• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د ګټورې او مؤثرې مطالعې لپاره یوولس فکتورونه

Home لومړيتوبد ګټورې او مؤثرې مطالعې لپاره یوولس فکتورونه
د ګټورې او مؤثرې مطالعې لپاره یوولس فکتورونه

د ګټورې او مؤثرې مطالعې لپاره یوولس فکتورونه

ترتيب او راټولونه: محمدالله اتل

له شک پرته د ژوند د هرې کړنې او عمل د ښه او موثر پر مخ وړلو لپاره يولړ قواعد او پرنسيپونه شته چې په عملي او پلي کولو سره يې مونږ د نوموړي کار ښه پرمخ بيولو باندې بريالي کيږو.

د دغو کارونو له جملې يو هم مهم او اړين کار؛ مطالعه ده، چې د اوسني عصر ضرورتونو او د ټکنالوژي پرمختګ ته په کتو يې ورځ تربلې اهميت په څو چنده زيات محسوسيږي، ولې؛ زمونږ ډیری ځوانان له مطالعې څخه په داسې ډول سره شکايت کوي او مايوسه دي چې ګواکې د دوی دماغ په فطري ډول له مطالعې سره جوړندي او څه نشي زده کولای.

خونه؛ داسې نده، بلکې د هڅو، کوښښونو او د ګټورو لارو خپلولو په مټ هرڅوک کولای شي چې خپل کسبي استعداد راوپاروي او ځان د بریالیتوب لوړو څوکوته ورسوي.

خو؛ لدې انکار نشو کولای چې مطالعه هم یو لړځانګړي پرانسيپونه، عوامل او طريقې لري چې په عملي کولوسره يې مونږ د خپلې مطالعې اغيزه او ګټوروالی لوړولی شو. راځی چې نوموړي عواملو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو.

لومړی فکتور: (صحيح اودقيق پيل)

په هره کړنه کې د کاميابی لپاره باید صحيح او دقيق پيل وشي، یعنې د خپلې مطالعې پلان بايد داسې ترتيب کړئ چې د کتابونو د لوستلو څخه واضح او څرګند هدف واخستلای شي. ددې لپاره بايد لاندې ټکي په نظرکې ونيسئ.

  1. خپل درسي پلان بايد داسې طرحه کړئ چې د مطالعې د پيل په وخت کې اسانه کتابونه ولولئ؛ نه سخت!
  2. د يو کتاب د مطالعې په وخت کې مطالعه لومړی له اسانه او په زړه پورې ځايه  شروع کړئ او بيا يو څه اندازه سختو او مشکلو طرفونو ته مطالعه وغځوئ، دا کار داسې هم کولای شی چې مطالعه له داسې برخو څخه شروع کړئ چې هغه برخې مو وار مخکې لوستي وي. په اول کې له اسانو او په زړه پورې برخو او شيانو مطالعه به له مطالعې سره ستاسو مينه او علاقه نوره هم زياته کړي.
  3. د مطالعې لپاره د پلان په طرحه کولو کې هغه موضوعاتو ته چې مشابه وي، يو ځای قرار مه ورکوئ، چې دا پرلپسې والی دماغي تشويش، ګنګستوب او ستړيا منځته راوړي، نو دامکان ترحده د دوی ترمنځ فاصله او وقفه ورکړئ.
  4. که غواړئ او پلان لری چې په يوه ورځ کې څو مختلف کتابونه مطالعه کړی، نو لومړی د کتابونو د لوستلو نوبت ترتيب، بيا د لوستلو وختونه او بيا مطالعه پيل کړئ.
  5. د کتاب د مطالعې لپاره د دوه ساعتونو څخه ډير وخت په پام کې مه نيسئ او د مطالعې ټول وخت د دوه ساعتونو په موده وويشئ. دا فکرمه کوئ چې څومره د يو کتاب د مطالعې وخت زیات وي، همغه اندازه به مطالعه ګټوره وي، نه؛ بلکې څومره چې په کم وخت کې ځانګړي شوي موضوع مطالعه شي، ګټوره ده، چې په دې سره د يادولو او زده کولو سرعت زياتيږي.
  6. که غواړئ چې داونۍ شپږو ورځو کې شپږ کتابونه مطالعه کړی، نوهیڅ وخت داسې مه کوی چې پوره يوه ورځ يو کتاب او بله ټوله ورځ بل کتاب مطالعه کړی، بلکې هره ورځ په شپږو برخو وويشئ، اوپه هره برخه کې دخپل ترتيب کړل شوي پلان مطابق بيلابيل کتابونه مطالعه کړئ، او دغې کړنلارې ته په شپږو ورځو کې ادامه ورکړئ.
  7. په تدريجي او دوامدارې طریقې سره درس ولولئ، يعنې د تدريسي او تحصيلي کال په اوږدو کې په پرلپسې ډول درس تعقيب او ولولئ، نه داسې چې يواځې د ازموینو په ورځوکې په زیات حجم سره درس ولولی او مطالعه وکړئ، چې داسې ډول مطالعه نه يواځې دا چې دماغي ستړيا منځته راوړي، بلکې د داسې مطالعې په ترڅ کې ترلاسه شوي معلومات هم د ډيرکم وخت لپاره په حافظه کې پاتې کیږي

