ۱۹۸۴ نه تر ۱۹۸۶ زیږدیز کال پورې يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( ۱۹۹۴ – ۱۹۹۶ زیږدیز کال) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار “اكسفورډ” كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
۶ـ ډا کټر زیار د کابل پوهنتون دژبو او ادبیا تو د پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توګه څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټول کړي او څېړلي دي.
۷ـ له ۱۹۹۱ زیږدیز کال راپه دیخوا د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري پر مخ بیايي.
علمي او ادبي هستونې
پوهنيزې څېړنې
- پښتو نومتړنګونه يا اسمي ترکيبات (الماني)
- پښتو پښویه
- ويي پوهنه
- پښتو لیکلار
- پښتو شعر څنګه جوړیږي؟
- پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې
- پټه خزانه یوه لغوي خزانه
- پښتو سیندګی( هممانیزونه)
- پښتو سیند\ی( نویزونه)
- انګریزي ـ پښتو سیندګی( سربلونهـ او ستربلونه)
- دخوشال ادبي پښتو
- دیوې کره پښتو لیکلارې لارښود
- دژبپوهنې بنسټونه
- غږ پوهنه او دپښتو پښویې( ګرامر)
- دریمه بښپړه او کره پوهنتوني (اکاډمیکه) خپرونه
ژباړې
- پښتانه او وروڼه مليتونه
- دکنېشکا دسره کوتل ډبرلیک ( له الماني )
- پټه خزانه(په الماني)
ادبي ټولگې
- زنداني نغمې
- سوزونه او سازونه
- وینه او مینه
- ګلکڅونه
- ګلولې
- اندو ژوند
- اندو اند
- رزم وبزم
- پوهه او ګروهه
- دسرونو نڅا
- ګلوييونه
- څڅواکي
- زما نړۍ
- دمرجانو څانګې
- نوې پيړۍ او نوې زرۍ
- اور و وینې
- ساندې او سمدرې
- مینه دزړه په وینه (ناول) او ناپېيلي ( نثري تولگه ) .
ډاکټر زیار د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه څیړنیزو لیکنو ، تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پاړسي، الماني او انگرېزي ژبو څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړو او ويناو په لیکلو سره پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي راوروسته د تر ټولو لوړې ليکوالي ريکارډڅښتن کړى دى .
پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د خپلو دغو بې سارو هڅو، پنځونو، څيړنو او لاسته راوړنو سر بیره د څه له پاسه دېرش کاله کیږي چې د ” يوې – کره ليکنۍ پښتو ” او ” نوي – ازاد پښتو شعر ” دوه پیاوړي غورځنګونه پر مخ وړي او په دې برخه کې یې زموږ ژبې ته ډير څه ورکړي دي.