ژباړه: حمیدالله حمیدي
نن، د خداي پاک په فضل او مهربانۍ سره په خپلو ټولو چارو کې بریالی وم. خداي پاک تل له ما سره دی او روزي رسان مې دی. خدای پاک زما قدرت او تکیه ګاه دی، نو هېڅکله هم ماتې نه منم.
نن، چې کله زه خاندم، د خندا اغېز مې پر بدن له ورایه حس کوم. کله، چې خاندم، تړل شوې غوټې مې پر مخ خلاصېږي او په خپله خندانه څېره نورو ته هم خوښۍ لېږدوم.
نن، زه ټوله ورځ مثبتې خبرې کوم، ځکه په مثبتو خبرو کې لوی ځواک نغښتی دی. د بدن ټول سلولونه مې هغه څه ته غوږ دي، چې زه یې وایم. څه چې وایم په ټول بدن یې حس کوم هم، همدا لامل دی، چې د نن ورځې خبرې مې ټولې مثبتې دي.
نن، زه ځلېږم، ځکه زما په ژوند کې یو خدایي نور ننوتی. زه ګټونکی یم ځکه د ځان او خپل چاپېریال په اړه ښه حس لرم. زه نن په خپل فکر، ګفتار اورفتار کې د خدای پاک د نور احساس کوم.
نن، چې کله زه په هر ځای کې ګرزم، د مینې او دوستۍ احساس کوم، زما شا او خوا نن ښکلو او مهربانه کسانو پوښلې ده، نو زه په ډېره اسانۍ سره کولای شم له دوی سره خپله مینه شریکه کړم.
نن، زه په خپل فکر کې یوازې مثبتو افکارو ته ځای ورکوم، ځکه پوهېږم، د څه په اړه، چې فکر کوم، څه چې وایم، ژوند مې په هماغه لوري ځي، نو ځکه ټول وخت مثبت یم.
نن، زه په اګاهانه ډوله داسې خبرې کوم، چې زړه ته مې، شیشونه ته مې، عضلو ته مې یو شفا بښونکی پیغام ورکړم، تر څو د بدن غړي مې هم مثبت عمل وکړي.
نن، زه د ټولو هغه نعمتونو په لرلو سره خوښ یم، چې خدای پاک راته ډالۍ کړي دي او ژوند مې په پوره بریا کې تر سره کوم.
نن، زه په ګڼ شمېر نعمتونو کې ژوند کوم، هرې خواته مې خوښۍ خورې دي او دا یوازې او یوازې د خدای پاک ډالۍ او د خپل مثبت فکر زېږنده بولم.
نن، زما ورځ له ګڼو نعمتونو ډکه ده او لاسته راوړنو مې هم زیاتوالی موندلی دی، غواړم ټولې هیلې مې پوره شي، داسې ښکاري، چې په بې ساري ډول مې هیلې پوره کېدونکې دي.
نن، زه ډېر ښه ښکارم، او دا مې د ژوند تر ټولو ښه شېبه ده. زه مې تل خپل وجود په ښکلو او مزه داره غذاو باندې تغزیه کوم، د بدن سلولونه مې ورځ تر بلې قوي کېږي او زه مې د خپل وجود له هرې زرې سره مینه لرم.
نن، مې چې کله ذهن ته کومه منفي خبره راځي ورته وایم: « بېرون ته ووزه زر کوه!»
نن، مې زه د اونۍ دغه ورځ په ډېره خوښۍ سره پیلوم او په ژوند کې مې خوښۍ او بریاوې زیاتوم. ژوند مې ورځ تر بلې ښه کېږي. زه به یوه ډېره په زړه پورې اونۍ ولرم.
نن، یو ځل بیا په خپل سر کې مثبتو فکرونو ته ځای ورکوم او پکې روزم یې. ژوند راته یوازې په زړه پورې او ښکلې تجربې ډالۍ کوي، چې زه یې وړتیا هم لرم.
نن، زه له ډېرې مینې او محبته په چاودېدویم، ځکه د ستوري په څېر ځلېږم. زه ښکلی یم، ځکه ټول را سره مینه کوي. زه ورځ تر بلې په خلکو ګرانېږم. ټول خلک ماته د یوه مینه ناک کس په سترګه ګوري.
نن، له ځان سره دا هوډ کوم، چې د نړۍ له تر ټولو با ارزښته کس سره مینه وکړم، چې هغه زه خپله یم، خپله یم او خپله یم!
نن، په خپل ژوند کې ټول معجزه لروني کارونه منم. زما په ژوند کې معجزې یو پر بل پسې راځي.
نن، زه ټولې هغه موانع، چې د منفي فکر له امله زما د کارونو په مخ کې خنډ ګرځېدلې دي له منځه وړم اوراتلونکې ته په ښه او مثبت نظر ګورم.
نن، نن زه د خوښیو پرلور حرکت کوم. زما ژوند ورځ تر بلې ښه کېږي. او زه غواړم ټول ښه شیان په خپل لوري راجزب کړم.
نن، زه له ځان سره هوډ کوم، چې هر ډول ډارونکې او مخربه عقیده او اندېښنه له خپل ذهن او ژونده لرې کړم.
نن، زه له دې کبله، چې خوراک کولای شم، جامې اغوستلی شم، د ناستې ځای لرم او خلک راته په درنه سترګه ګوري د خدای پاک شکر کوم.
نن، زه د مینې کولو وړ یم. په هغه محیط کې، چې زه ژوند کوم خلک یې له ما سره مینه کوي او زه له دوی سره.
نن، چې زه په هر لوري ځم، د خدای پاک په امن کې یم. زه تل له داسې کسانو سره مخ کېږم، چې له مینې څخه ډک وي او غواړي له ما سره مرسته وکړي. زما پر مخ تل د اجابت دروازې خلاصې وي.
نن، له ټولو طبعي عناصورو سره د سولې او آرامۍ احساس کوم، ښه او بده هوا وجود نه لري. زه کولای شم له هرډول محیط سره جوړ جاړی وکړم.
نن، زه په خپل ځان پوره باور لرم. زه ډاډه یم، هر هغه څه، چې وغواړم خدای پاک یې راکوي او خدای پاک تل زما ساتونکی او مددګار دی.
نن، زه له خپلې مور او د نړۍ له ټولو میندو، چې خپله مینه او محبت یې له اولادونو ځار کړي مننه کوم.
نن، زه خپلې سترګې، لاسونه او د بدن نور غړي له بل چا سره نه پرتله کوم. نن زه په ټول توان سره هڅه کوم، او له خپل اوسني حالت څخه راضي یم او د خدای شکر ادا کوم.
نن، چې څمره په توان کې لرم په خوښۍ له نورو سره مرسته کوم، تر څو وکولای شم که لږ بار هم وي د هغوی له اوږو یې سپک کړم.
نن، د خدای پاک د ټولو هغه نعمتونو، چې انسان یې په شمېرلو کې ناتوانه دی د زړه له خلاصه مننه وکړم او د خدای پاک شکر ادا کړم.
نن، زه له ځانه سره دا هوډ کوم، چې تل ريښتیا و وایم، له دروغو ځان وژغورم او له یتیمانو سره تر خپلې وسې پورې مرسته وکړم.
همدا نن هڅه وکړئ!
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.