دوهم فکتور: (دمطالعې لپاره پلان جوړول)

په هره کړنه کې دکاميابۍ له مهمو عواملو څخه یو هم ښه پلان درلودل دي، صحيح او وړ پلان هغه پلان دی چې د هغې په اساس له شته وخت او امکاناتو څخه په اعظمي توګه ګټه واخستل شي، د پلان نشتوالی، د وخت د بې ځايه ضايع کيدلو او همدارنګه د مطالعې د ګټورتوب د کموالي سبب ګرځي.

د يادونې وړ ده چې د پلان درلودل مهم دي، ولې؛ له هغې د پلان عملي کول ډير مهم او اړين دي. د مطالعې په خاطر د پلان جوړولو لپاره بايد لاندې ټکي په نظرکې ونيسو.

  1. د مطالعې لپاره پلان جوړول.

د مطالعې لپاره د پلان جوړول د هرانسان لپاره متفاوت او توپير لرونکی دی، یعنې هرشخص بايد د خپل روحي، جسمي، محيطي، وخت، علاقې، هدف، د کمزوری نقطې، د خپل طاقت او مصروفيت شرايطو ته په کتو سره پلان طرحه او جوړکړي.

  1. لنډ، ساده او د اجرا کيدو وړ پلان ښه پلان دی، يعنې په هره اندازه چې پلان مغلق، پيچيده او لوی وي، په همغه اندازه ستاسې په روحيه باندې زیاته منفي اغيزه کوي او د هغې د مغلق والي په اساس شايد تاسې له ماتي سره مخ شی. هر څومره چې پلان ساده او لنډ وي، نو همغه اندازه يې تاسې په اسانی سره په ټاکلي وخت کې عملي او پلي کولای شی.
  2. د پلان اجرا کول په ټاکلي وخت کې.

هر کله مو چې د مطالعې لپاره پلان یا مهالویش جوړ کړ، نو که د پلان په عملي کولو کې مو ځانګړی او دقيق نظم موجودنه ؤ، يعنې په خپل ټاکلي وخت کې مو عملي نه کړ، نو له شک پرته چې د مطالعې پلان به موله ناکامۍ سره مخامخ شي.

دریم فکتور: (نظم او ترتيب)

د هرې پروسې او کړنې بنسټ په نظم پورې تړلی دی، د نظم مراعات کول د مطالعې له مهمو او ضروري شرايطو څخه ګڼل کيږي. ځکه چې نظم د ټولو حواسو په متمرکز کولو کې مهم رول لري، همدارنګه د نظم په صورت کې يادول او زده کول په بهتر او ښه ډول صورت نيسي. که د مطالعې اطاق او ميز مو ګډوډ او نامنظم وي، نو د ښې او ګټورې مطالعې خنډ مو ګرځي.

