لیکنه: سیف الله هلمند
دا چې زموږ دکریکټ ملي اتلانو په دې وروستیو کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې لرلي اورد غم ځپلو افغانانو پر وچو شونډو یې نه هیریدونکې خنداګانې راوړي نو اړینه مې وګڼل چې نور هم دکریکټ سره اشنایي پیدا کړو، نو دا دي د کریکټ نړیوالې شورا په اړه مې څه ناڅه مالومات په خوږه او مینه ناکه پښتو ژبه چمتو او ستاسو چوپړ ته وړاندې کړل.
دکرکیټ نړیواله شورا څه باندې یوه پيړۍ وړاندې په ۱۹۰۹ ز کال کې د اسټرالیا، انګلستان او سویلي افریقا لخوا جوړه شوه، چې هغه مهال یې نوم د کریکټ شاهي کنفرانس و. دغه نوم بیا په ۱۹۶۵زیږدیز کال کې دکریکټ په نړیوال کنفرانس بدل شو، چې شاوخوا ۳۰ کالو لپاره یې دوام وکړ. وروسته په ۱۹۸۹ ز کال کې دکریکټ دنړیوالې شورا نوم رامخې ته شو چې اوس هم په همدغه نوم عام دي.
که څه هم په پیل کې دکریکټ دنړیوالې شورا دغړو شمېر ډېر لږ و، خو د وخت په تېریدو او دکریکټ لوبې په مشهورېدو سره یې غړي ډېر زیات شول او دامهال څه باندې سل ۱۰۰ هېوادونه په مستقیم او نامستقیم ډول د یادې شورا غړیتوب لري.
په ټوله کې دکریکټ نړیواله شورا درې ډوله غړي لري:
مستقل بشپړ غړي
نامستقیم غړي
ونډه لرونکي غړي.
په مستقلو غړو کې دکریکټ هغه لس پياوړې لوبډلې راځې، چې دا مهال د پنځه ورځنیو (ټسټ) سیالیو امتیاز لري: لکه هندوستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، انګلستان، سریلانکا، پاکستان، ویسټ انډیز، نوی زیلاند، بنګله دیش او زمبابوې. په نامستقیمو غړو کې دیرش لوبډلې یا ټیمونه شامل دي، چې مخکښ یې د افغانستان، سکاټلینډ، ایرلینډ، هالېنډ، کاناډا او کینیا لوبډلې شاملي دي.
نوټ: په اوسني وخت یانې څو روځې ترمخ، چې افغانستان زمبابوې هېواد کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه او ددې سره سم افغانستان په لس مستقلو غړو کې لسم مقام خپل کړېدي او هم دنامستقلو هېوادونو له لیکې بهر شو.
د اي سي سي د ونډه لرونکو غړو شمېر سلګونه ته رسېږي. دغې شورا منلې، چې په نامستقیمو غړو هېوادونو کې کریکټ دود او تنظیم شوي، خو لاهم د مستقیمو او بشپړو غړو هېوادونو په لیکه کې نه شمېرل کېږي، په ونډه لرونکو هېوادونو کې کریکټ شته او نړیواله شورا مني، چې دغلته کريکټ د قانون پر اساس پرمخ ځي.
ددغې شورا مرکز په عربي متحده اماراتو کې دي او رسمي ژبه یې انګلیسي ده.
دکریکټ شورا دجوړېدو موخه:
په اصل کې دکریکټ دنړیوالې شورا دجوړېدو موخه په نړیواله کچه دغې لوبې ته وده او پراختیا ورکول دي. شورا دکریکټ چارې تنظیموي، مالي بودیجه ورته ټاکي او خپلو مستقیمو او نامستقیمو غړو هېوادونو ته یې ورکوي. اي سي سي په نژدې ټوله نړۍ کې فعالیت کوي، ځانته تګلاره، اداري پلاوي او دفترونه لري.
د شورا اداري جوړښت:
د اي سي سي اجرائیوي بورډ:
دغه بورډ دکریکټ دنړیوالې شورا د موخو، پریکړو او نورو چارو دترسره کولو او ترلاسه کولو دنده پر غاړه لري، خو چارې یې دشورا اساسي قانون تنظیموي. بورډ د اداري او عملیاتي چارو دتنظیم او ترتیب دنده هم پر غاړه لري. داجرایي بورډ غړي په دوه ډلو وېشل شوي، لومړي هغه غړي دي، چې دټیسټ سیالیو دامتیاز لرونکو لسو هېوادونو له لوري کمېټې ته پېژندل کېږي. نامستقیم او ونډه لرونکي لسګونه هېوادونه بیا یوازې درې کسان دخپلو استازو په توګه دغه بورډ ته ورپېژني، خو دپرېکړو واک او عملي کول له مستقیمو غړو هېوادونو سره وي. د افغانستان دملي لوبډلې پخواني روزونکی (۲۰۰۸) تاج ملوک علم وایي دشورا مشر دشورا اجرایوي کمېټې غړي د ټاکنو له لارې ټاکي چې کاري موده یې دوه کاله ده.
سربېره پر دې د کریکټ شورا د تنفتیش، کریکټ، مالي، بازارموندنې، حکومتولۍ، دلوبو داخلاقو، رسنیو، اداري فساد او په لوبو کې د درغلیو د څېړلو او داسې نورې کمېټې هم لري، چې سلګونه کسان په کې کار کوي. دغه راز دکریکټ نړیواله شورا یو شمېر سیمه اېیزې څانګې او دفترونه هم لري، چې دکریکټ د ودې، پراختیا او تنظیم په ډګرونو کې کار کوي او په لاندې ډول دي:
• د افریقایي هېوادونو دکریکټ ټولنه
• دکریکټ اسیایي شورا
• دامریکایي هېوادونو دکریکټ شورا
• د اروپا دکریکټ شورا
• داسې نور…
د اي سي سي اداري ټیم:
دکریکټ دنړیوالې شورا درسمي ویبپاڼې دمعلوماتو له مخې دغه اداره د کارکوونکو او غړو په ټاکلو کې خپلواکه ده. یادې ادارې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې یوازې د ډبۍ په دفتر کې ۷۰ تنه کارکوونکي لرل او همدومره شمېر نور کارکوونکي دنړۍ په نورو برخو کې هم لري، چې دکریکټ د ودې او تنظیم لپاره کار کوي. ویبپاڼې داندي ویلي، چې د اداري ډلې مشران او چارواکي څه ډول ټاکل کېږي. دکریکټ شورا تر دې مهال دنړیوالو یو ورځنیو سیالیو شاوخوا لس سیالۍ جوړې کړیدي، سربېره پر دې یې درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړېدي. (۲۰۱۲ جنورۍ).
دکریکټ نړیوالې شورا مالي سرچېنې:
د اي سي سي دځانګړې بودېجې په اړه دشورا رسمي ویبپاڼې کې دپام وړ معلومات نشته، خو دافغانستان دکریکټ دملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک علم وایي؛ شورا خپله کلنۍ بودیجه له نړیوالو سوداګریزو شرکتونو سره دبېلابېلو تړونونو له لارې برابروي. د ښاغلي علم په خبره اي سي سي پر ټلویزیونونو او نړیوالو کمپنیو دلوبو دخپرولو حقوق خرڅوي، دغه راز دلوبو ټکټونه پلوري، په لوبغالو او دلوبغاړو په کالیو کې دنړیوالو شرکتونو اعلانونه او نښې دپيسو بدل کې خپروي او له دې لارې لسګونه میلیونه ډالره ترلاسه کوي او خپله بودیجه ترې ټاکي.
لاندې کمپنۍ د اي سي سي سترې سوداګرېزې ملاتړې بلل کېږي، چې سټار کریکټ او اي اس پي ان ټلویزیونونو له لارې لوبې خپروي:
فلاي امارات، ریلاینس، هونډا، پیپسي، سونا موبایل، ال جي، ام ټي ان او داسې نور…
افغانستان او دکریکټ نړیواله شورا:
افغانستان په ۲۰۰۱ ز کال کې د اي سي سي دنامستقیمو هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړ، چې دامهال دغه شورا زموږ له هېواد سره دپام وړ مرسته کوي. دملي لوبډلې پخواني روزونکي علم وایي؛( اي سي سي په افغانستان کې دکریکټ دپراختیا لپاره دکال پنځه میلیونه ډالره ورکوي، چې دلوبو ډګرونه پرې جوړ شي او لوبغاړو ته داسې نورې اسانتیاوې برابرې شي. سربېره پر دې دافغانستان دکریکټ بورډ دکارکوونکو تنخواګانې هم ورکوي، چې له پراختیایي بودیجې سره دکال شاوخوا یو میلیون ډالرو ته رسېږي. دا ټولې مرستې د اسیا د کریکټ دشورا له لورې افغانستان ته سپارل کېږي).
افغانستان په ۲۰۰۸ ز کال کې دکریکټ بورډ جوړ کړ، چې دکریکټ د ودې او تنظیم په برخه کې کار کوي. وړاندې تر دې دافغانستان دملي المپیک کمېټې په چوکاټ کې دکریکټ فدراسیون د دغې لوبې اړوند چارې تنظیمولې.
په افغانستان کې دغه لوبه هغو افغان ځوانانو پر پښو ودروله، چې په پاکستان کې یې دمهاجرت پرمهال کریکټ کړي و، خو اوس کریکټ نژدې په ټول افغانستان کې دود شويدي.