لیکنه: جمشیدعمرعمر
څو کاله د سقراط له مرګ نه وروسته، د هغه یو مرید (آنتیس تنس) په ټولګي کې خپلو زده کوونکو ته درس ورکاوه، چې غالمغال شو، سوالګر ټولګې ته ننوتی و او ویلي؛ چې غواړم د انتیس تنس له زده کوونکو سره درس ووایم. د هر لوري ورته د ریخشند په ډول غږونه کیدل: (( وځه سپیه)) (( سوالګرو ته دلته ځای نشته)) (( هغه خپل ځای ته بوځئ)).
دیوژن وايي: هغوی ما ته د سپي خطاب کوي، ډیره ښه ده، زه هم لکه د سپي عو عو کوم او غواړم فلسفه زده کړم. په ده یې د سپي نوم کېښود. ده خپل عزت او احترام یوي خواته پریخود او غوښتل یې چې یو سم سړی شي.
ده به خلکو ته ویلي، چې مادي شیان پریږدئ او معنویات خپل کړئ. (پوهه، اخلاق، تربیت … او روزنه) خپل کړئ، سره او سپن زر پریږدئ. یعني کله چې یوه سړي کې دا پورته شیان وي، نو هر څه به ولري.
په اوس وخت کې چې یو سړی ډېري پیسې ولري، هم به احترام لري او هم درنه غلام جوړي. دی وایي، چې یو څو کسه ښه ژوند لري او اکثریت یې په فقر کې ژوند کوي، حکومت هم ددوی دی او قانون هم. دا باید له منځه لاړ شي.
ده به په حکماوو او خطیبانو باندې ریخشند وهلو او ویل به یې؛ چې هغوی نور په بي عدالتی پړ(ملامت) ګڼي او خپله بیا بې عدالتي کوي. ریښتیا هم چې دوی پخپله هغه کار کوي، چې غیر قانونوي وي؛ خو په بیچارو باندې بیا همدغه قانون پلی کوي.
موږ په هیواد کې داسې رهبران لرو، چې یوه جوړه کالي او درویشي یې په ډالرو قیمت لري، خو دیوژن به په یوه زړه ټوټه کې ځان تاو کړي او ویلي به یې: کله چې د داسي کسانو سره مخ کیږم، چې د غرور جامي یې پر تن وي، دا زما سترګې دي چې خوند اخلي، نه د هغه.
کالي یا جامي د الله ج یو نعمت دی. که څوک یې ددي لپاره پر تن کوي چې ځان وښایي او یا په غریب کبر وکړي، نو بیا غرور دی او کبر یواځي د الله ج سره خوند کوي، نه له بنده سره.
زموږ د هیواد بدبختي یو هم د پوهي نشتوالی دی. دی وايي: هغه ژوند چې په پوهې سره رهبري شي، نو امنیت او آزادي له ځانه سره لري. جنګ به نه وي. خلک به یې په سوله کې ژوند کوي. ریښتیا هم که یو څوک پوه ولري، نو څنګه به د بل ښپې ووهي؟ بل ته به ولي کنده اوباسي؟ طبیعي ده، چې د خلکو لپاره به هوسا ژوند غواړي.
موږ اوس ډیر غټ غټ امیدونه لرو. داسې فکر کو، چې موږ په دي دنیا د ژوند کولو ټیکیټ اخیستی. دی وايي: که د نړي نه د لږ مال غوښتنه وکړي، نا امیدي به دي هم لږه وي او که دنیا دي لږه وي، لږه له لاسه ورکوي.
دده په وینا: ما له هیڅ نه ډیر تر لاسه کړل او همدغه هیڅ هم زما لپاره ډیر څه دي. امنیت په ډیره دنیا(مال) لاسته نه راځي، بلکې په ده کې دی چې په لږو قانع و اوسي. ډېره خواري په دنیا پسې مه کوي، چې لا لهاندې ده او په همدې کړاوونو کې به مو سترګي پټې او هر څه به رانه پاتې وي. که وګورو چې امنیت ولي نه شته؟ ځواب به مو دا پورته جمله وي. دا اوس چې په نړۍ کې جنګ روان دی، دا ټول د مادیاتو پر سر دي. هر یو غواړي چې د نورو هیوادونو ذخایر لاندې کړي، چې خپل خلک یې په ارامه خپل ژوند ته دوام ورکړي. موږ هم د امنیت د عنصر نه بي برخې یو. دا چې نړیوال او په خاصه توګه ددوي اجنټان (نماینده ګان) چې دلته اوسي او د هغوی لپاره کار کوي. دوی خپله نه غواړي چې امینت راشي؛ ځکه هغوی ورته همداسې ویل شوي، چې په ده کې به د دواړو خیر وي.
اوسنیو ځوانانو ته وايي چې تېر مه یادوئ، په هغه کې مو ګټه نشته، یعني مه وايي چې فلاني داسې کړي او بستاني داسي، بلکې کوښښ دا وکړه چې ته څه کولی شي. که هغوی هر څه کړي تیر شول. ریښتیا هم موږ همیشه انتقاد کوو. موږ داسې څوک نه لرو، چې هغوی محکمه کړي. د هغوی د ناقانونه کړو پوښتنه وکړي. اوس چې د دولت زور پري نه رسیږي، ځوانان باید یوه ترحه ولري، چې په راتلونکي کې بیا دا کار تکرار نه شي.
یوه ورځ خلکو ولید چې دیوژن یوي مجسمي ته لاس اوږد کړی او خیرات غواړي، چا پوښتنه وکړه، دا نو څه معنا؟
دیوژن وویل: تمرین کوم چې څنګه د سخت زړو سره مخامخ شم. ریښتیا هم چې اوس زړونه نشته، بلکې تیږي دي. سترګې یې دي ته وي، چې څنګه د بل د خولي مړی راوشوکوي.
داسې ژوند وکړئ چې نورو ته دي هم ګټه ورسیږي.
You also might be interested in
ژباړه: نیازالله مبارز بسم الله الرحمن الرحیم « ربی زدني[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل جرالدین لورې ! له تا[...]
ژباړه: ډاکټر صفت الله حلیم په پاملرنې سره غوږ نیول[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی