لیکنه: اسدالله الفت
دريمه دوره :
شلمه پيړي په ځانګړي ډول د دوهمي نړيوالي جګړي څخه را وروسته دوره په ډيپلوماسۍ کي د دوو سترو بدلونونو شاهده ده .چي په تدريج سره يې پراختيا وموندله .لومړي داچي په نوي نړيوالي نړي کي يې د ډيپلوماسۍ لاس او پښي تر ډيره حده وتړلي او يو خواته يې کيښودل .
دوهم دا چي د ډيپلوماسۍ مهمي برخي د بهرنيو چارو وزيرانو او ځيني مهم مسايل د هيوادونو مشرانو ته انتقال سوه ،همدارنګه هغه نړيوال مسايل چي يو زيات شمير هيوادونه پکښي دخيل وي ،د نړيوالو کنفرانسونو او سازمانونو د لاري حل فصل کيږي .
په نو ي ډيپلوماسۍ کي لاندي تغيرات او بدلونونه د پاملرني وړدي .
۱ـ په زياتو هيوادونوکي سفير د پخوا په څيرد هيواد مشرشخصي استازي نه ګڼل کيږي ،په هغو هيوادونوکي چي د پخوانيو سنتونو په پيروي اوس هم سفيرد شخصي استازي نوم لري ،يوازي د خپل هيواد د ټولنيز بنسټ ښودونکي دي ځکه د هيواد مشر د دولت د ځواک مظهر دي ،چي حقوقي شخصيت يې د ډيپلوماتيکو اړيکوبنسټ دي او په واقيعت کي سفير د دغه ځواک استازي دي نه د هغه شخص استازي .
۲ـ د سفير رول يوازي په دي کي دي چي د دوولتونو په اړيکو کي د ګټورو تصميم نيولو لپاره اړين معلومات ترلاسه کړي ،همدارنګه په دي کي رول لري چي د ملتونو ترمنځ د اړيکو پيژندنې او د دوستي وسايل رامنځته کړ ي ،پر دغو وسايلو يو سفير کولاي سي د دواړو اړخونوغوښتنو او عقايدو ته په ډيره غوره طريقه ترتيب ورکړي او هم کولاي سي د نړيوالو اړيکو د لا پراختيا لپاره دوه اړخيزي همکاري رامنځته کړي ،همدارنګه د دوو ملتونو او ټولنو په پرمختګ او سوکالي کي هم د سفير رول د هيرولو نه دي .
۳ـ په زياترو هيوادو کي عمومي افکارو د ډيپلوماسۍ په لارښوونه کي اغيزمن رول لوبوي اوسنيو ګونديو ارتباطي وسايلو د هيوادونو وګړي د نړي د سياسي پيښو په جريان کي اچولي دي او سياسي پيښو په جريان کي اچولي دي او سياسي چال چلن محرمانه ډيپلوماسي کيداي سي د وګړو د ارادي د مقاومت سره مخ سي ،همدغه لامل سوي چي اوسني ډيپلوماسي غواړي چي په هغو هيوادونوکي چي ډيموکراتيک رژيمونه لري ،په ډيرو کلکو بنسټونو ولاړه وي او بايد چي د سوکالي او پرمختګ لپاره وکارول سي نه د حکومتونو د غوښتونو تر لاسه کولو لپاره .
۴ـ د هيوادونو د مشرانو شخصيت او درناوي د يو پلوه او په حقوقي او عمومي ليدنو کي بي صريحه خبري اتري د بل پلوه ،يوه نوي او اغيزمنه لار وه مهمو نړيوالو مسايلو د حل فصل لپاره پرانستي ده ،چي د دې سره د هر هيواد يو زيات شمير غير ډيپلوماتيک مقامات هم د ډيپلوماسۍ ډګر ته را دانګې .په عين حال کي بيلابيل سياسي او فني مسايل ،د نړيوالو ټولنو او نړيوالو سازمانو په سطحه په خپل وجود کي يوه ترټولو غوره وسيله لري چي همدا خپله يو بيل ډول ډيپلوماسي ده او خپل مشخص قواعد يې پيداکړي دي.
په دغو بدلونونو کي د هغو قواعدو چي فرنسوادو کالير په اتلسمه پيړي کي د يوه غوره ډيپلومات لپاره وړاندي کړي وه ،يوه اندازه اهميت يې دلاسه ورکړي دي .همدارنګه ګړنديو اړيکو په موثره او مستقيم ډول ډيپلوماسۍ ته د ډيپلوماتانو را ننوتل د هغو د اغيزو ډګر رامحدود کړي دي ،خود دې ټولو خبرو سره بياهم نسو ويلاي ،چي د مسلکي ډيپلومات رول په کلي توګه له منځه تللي دي اوس هم په زياته کچه او ډيپلوماسي پيلامي د هيوادونو مشرانو د بهرنيو چارو وزيران او نورو لپاره سفيران اماده کوي او د سفير نظر او قضاوت په زياتره مواردو کي د بهرنيو چارو وزارت او د دولت د ډيپلوماسۍ د قضاوت بنسټ جوړوي .
You also might be interested in
لیکنه: رحمت ګل عمري د هیواد په اداري نظام کې[...]
لیکنه: اسدالله الفت اوومه برخه په زړه پوري خو دا ده[...]
لیکنه: اسدالله الفت اولسمه برخه په غربي اروپاکي کاردينال ريشلو ۱۴۶۲ـ۱۵۸۵م[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی