لیکنه: محمد ابراهیم افغان
په عمومي صورت کوچنيان هغه چاته ويل کيږي چي اتلس کلني عمرته نه وي رسيدلي، څرنګه چي دمخه مو د مجانينو مجرمينو د اصلاح او تربیي موضوع مطالعه کړه .په پخوانيو او قديمي دورو کي د کوچنيانو مجرمينوو د اصلاح او تربيې په اړه ډيره کمه توجه هم نه وه، بلکي هغه وخت کوچنيان مجرمين عيناً د لويانو مجرمينو په شان مجازات کيدل . ولي د وخت په تيريدلو له يوې خوا د هغو اصلاحاتو په نظرکي نيولو سره چي دحقوقي جزا په وضعيت وارد شول، لهبلي خوا د جرمي اعمالو په ارتکاب کې د ارادې په نقش او رول باندي پوهان او علما پوه شول .
باالاخره کوچنيان مجرمين چې عيناً د مجانينو مجرمينو ازاده اراده نلري، د مجانينو مجرمينو په شان غير مسؤل او غير قابل مجازات وګنل شول او د هيوادونو جزائي قوانينو هم دا پرنسيپ قبول کړ .
خو په همدي حال کي د کوچنيانو مجرمينو عدمي جزائي مسؤليت او د هغوي عدمي مجازات په هيڅ صورت پدي معني ندي چي کوچنيان مجرمين بايد بيدون د قيد او شرط څخه خوشي کړی شي .ځکه بيدون د قيد او شرط څخه د خوشي کولو په صورت کي دا چي د هغوی جرمي علل او عوامل نه مرفوع کيږي نو بناً هغوی په يقيني توګه دوباره د جرمي حرکاتو او اعمالو مرتکب ګرځي او په متکررو مجرمينو باندي بدليږي . له همدي امله ده چي نن ورځ کوچنيان مجرمين بيدون د قيد او شرط څخه نه خوشي کيږي، بلکي د ټاکلي مودي لپاره په اختصاصي مؤسساتو معمولاً په دارالتاديب کي ساتل کيږي او د امنيتي تدابيرو د تطبيق لاندي نيول کيږي. پدي ډول مؤسساتو کي سعي او کوشش کيږي تر څو له یوې خوا د هغوي عدمي جرمي علل او عوامل مرفوع شي او د بلي خوا د هغوي تعليمي او تربيتي موضوع ته هم توجه صورت ونيسي .
مهمه پوښته چي پدي ارتباط مطرح کيږيله دي څخه عبارت ده چي ايا کوم ډول امنيتي تدبيرونه په کوچنيانو مجرمينو تطبيق شي تر څو دهغوي اصلاح او تربيي سبب شي ؟
په ځواب کي بايد وويل شي پدي اړه په عمومي صورت هر ماشوم (طفل) بايد په جداګانه ډول دقيقاً مطالعه او معاينه شي، د نوموړي د وضعيت او شخصيت په نظرکي نيولو يعني د نوموړي فيزيکي حالت او رواني ،اخلاقي او اجتماعي وضعيت سره سم په نوموړي لازم امنيتي تدابير تطبيق کيږي .
په دارالتاديبونو کي د امنيتي تدابيرو د ښه تطبيق په منظور اطفال د سن ،تحصلي سوي،استعدادو،کرکتر او شخصيت له مخي په مختلفو کټه ګوريو ويشل کيږي او هره کټه ګوري د معينو او مشخصو امنيتي تدابيرو د تطبيق لاندي نيول کيږي .
د اطفالو محکوميت د هغوي په جنائي دفترونو کي نه مطالعه کيږي اما د موضوع خلاصه د هغوي په مخصوصو کارتونو کي ساتل کيږي تر څو د جرم د تکرار پروخت او يا هغه وخت چه يو ډول امنيتي تدابير په بل ډول امنيتي تدابيرو تبديل شي ورڅخه استفاده وکړي شي .
همدارنګه د کوچنيانو مجرمينو د راپور دوسيه او جنائي کارت په خاص ډول ساتل کيږي، د طفل دوالدينو او ياد ذيصلاح اشخاصو او د جرم د برسي کوونکو لکه څارندوي ،څارنوال او قاضي سربیره د بل هيڅ شخص په اختيار کي نشي ورکول کيداي ترڅو د ماشوم راتلونکي حيثيت او وقار ته صدمه ونه رسيږي .
بايد يادونه وکړو چي په ځينو هيوادونو کي لکه فرانسه علاوه د دي څخه چي مجانينو مجرمينو اصلاح او تربيه په اختصاصي مؤسساتو کي صورت نيسي د ځوانو مجرمينو د اصلاح او تربيې لپاره هم د نويو او مدرنو رويشونو څخه استفاده کيږي .
د کوچنيانو مجرمينو د اصلاح او تربيې تر ټولو مهم ترينه او جديد ترينه طريقه په خلاص محيط کي يا خلاصو محبسونو کي د هغوي د اصلاح او تربيې څخه عبارت ده .