[quote]

په ياد ولرئ!

چې په هر ډول او هرې طريقې (منظم يا غير منظم) سره مطالب او معلومات حافظې ته وسپاری، نوکولای شی چې په همغه ډول (منظم يا غير منظم) يې بيرته ترلاسه کړی.

[/quote]

څلورم فکتور: (ارامه او له ورخطايی پرته مطالعه)

هغه درس چې تاسې يې په ارامه او حوصلې سره مطالعه کوی، نو تاسې يې په ښې زده کړې باندې توانيږی، ددې لپاه چې د مطالعې ګټوروالی مو پورته یوسئ، نو په سختو، تنګو شرايطو او لنډو وختونو کې هم  د وارخطایۍ او اضطراب پرته په پوره ارامه دماغو سره مطالعه ستاسې د زده کولو او يادولو وړتيا په لوړولو کې ډيره مثبته اغيزه لري.

متوجه اوسئ! چئ؛

ارامه، له وارخطائي پرته او په حوصلې سره مطالعه په دې معنی نده چې ګواکې تاسو بايد د مطالعې په وخت کې بې خياله او بې فکره واوسئ. نه؛ بلکې د ټولو حواسو متمرکز کولو، په پوره هوښ او له هرقسم دماغي تشويش پرته مطالعې په معنی ده.

اروه پوهان په دې عقيده دي چې په کمه اندازه اضطراب او ورخطايي د مطالعې او کاميابۍ لپاره لازم دي، ترڅو مطالعه کوونکی په تحرک او فعاليت راولي او ددې باعث کیږي چي کس په جدي ډول په مطالعه باندې پيل کوي. خو که وارخطایي او اضطراب له عادي او نارمل حد څخه زیات شي، نو بيا وارخطایي په انسان کې دماغي تشويش او ويره ايجادوي، چې داکار ددې پرځای چې ګټورثابت شي؛ نقصاني تماميږي او د انسان د عادي او نارمل فعاليتونو مخنيوی کوي، حتی د ازموينې په صحنه کې د زده او یادو شویو معلوماتو د هيريدلو او له ياده وتلو سبب ګرځي.

مثلأ؛ هغه وخت چې د امتحان په اړه منفي تصور لری، د کمو نمرو لاسته راوړلو څخه ډاريږئ، یا کوم بل نه قبلونکی انجام تصور کوی، نو دا منفی تصورات د ورخطایۍ او اضطراب سبب ګرځي چې په نتيجه کې د حافظې او دماغ د سالم کار کولو مخنيوی کوي، چې د ښې او ګټورې مطالعې لپاره بايد له بې ځایه ورخطایۍ او اضطراب څخه ځانونه وساتئ.

پنځم فکتور: (له وخت څخه سالمه او پوره ګټه اخستل)

بنيامين فرانکلين وايي (وخت مه ضایع کوه، ځکه چې ژوند له وخت څخه جوړشوی دی). له وخت څخه پوره ګټه اخیستنه او د وخت نه ضایع کول ډېر مهم او اړين دي، ځکه نشی کولای چې د لاسه وتلي وخت بيرته لاسته راوړئ، يا يې زخیره کړئ او يا يې هم د پيسو په بدل کې واخلئ، وخت داسې سرمایه ده چې که ګټه ترينه وانخیستل شي، نو له لاسه وځي، په داسې حال کې چې مالي سرمايې داسې نه دي. که فکر وکړو، نو دا به ومنو چې؛ اصلي مشکل د وخت کموالی ندی، بلکې اصلي مشکل د وخت څخه سمه ګټه نه اخستل دي.

شپږم فکتور: (صحي سلامتي او تندرستي)

(سالم عقل په سالم بدن کې دی) روحي او جسمي صحت په زده کولو، يادولو يا حفظ کولو کې زیاته اغیزه لري، نو د ښې او ګټورې مطالعې پخاطر بايد خپل صحت ته خاصه پاملرنه وکړئ.

اووم فکتور: (مناسبه تغذيه)

صحيح او مناسبه تغذيه په سالم صحت کې مهم رول لري، خواړه په خپل وخت او خپله موقع وخورئ. په مختلفو ساعتونو کې او د نظم او ترتيب پرته د خوړ خوړلو څخه ډډه وکړئ، د سهار، غرمه او ماخوستن په معلومو ساعتونو کې ډوډۍ وخورئ، همدارنګه خپل غذایي رژیم او نظم ته خاصه پاملرنه ولرئ.

اتم فکتور: (ورزش)

(ورزش د اوږد عمر کونجي ده) تاسې کولای شی چې د خپلې خوښې وړ ورزش انتخاب کړئ، او د مطالعې په ورځني تقسيم اوقات کې ځای ورکړی، د مثال په ډول قدم وهل يو له مهم، مناسب او په عين وخت کې ډیر ساده ورزش دی، او په عموم کې د هر چا لپاره ممکن دی، په همدې ډول نور ورزشونه…..

نهم فکتور: (د دماغ استراحت)

هغه وخت چې ستړي ياست؛ مطالعه مه کوئ، ځکه چې د ټولو کارونو په ځانګړي ډول د مطالعې لپاره با‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎يد دماغ کاملأ اماده او تياروي، ترڅو حافظې ته د مطالبو په سپارلو کې کومه ستونزه ونلرئ. تاسې کولای شی چې خپله دماغي يا د خپلې خوښې وړ په مختلفو طريقو سره له منځه يوسئ، لکه لوبې کول، ويډيوګيم کول، خندل او داسې نور….

د دماغي ستړيا دلیرې کولو لپاره يوه مناسبه او اسانه طريقه ژور تنفس کول هم دي، همدارنګه د دماغي ستړيا په وخت کې کمه اندازه خوب هم کولای شي چې دماغي ستړياله منځه يوسي.

لسم فکتور: (کافي خوب کول)

کافي خوب حافظه تقويه کوي. معمولأ په څلورويشتو ساعتونو کې (4 – 6)  ساعته خوب کول کافي دي، نو کوښښ وکړئ چې د خپلې مطالعې پلان داسې طرحه او ترتيب کړئ چې په شپه او ورځ کې کم ترکمه 4 ساعته خوب وکړای شی، ترڅو دماغ مو په کافي اندازه استراحت وکړي، همدارنګه د غرمې پر مهال نيم يا يو ساعت ويده کيدل ډير مناسب دي.

یوولسم فکتور: (دمطلب دقيق درک کول)

د مطلب دقیق درک کول چې په نتيجه کې زده شوي معلومات په حافظه کې د ډير وخت لپاره پاتې کیږي. کوښښ وکړئ چې د مطالعې په وخت موضوع او مطلب په ښه توګه درک کړی، ترڅو وتوانيږی چې هغه په اسانی سره خپلې حافظې ته وسپارئ او نوموړي معلومات مو په حافظه کې تر ډیر وخت لپاره باقي پاتې شي. چې په دې سره د مطالعې ګټورتوب هم زياتيږي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

ژور خفګان څه دی؟

ژور خفګان څه دی؟

Apr 20, 2015

ليکنه: ذکريا رحيمي ذهني فشار ځنې وخت ډېر هڅاند او[...]

ظاهر عمار Zahir Amar

زما له پاره کوم مسلک غوره دی؟

Oct 29, 2015

ليکنه: محمد بشير جمعه ژباړه: ظاهر عمار ــــــــــــــــــــ کوم مسلک[...]

په کار ځای کې د موسيقي اورېدلو مثبت آثرات

Aug 14, 2018

ژباړه: ساحل منګل دکار او کسب کارپوهان دې پايلې ته[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d